د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د دوحې درېیمه غونډه د طالبانو د رسمیت پيژندلو لپاره غونډه نه ده


ملګرو ملتونو ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي اود طالبانو د حکومت استازي ګډون وکړي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي اود طالبانو د حکومت استازي ګډون وکړي.

په داسې حال کې چې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړیدونکې غونډې ته دوه ورځې پاتې دي ملګرو ملتونو یو ځل بیا ویلي چې په دوحه کې ددغې ټولنې په کوربتوب دا جوړیدونکې غونډه د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو او ددغې ډلې حکومت ته د مشروعیت د ورکولو لپاره نه جوړیږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویاند سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ اووم) نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د دوحې غونډه د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو او حاکمو چارواکو [طالبانو] ته د مشروعیت د ورکولو لپاره نه جوړیږي.

دوجاریک د یو خبریال ددې پوښتنې په اړه چې د نوبل د سولې د جایزې ګټوونکې ملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو عمومي منشي سره د دوحې د درېیمې غونډې په تړاو خبرې کړي او په دغه کنفرانس کې د افغان میرمنو د استازو په نه ګډون خپله ژوره مایوسي څرګنده کړې وویل: "زه فکر کوم عمومي منشي هم ملالې سره چې د ملګرو ملتونو د سولې پیغام وړونکې ده خبرو ته لیواله و. زه فکرکوم ددې لپاره چې په څرګند ډول ددې غونډې په اړه ووایم، دا غونډه د څه په معنی ده او د څه په معنی نه ده، دا غونډه د حاکمو مقاماتو[طالبانو] د رسمیت پیژندلو مخ ته وړلو او د دغې ډلې حاکمیت ته د مشروعیت ورکولو لپاره غونډه نه ده، لکه څنګه چې روزمري دیکارلو او نورو په ډیر څرګند ډول وضاحت ورکړی د ښځو د بشري حقونو ډلې د افغانستان لپاره د ټولو هیوادونو د استازو سره به لیده کاته وکړي".

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند وویل چې د دوحې درېیمه غونډه یو بین الافغاني ډیالوګ غونډه نه ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبیوا د جون ۲۱ (چنګاښ اول) په ملګرو ملتونو سازمان کې خبریالانو ته وویل چې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو په درېیمه غونډه کې به د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړوند مسلو خبرې ونشي.

میرمن اوتنبایووا ټینګار وکړ چې دا غونډه ښایي یو فرصت رامنځ ته کړي چې افغان میرمنې وکړی شي په راتلونکو غونډو کې برخه واخیستلی شي.

خو ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ پنځم) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوحې د غونډې یوه ورځ وروسته به دغې ټولنې مرستیاله او د یوناما مشره د افغانستان د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالانو سره به هم په یوه غونډه کې خبرې وکړي.

ملګرو ملتونو په دغه اعلامیه کې ویلي چې ټاکل شوې د دوحې د غونډې یوه ورځ وروسته د جولای په دوېیم (چنګاښ ۱۲) به د سولې او په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونود مرستیاله روزماري دیکارلو او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبیوا به د مدني ټولنې د افغان فعالانو سره لیده کاته وکړي.

ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې درېیمه غونډه د رارونې یکشنبې په ورځ جون ۳۰ او جولای اول د قطر په پایتخت دوحه کې افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او د ځینو نړیوالو سازمانو د استازو په ګډون جوړه شي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړو استازو توماس ویسټ او رینا امیري په ګډون تراوسه ۲۲ هیوادونو په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو له خوا د ګډون بلنه منلې ده. همداشان په دغو راپورونو کې تر اوو پورې د نړیوالو سازمانو د ګډون خبر هم ورکړل شوی دی. خو ملګرو ملتونو تراوسه په رسمي ډول ددغې غونډې د ګډون کوونکو د نومونو لیست نه دی خپور کړی.

د طالبانو حکومت ویلي چې ددغه حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی به د دوحې په درېیمه غونډه کې ددغه حکومت په استازیتوب ګډون وکړي.

د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو او د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ ځینو افغان بنسټونو ملګري ملتونه په دې تورن کړي چې د دوحې د درېیمې غونډې له اجندا څخه یې د ښځو او بشري حقونو اړوند مسایل ایسته کړي دي. دغو بنسټونو پر ملګرو ملتو تور لګولی چې دا کار یې د خپل منشور په خلاف ترسره کړی دی.

د افغان میرمنو ځینو فعالانو ویلي چې د ملګرو ملتونو ددغې پریکړې پرخلاف یې د دوحې د غونډې ګډون کوونکو سره د بحث لپاره د ملګرو ملتونو بلنه د اعتراض په توګه رد کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG