د لاس رسي وړ اتصالات

امیري:د افغانستان د اینده په اړه پریکنده غونډو کې باید ښځې برخه ولري


د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي د افغانستان د راتلونکې په اړه د پریکړه نیونکوغونډو د مشروعیت لپاره په دغسې غونډو کې د افغانانو ټولشموله ګډون په ځانګړي ډول د افغان میرمنو ګډون ضروري دی.

رینا امیري د شنبې په ورځ ناوخته جون ۲۹ ( چنګاښ نهم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي چې په تیرو دریو اونیو کې یې د افغانستان په دننه او بهر کې د افغان میرمنو او بشري حقونو د ملاتړو سره په پراخه توګه خبرې او د هغوی غوښتنې او اندیښنې یې د شلو هیوادونو او ملګرو ملتونو استازو شریکې کړي دي.

میرمن امیري ویلي د افغان میرمنو او د بشري حقونو د فعالانو دا نظریات به د دوحې درېیمې غونډې ګډون کوونکو سره هم شریک کړي.

میرمن امیري ویلي: "څو اساسي او خورا عمده نکتې چې هغوی یادونه وکړه دا دي: د افغانستان د راتلونکې په اړه پریکړه نیونکو غونډو کې ددغو غونډو او افغانانو ترمنځ د مشروعیت لپاره باید چې د افغانانو تنوع په ځانګړي ډول ښځې شاملې اوسي، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته باید لومړیتوب ورکړل شي او افغان میرمنو ته د میز په سر په ځانګړي ډول د خپلو حقونو څخه د دفاع لپاره زمینه برابره شي."

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید چې پر طالبانو باندې پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونو د لګولو په اړوند د خپلو فرمانونو د لغوه کولو او زده کړو او کار ته د هغوی د لاس رسي په برخه کې خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

رینا امیري چې افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي توماس ویسټ سره یوځای د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ښځو او د مدني ټولنې د ټولشموله ګډون د چوکاټ د رامنځ ته کولو په تړاو یې د دوحې درېیمې غونډې پر مهال او د دغې غوندې دمخه پراخه سلامشورې کړي دي.

میرمن امیري ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې، امنیت اود پایښت پر وړاندې ګواښونه د ښځو د ګډون پرته هوار نشي.

ټاکل شوې چې د یکشنبې د ورځې ناوخته جون ۳۰( چنګاښ لسم) د دوحې درېیمه غونډه ماښام مهال په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې روزمیري دیکارلو په وینا پرانیستل شي.

د میرمن امیري ددغو څرګندونو دمخه د ښځو او بشري حقونو یو شمیر نړیوالو او افغان بنسټونو د دوحې د درېیمې غونډې له اجندا څخه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو اړوند مسایلو ایستلو له امله ملګري ملتونه د خپل منشور څخه په سرغړونه تورن کړي وو.

دغو بنسټونو ادعا کړې ده چې ملګرو ملتونو د دوحې درېیمه غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون او ددغې ډلې د راضي ساتلو لپاره د غونډې له اجندا څخه د بشري حقونو اړوند مسایل ایستلي او هم یې دغې غونډې ته د افغانستان د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د فعالانو د بلنې څخه ډډه کړې ده.

خو ملګرو ملتونو ویلي چې د دوحې د غونډې یوه ورځ وروسته د جولای په دوېیمه په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې روزمیري دیکارلو او افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو افغان فعالانو سره په یوه ګډه غونډه کې خبرې وکړي.

همداشان د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې روزمیري دیکارلو به د دوحې د غونډې پر مهال په افغانستان کې د بشري وضعیت او په ځانګړي ډول د ښځو د وضعیت په اړه د طالبانو د پلاوي سره بحثونه وکړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري کوي ویلي چې بشري حقونو او د ښځو د حقونو اړوند مسایل د افغانستان کورني مسایل دي او طالبان هڅه کوي چې دغو مسایلو ته دننه په افغانستان کې د حل لاره ولټوي.

د ښځو د حقونو فعالانو غبرګونونه:

د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو بنسټونو او د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ ځینو افغان بنسټونو ملګري ملتونه په دې تورن کړي چې د دوحې د درېیمې غونډې له اجندا څخه یې د ښځو او بشري حقونو اړوند مسایل ایسته کړي دي. دغو بنسټونو پر ملګرو ملتو تور لګولی چې دا کار یې د خپل منشور په خلاف ترسره کړی دی.

د دوحې د درېیمې غونډې په درشل کې، د ښځو او بشري حقونو فعالانو،‌ خبریالانو او د مدني ټولنې نورو قشرونو د پاکستان،‌ هند او ایران په ګډون یو شمیر هیوادونو کې د دوحې غونډې ضد لاریونونه کړي او دغې غونډې سره یې د پریکون غوښتنه یې کړې ده.

په پاکستان کې لسګونو اعتراض‌کوونکو د شنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ نهم) د دوحې غونډې ته د طالبانو بلل د افغانستان د خلکو د ارادې له پامه غورځول بللي او ویلي یې دي له دغې ډلې سره هر ډول مذاکره د "معاملې" په معنا ده.

په اسلام اباد کې د دغو اعتراضونو په اړه د ښځو د حقونو یوې فعالې نسرین حمیدي امریکا غږ ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې د ملګرو ملتونو غوښتي چې د "طالبانو سره، چې میرمن حمیدي د بشري حقونو سرغړونکي اود افغانستان د خلکو قاتلان بللي د معاملې پرځای دې هغوی د محکمې میز ته راکاږي او عملآ دې د افغانستان د خلکو په څنګ کې ودیږي او ورڅخه دې ملاتړ وکړي".

د افغان میرمنو ځینو فعالانو ویلي چې د ملګرو ملتونو ددغې پریکړې پرخلاف یې د دوحې د غونډې ګډون کوونکو سره د بحث لپاره د ملګرو ملتونو بلنه د اعتراض په توګه رد کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG