د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو ادعا: دوحې غونډې ته بلنه زموږ د حکومت د ارزښت زیاتېدو په مانا ده


په افغانستان کې طالبان ادعا کوي چې د دوحې غونډې ته د هغوی بلل کېدل په نړیواله کچه د هغوی د حکومت د ارزښت په اړه د مخ په زیاتېدونکي درک په مانا دي.

د دوحې غونډه د جون په ۳۰ نېټه پیل کېږي، چې د یو شمېر هېوادونو استازي په کې ګډون کوي. د بشري حقونو ډلو انتقادونه کړي چې ولې دې غونډې ته د افغان ښځو په استازولۍ څوک بلل شوي نه دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوې ویدیو کې، چې د هغه دفتر خپره کړې، ویلي‌ دي چې دوی د دوحې په غونډې کې رسمآ ګډون کوي. هغه وايي چې «د افغانستان اسلامي‌ امارت کوم ارزښت او حیثیت چې لري،‌ نړیوال یې ورځ په ورځ درک» کوي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې واکمن شول او تر دې دمه یې لا هېڅ یو هېواد حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

ملګري ملتونه وايي چې د دوحې په کنفرانس کې به د بشري‌ حقونو فعالان ګډون نه کوي. د ملګرو ملتونو عمومي ‌منشي انتوني‌ ګوتېرش د دوحې پروسه تقریبآ یو کال مخکې پیل کړه چې له طالبانو سره تعامل وشي.

طالبانو له متوسطه ښوونځیو ورپورته د نجونو په زده کړو، کار، فعالیت او ازاد تګ راتګ باندې بندیزونه لګولي دي.

ملګري ملتونه وايي‌ چې په غونډې کې به د ۲۵ هېوادونو استازي د نجونو او ښځو د حقونو او نورو اندېښنو په اړه په قوي دریځ سره له طالبانو سره بحثونه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا او د یوناما مشر له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې په مخامخ مذاکراتو باندې ټېنګاروکړ او ویې ویل چې دا فرصتونه به په اینده مذاکراتو کې د افغان ښځو ګډون ته لاره هواره کړي.

نوموړې وویل چې د دوحې د درېیمې غونډې د لسګونو ښځینه ګډونوالو سره یې خبرې کړې او اکثریت یې په دې باور وو چې په دې غونډې کې د طالبانو ګډون مهم دی او تر څو پورې چې د ښځو د تعلیم او کار ستونزې حل شوې نه وي، د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژندل کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان مشرې اګنیس کالمارډ په خپل اکیس کې په دې اړه لیکلي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه د مذاکرې وړ نه دي او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې خپل دریځ څرګند کړي.

هغې لیکلي:‌ «که دا (د دوحې غونډه) په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ ته په کافي اندازه رسیدګي ونه کړي او د افغان میرمنو د بشري حقونو مدافعان او د افغان مدني ټولنې نور اړوند اړخونه په کې شامل نه شي، په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌‌توب د دې درېیمې غونډې اعتبار به له منځه لاړ شي.»

د افغانستان د ښځو فعالانو هم د ملګرو ملتونو پر دې تصمیم انتقاد کړی دی. په افغانستان کې لومړۍ ښځینه والي او له طالبانو سره د پخواني‌ مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي امریکا غږ ته وویل چې ملګرو ملتونو په دې غونډه کې د ښځینه فعالانو په نه بللو سره له «خپلې ژمنې سره وفا نه ده کړې.»

هغې د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان میرمنو نه موجودیت د ملګرو ملتونو لپاره «شرموونکی او خواشینوونکی» وباله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG