د لاس رسي وړ اتصالات

ملالې يوسفزۍ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نه ايستلو غږ کړی


د نجونو د زده کړومبارزه او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ
د نجونو د زده کړومبارزه او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ

د نجونو د زده کړو نړيوالې مبارزې او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پر تګلارې دې "له سره غور" وکړي.

هغې د جولایی دریمه (چنګاښ ۱۳مه) پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې پاکستان دي په دې اقدام سره "افغانې نجونې او ښځې د طالبانو له ظلمونو وژغوري ترڅو په پاکستان کې پاتې شوې افغانې نجونې په خوندي ډول ښوونځيو ته ولاړې شي"

ملالې زياته کړې چې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو پر ډله ييز اخراج ځکه اندېښمنه ده ځکه چې پدې کار سره به نجونې او ښځې زياتې اغېزمنې شي: "له

پاکستان څخه د افغانانو په زور ايستل، چې د طالبانو تر وحشيانه ظلمونو لاندې وځورول شي، خورا خطرناک دي."

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر کابل له واکمنېدو وروسته په ټول افغانستان کې سختدريځې تګلارې عملي کړي چې عمده يې پر ښځو د کار کولو محدوديتونه او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیزونه دي.

د طالبانو حکومت په دې اړه د نړيوالو غوښتنې له پامه غورځولي او دا عمل يې د افغانستان داخلي چاره بللې ده چې په وينا يې د وخت په تېرېدو سره په يو مناسب چوکاټ ورته برابر کړي.

ملالې یوسفزۍ د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارو ته پر کتو د هغوی حکومت په "جنسي اپارتايد" تورن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له لومړۍ نېټې راهيسې له هغه هېواده د بې اسناده افغانانو په زوره د ايستلو لړۍ پيل کړې چې لا هم دوام لري. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري او د پاکستان حکومت وايي چې اسلام اباد تر دا مهاله له نيم ميليون زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري وايي چې په پاکستان کې ۱.۴ ميليونه راجسټر افغان کډوال ژوند کوي او شاوخوا همدومره شمېر نور ناراجسټر افغانان پدې هیواد کې میشت دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو په وار وار ويلي چې د افغانانو په زور لېږل "بشري ناورین" زېږولای شي.

د پاکستان د بشري حقونو کميسيون په وروستيو کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ مشر فيليپو ګراندې ته په استولي لیک کې ویلي وو چې له پاکستانه په جبري ډول د کډوالو ایستل د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه کډوال او پناه غوښتونکي اغېزمنوي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

په پاکستان کې د افغان کډوالو يو مشر محمود کوچی وايي، په پاکستان کې افغان کډوال د زده کړو او روغتیا په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، د نوموړي په خبره هغه کډوال چې په لنډمهالو ویزو په دې هېواد کې اوسیږي، د هغوی د ویزو تمدیدول یو له غټو ستونزو ده: "هرڅوک خو پیسې نه لري او نه هم د هرچا ویزه غځول کېږي. په یوه کور کې چې ۱۰ یا ۱۲ تنه وي، د هغوی لپاره د ویزو غځول هم ډېره لویه ستونزه ده."

د محمود کوچي په وینا، له ۲۰۲۱ کال وروسته چې پاکستان ته څومره کډوال ورمات شوي دي، د هغوی تر ټولو لوی مقصد په خپلو لوڼو زده کړې کول دي: "تاس پوهېږي چې په هېواد کې مو طالبانو د نجونو د زده کړو په برخه کې ډېر ظلم روان کړی دی. زموږ لوڼه نه پرېږدي چې زده کړې وکړي. خو دلته [پاکستان] هم زموږ ماشومان له زده کړو بې برخې شول.دلته هم یې پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي. "ښاعلی کوچی زیاتوي یوازې شخصي ښوونځیو کې افغان کډوال د زده کړو اجازه لري خو د هغې فیسونه "زمو د وس کار نه دی."

محمود کوچی وايي، هغه افغان کډوال چې د ویزو موده یې ختمه شوې وي، هغوی په روغتونونو کې د درملنې لپاره نه منل کېږي: "روغتیايي خدمتونه نشته. " د نوموړي په خبره وړاندې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وو، یونیسف وو، هغوی به مرستې کولې او س خو د کډوالو لپاره "د ملګرو ملتونو ټولې دروازې تړلي دي."

ښاغلی کوچی وايي، افغان کډوالو ته نه خدمتونه رسېږي او نه کارونه لري، او نه دوی له خپلو حقونو برخمن دي.

د پاکستان حکومت لا د ملالې يوسفزۍ څرګندونو ته ځواب نه دی ويلی خو تر دې وړاندې يې په وار وار ويلي چې د امنيتي او اقتصادي ستونزو له امله يې د افغان کډوالو د ستنولو بهير پيل کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG