د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: د 'تفاهم او ستونزو' د حل لپاره د دوحې غونډې ته ځو


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دوحې درېیمه غونډه کې به دده په مشرۍ د طالبانو د حکومت یو شپږ کسیز پلاوي ګډون وکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دوحې درېیمه غونډه کې به دده په مشرۍ د طالبانو د حکومت یو شپږ کسیز پلاوي ګډون وکړي.

د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې د درېیمې غونډې په درشل کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ددغې ډلې پلاوی په دې غونډه کې د "ستونزو د حل او تفاهم رامنځ ته کولو" په نیت ګډون کوي.

ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ نهم) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې به دې د طالبانو د حکومت د یو شپږ کسیز پلاوي مشري په غاړه ولري.

ذبیح الله مجاهد وویل چې په غونډه کې د طالبانو د حکومت د پلاوي ګډون د هیڅ کوم اړخ سره د دښمنۍ په معنی نه دی، بلکې هدف یې د ټولو خواو سره تعامل دی چې باید درک شي او ورڅخه ګټه پورته شي. هغه وویل چې د پلاوی اساسي وظیفه یوازې د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ پیغامونو تبادله کول دي.

هغه وویل: "په دې غونډه کې پریکړه نه کیږي او هم په کې پر کلیدي مسایلو بحث نه ترسره کیږي، بلکې پیغامونه تبادله کیږي. یوه موده کیږي چې د هیوادونو په ځانګړي ډول لویدیځو هیوادونو سره پیغامونه ځنډیدلی وو، فرصت رامخې ته شو چې یوځل بیا پیغامونه ورسول شي".

ذبیح الله مجاهد وویل چې غواړي د مثبت تعامل له مخې د ملګرو ملتونو او او ښکیلو ټولو هیوادونو سره ستونزې حل کړي او په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو او ثبات لپاره یو واحد مسیر باندې ګامونه واخلي.

د طالبانو د حکومت غوښتني

ذبیح الله مجاهد وویل چې د افغانستان ملي منافعو ته په پاملرنې له نړۍ غواړي چې افغانستان په دې سختو شرایطو کې ځانله پرینږدې او ځینو مواردو کې چې د افغانانو حق دی هیوادونه باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي. هغه د نړیوالې تولنې څخه وغوښتل چې د افغانستان په بیا رغونه او اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلي او په دې برخه کې پرتې ستونزې له منځه لیرې کړي.

هغه وویل: "د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] غوښتنه له دې غونډې عمومآ کوم څه چې دغې غونډې پورې تړاو لري ځینې محدودیتونه دي چې په افغانستان باندې لګول شوي دي او اقتصادي موضوعات چې ستونزو سره مخ دي، ځینې لاس ته راوړنې چې لرو یې تشریح شي کله کله پروپاکند کیږي چې د افغانستان وضعیت ناارام ښيي، دا ډول بدګمانۍ باید له منځه یوسو او هیوادونو ته مثبت پیغام ورسوو".

د طالبانو شرطونه

د طالبانو د حکومت ویاند دغه خبري کنفرانس ته وویل چې د طالبانو حکومت د دوحې په درېیمه غونډه کې د خپل پلاوي د ګډون لپاره چې کوم شرطونه ایښي وو د ملګرو ملتونو له خوا منل شوي دي.

هغه وویل پخوا به ناستو کې طالبانو حکومت ته رول نه ورکول کیده په ځینو غونډو کې د ګډون اجازه نه وه ورته او په تیرو غونډو کې چې د دوحې پورې ارتباط لري ملګرو ملتونو سرمنشي سره د لیدو چانس نه ورکول کیده.

ذبیح الله مجاهد وویل: "او درېیمه داوه چې ځینې نور خلک هم د افغانستان په نمایندګي رابلل شوي وو چې دا د افغانستان په تشتت او اختلاف باندې دلالت کوه دا شرایط اوس منل شوي چې هغسې به نه کیږي بلکې رغنده بحث به کیږي په دې ناسته کې ځکه د اسلامي امارت شرایط په نظر کې نیول شوي د افغانستان د استحکام او وحدت ته نظر شوی دی انشاالله چې ګټور به وي".

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو اړوند مسایلو په باب د څو خبریالانو د پرله پسې پښتنو په ځواب کې وویل چې دا مسایل د افغانانو داخلي مسایل دي او باید چې د افغانستان په دننه کې ورته د حل لار وموندل شي.

هغه وویل: "دغه ناسته د امارت د استازو او د بهرنیو هیوادونو ترمنځ ده بیا هم یادونه کوم د ښځو ستونزې مونږ منو او داسې مسایل لرو چې لا حل شوي نه دي تراوسه غوښتنې موجودې دي خو دا مسایل افغاني مسایل دي. کوښښ کوو د افغانستان په دننه کې ورته د حل معقول لاره پیدا کړو".

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند وايي چې په سیاسي او د سولې په چارو کې د دغې ټولنې د عمومي منشي مرستیاله روزمیري دیکارلو به د دوحې د درېیمې غونډې مشري وکړي.

د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ اتم) نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې روزمیري دیکارلو به د عمومي منشي په استازیتوب د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په قطر کې افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په غونډه کې برخه واخلي.

دوجاریک وویل چې میرمن دیکارلو دا څرګنده کړې ده چې د دوحې بحثونه د یو بهیر برخه ده او یوازې یو ځلي خبرې ترسره کیدل نه دي.

هغه وویل: "ددغه بهیر وروستی هدف یو داسې افغانستان دی چې هم پخپله په سوله کې وي اوهم د خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، په بشپړ ډول په نړیواله ټولنه کې مدغم شي او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او د نجونو حقونو په اړه خپل نړیوال مکلفیتونه ترسره کړي".

د ملګرو ملتونو دعمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د دوحې د غونډې د ګډون کوونکو د شمیر په اړه د یو خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د غونډې د ګډون کوونکو شمیر به د غونډې د جوړیدو پر مهال اعلان شي. هغه وویل چې میرمن دیکارلو به د دوحې د درېیمې غونډې د جوړیدو په پیل او پاې کې ددې غونډې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG