د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: میرمن دیکارلو به دوحه کې د طالبانو سره د بشري حقونو په اړوند مسلو بحثونه وکړي


ملګري ملتونه وايي چې ددغې ټولنې د عمومي منشي مرستیاله روزمیري دیکارلو به د افغانستان په تړاو د دوحې د درېیمې غونډې مشري وکړي
ملګري ملتونه وايي چې ددغې ټولنې د عمومي منشي مرستیاله روزمیري دیکارلو به د افغانستان په تړاو د دوحې د درېیمې غونډې مشري وکړي

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند وايي چې په سیاسي او د سولې په چارو کې د دغې ټولنې د عمومي منشي مرستیاله روزمیري دیکارلو به د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د چارواکو سره او د دغې غونډې یوه ورځ وروسته د ښځو او بشري حقونو د فعالانو سره هم په افغانستان کې د بشري وضعیت اړوند مسایلو باندې خبرې وکړي.

د عمومي منشي انتونیوګوتیرش ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ اتم) نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې روزمیري دیکارلو به د عمومي منشي په استازیتوب د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په قطر کې افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په غونډه کې برخه واخلي.

دوجاریک وویل: "د هغې وروسته د سه شنبې په ورځ به په دوحه کې میرمن دیکارلو او افغانستان لپاره ځانګړي استازي د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د بنسټونو د استازو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې استازو او ملاتړو سره خبرو ته کښیني. د عمومي منشي مرستیاله به د حاکمو چارواکو[طالبانو] سره د ښځو او نجونو او په عمومي ډول بشري حقونواو د ټولشموله سیاسي [بهیر] اړوند مسایلو په اړه د دوحې د غونډې په بحثونو کې خبرې وکړي".

دوجاریک وویل چې میرمن دیکارلو دا څرګنده کړې ده چې د دوحې بحثونه د یو بهیر برخه ده او یوازې یو ځلي خبرې ترسره کیدل نه دي.

هغه وویل: "ددغه بهیر وروستی هدف یو داسې افغانستان دی چې هم پخپله په سوله کې وي اوهم د خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، په بشپړ ډول په نړیواله ټولنه کې مدغم شي او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او د نجونو حقونو په اړه خپل نړیوال مکلفیتونه ترسره کړي".

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د دوحې د غونډې د ګډون کوونکو د شمیر په اړه د یو خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د غونډې د ګډون کوونکو شمیر به د غونډې د جوړیدو پر مهال اعلان شي. هغه وویل چې میرمن دیکارلو به د دوحې د درېیمې غونډې د جوړیدو په پیل او پاې کې ددې غونډې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي.

دمخه ځینو رسنیو ویلي و، چې افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي توماس ویسټ او افغان میرمنو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په ګډون د ۲۲ هیوادونو ځانګړو استازو په دې غونډه کې د ګډون بلنه منلې ده. همداشان په دغو راپورونو کې ویل شوي وو چې اوو نړیوالو سازمانونو هم په دې غونډه کې خپل ګډون تائید کړی دی.

که څه ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو په وضعیت به د افغانستان د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د استازو سره د سه شنبې په ورځ جولای دوېیم ( چنګاښ ۱۲) افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په یوه غونډه کې خبرې وکړي، خو د ښځو د حقونو یو شمیر نړیوال او افغان بنسټونه ملګري ملتونه د خپل منشور څخه په سرغړونې توروي او وايي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو اړوند مسایل یې د طالبانو د رضایت او په دې غونډه کې د دغې ډلې د استازو د ګډون د بلنې د منلو لپاره د دوحې درېیمې غونډې له اجندا څخه ایستلي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو کمیتې (CEDAW) د جمعې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ اتم) په یوه اعلامیه کې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو د دوحې په درېیمه غونډه کې افغان میرمنو او د بشري حقونو افغان فعالانو ته د ګډون د بلنې نه ورکولو له امله ددې غونډې په تنظیموونکو باندې انتقاد کړی او د ښځو د استازو په نه ګډون یې اندیښنه ښودلې ده.

دغې کمیټې په دې اعلامیه کې ویلي چې ددې لپاره چې د افغان میرمنو د حقونو مسله د نړۍ یو ترټولو جدي بحرانو څخه ده نو په کار دي چې په داسې غونډو کې افغان میرمنې معنی لرونکی حضور ولري.

ددې کمیټې د وینا له مخې د دوحې په غونډه کې د افغان میرمنو د استازو د ګډون څخه نه ډاډ ترلاسه کول به نه یوازې د افغان میرمنو د لا چپ کیدو سبب شي، بلکې دا کار د ښځو او نجونو د حقونو څخه سرغړونه اوهمداشان په افغانستان کې به " د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونوله منځه وړلو کنوانسیون" د لا زیاتوازمایښتونو سره مخ کړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په غونډه کې د ښځو بشري حقونو د ملاتړو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې د استازو معنی لرونکی نه ګډون د ګډون کوونکو په توګه او د دوحې د غونډې په بحثونو کې نه ګډون د دې سبب ګرځي چې د ښځو او نجونو د حقونو مسایل په بشپړ ډول ورته پاملرنه ونشي چې دا کار د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونوله منځه وړلو کنوانسیون او د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ښځو د سولې په اړه د ۱۳۲۵ پریکړه لیک سره په ټکر کې دی".

دغې کمیټې د دوحې د درېیمې غونډې د ګډون کوونکو څخه غوښتي چې د ښځو اړوند مسایلو ته دې د دې غونډې په اصلي بحثونوکې ځای ورکړي او باید چې په دې بحثونو کې د مدني ټولنې او د ښځو او بشري حقونو استازي هم برخه ولري.

د طالبانو حکومت ویلي چې ددغه حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی به د دوحې په درېیمه غونډه کې ددغه حکومت په استازیتوب ګډون وکړي.

د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو او د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ ځینو افغان بنسټونو ملګري ملتونه په دې تورن کړي چې د دوحې د درېیمې غونډې له اجندا څخه یې د ښځو او بشري حقونو اړوند مسایل ایسته کړي دي. دغو بنسټونو پر ملګرو ملتو تور لګولی چې دا کار یې د خپل منشور په خلاف ترسره کړی دی.

د افغان میرمنو ځینو فعالانو ویلي چې د ملګرو ملتونو ددغې پریکړې پرخلاف یې د دوحې د غونډې ګډون کوونکو سره د بحث لپاره د ملګرو ملتونو بلنه د اعتراض په توګه رد کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG