د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د افغان ښځو د استازو له حضور پرته پیل شوه


ملګري ملتونه وايي چې ددغې ټولنې د عمومي منشي مرستیاله روزمیري دیکارلو به د افغانستان په تړاو د دوحې د درېیمې غونډې مشري وکړي
ملګري ملتونه وايي چې ددغې ټولنې د عمومي منشي مرستیاله روزمیري دیکارلو به د افغانستان په تړاو د دوحې د درېیمې غونډې مشري وکړي

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځینۍ غونډه د یکشنبې په ورځ‌ جون ۳۰(چنګاښ ۱۰) د افغان ښځو د استازو له حضور پرته پیل شوه.

د دوحې د درېیمې غونډې د مهالویش له مخې ټاکل شوې په دې غونډه کې د ۳۰ هیوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د غونډې په لومړۍ او دویمه ورځ به د افغانستان لپاره د هیوادونو ځانګړي استازي له طالبانو سره د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او له مخدره موادو سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړي. ټاکل شوې چې د غونډې په پای او درېیمه ورځ د افغانستان د بشري‌ حقونو اړوند مسایلو پر سر د مدني ټولنې له استازو سره جلا خبرې وشي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې رئیس ذاکر جلالي د اکس په ټولنیزه شبکه کې ددې غونډې اجنډا شریکه کړې او ویلي دي چې د بحثونو له پاې سره د دوحې درېیمه غونډه هم رسماً پر دويمه ورځ پای ته رسېږي.

هغه لیکلي: "ډیری ګډونوال د ناستې له رسمي پای وروسته له دوحې څخه ځي. که ځینې استازي له غونډې وروسته چا سره ناسته کوي دوحه۳ ناستې پورې تړاو نه لري."

په قطر کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د ایکس په پاڼه لیکلي چې د دوحې درېیمې غونډه کې د ګډون لپاره د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو پلاوی قطر ته رسېدلی دی.

دغه سفارت لیکلي، چې د طالبانو د حکومت پلاوی به د دوحې په غونډه کې د "خلکو پر اړتیاو او د نړیوالې ټولنې د مسولیت" په تړاو خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې په سیاسي او د سولې په چارو کې د انتونیوګوتیرش مرستیاله روزمیري دیکارلو به د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د چارواکو سره او د دغې غونډې یوه ورځ وروسته د ښځو او بشري حقونو د فعالانو سره هم په افغانستان کې د بشري وضعیت اړوند مسایلو باندې خبرې وکړي.

دوجاریک وویل: "د هغې وروسته د سه شنبې په ورځ به په دوحه کې میرمن دیکارلو او افغانستان لپاره ځانګړي استازي د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د بنسټونو د استازو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې استازو او ملاتړو سره خبرو ته کښیني. د عمومي منشي مرستیاله به د حاکمو چارواکو[طالبانو] سره د ښځو او نجونو او په عمومي ډول بشري حقونواو د ټولشموله سیاسي [بهیر] اړوند مسایلو په اړه د دوحې د غونډې په بحثونو کې خبرې وکړي."

دوجاریک وویل چې میرمن دیکارلو دا څرګنده کړې ده چې د دوحې بحثونه د یو بهیر برخه ده او یوازې یو ځلي خبرې ترسره کیدل نه دي.

هغه وویل چې د دوحې د بهیر وروستی هدف یو داسې افغانستان دی چې هم پخپله په سوله کې وي اوهم د خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، په بشپړ ډول په نړیواله ټولنه کې مدغم شي او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او د نجونو حقونو په اړه خپل نړیوال مکلفیتونه ترسره کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې رئیس ذاکر جلالي د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او د مدني ټولنې او د ښځو او بشري حقونو د فعالانو ترمنځ د سه شنبې د ورځې د غوڼډې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو د حکومت ویاند او د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د حکومت د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د افغان میرمنو او بشري حقونو په تړاو مسایل د افغانستان کورني مسایل وګڼل او دننه په دغه هیواد کې یې ورته د حل د لارو په لټولو ټینګار وکړ.

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو اړوند مسایلو په باب د څو خبریالانو د پرله پسې پښتنو په ځواب کې وویل چې دا مسایل د افغانانو داخلي مسایل دي او باید چې د افغانستان په دننه کې ورته د حل لار وموندل شي.

هغه وویل:" دغه ناسته د امارت د استازو او د بهرنیو هیوادونو ترمنځ ده بیا هم یادونه کوم د ښځو ستونزې مونږ منو او داسې مسایل لرو چې لا حل شوي نه دي تراوسه غوښتنې موجودې دي خو دا مسایل افغاني مسایل دي. کوښښ کوو د افغانستان په دننه کې ورته د حل معقول لاره پیدا کړو".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG