د لاس رسي وړ اتصالات

د دوحې غونډې ضد اعتراضونه؛ له طالبانو سره د نړۍ هر ډول مذاکره "د معاملې په معنا" ده


د نړۍ په مختلفو هیوادونوکې د هغې جملې څخه په پاکستان، ایران او هند کې یو شمیر اعتراض کوونکو د دوخې غونډې د تحریم غږ کړی دی
د نړۍ په مختلفو هیوادونوکې د هغې جملې څخه په پاکستان، ایران او هند کې یو شمیر اعتراض کوونکو د دوخې غونډې د تحریم غږ کړی دی

د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې د درېیمې غونډې په درشل کې، د ښځو او بشري حقونو فعالانو،‌ خبریالانو او د ټولنې نورو قشرونو د پاکستان،‌ هند او ایران په ګډون یو شمیر هیوادونو کې د دوحې غونډې ضد لاریونونه کړي او د یادې غونډې د غندلو غوښتنه یې کړې ده.

په پاکستان کې لسګونو اعتراض‌کوونکو د شنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ نهم) د دوحې غونډې ته د طالبانو بلل د افغانستان د خلکو د ارادې له پامه غورځول بللي او ویلي یې دي له دغې ډلې سره هر ډول مذاکره د "معاملې" په معنا ده.

دغو اعتراض‌کوونکو د یو ۱۳ ماده‌ییز پریکړه لیک په خپرولو سره ویلي:‌ ”موږ له طالبانو سره د تعامل لپاره د هرې اجماع او غونډې د تحریمولو سربیره،‌ له ملګرو ملتونو غواړو چې د خبرو لپاره د طالبانو پر ځای د افغانستان خلکو ته مخ واړوي…“

دوی همداشان ویلي چې طالبانو پر افغانستان باندې له بیا واکمنیدو وروسته ”د نورو مذهبونو او ادیانو ځپلو او د اصلي اوسیدونکو نسل‌وژنې او کډوالۍ ته د هغوی اړ ایستلو ته دوام ورکړی“ دی. دوی ټینګار کړی چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې اقداماتو ته اړتیا ده.

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د جون میاشتې له دیرشمې د جولاۍ تر لومړۍ نیټې جوړېږي او ملګري‌ ملتونه وايي په دې غونډه کې به د طالبانو د حکومت سربیره، د افغانستان په چارو کې د ښکېلو هېوادونو استازي‌ هم ګډون وکړي.

یو شمیر افغان مدني فعالانو د شنبې په ورځ‌ د هند په پایتخت ډهلي کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مخې ته اعتراضي غونډه وکړه. دغو اعتراض‌کوونکو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ”جنسیتي اپارتاید“ په رسمیت پیژندلو ټینګار وکړ.

همدا شان په ایران کې د ”افغانستان د اعتراضي غورځنګ“ یوې غړې پریسا مبارز امریکا غږ ته وویل: ”موږ د افغانستان د ښځو د اعتراضي غورځنګ په توګه د افغانستان د سیاسي،‌ امنیتي،‌ اقتصادي،‌ ټولنیز او فرهنګي وضعیت په درکولو سره د نړۍ ملتونو ته وایو چې له شک پرته د طالبانو مسیر…د افغانستان د ارزښتونو او پرمختګونو د بیرته په شا تمبولو مسیر دی، نو له دغې ډلې سره هر ډول تعامل او سازش د افغانستان د ۴۰ میلیونه نفوس چې له مختلفو اقشارو جوړ شوی د شاته تګ او کندې ته د غورځولو په معنا دی.“

د اعتراض‌کوونکو له ډلې سندرغاړې فرزانه فرحت خبریالانو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي چې له ۱۰۰۰ زیاتې ورځې کیږي چې د افغانستان د ټولنې نیم وجود فلج دی.

هغې ټینګار کړی چې طالبان باید په رسمیت ونه پېژندل شي ”زه د یوې اعتراض‌کوونکې او د یوې سندرغاړې په توګه له ملګرو ملتونو څخه غواړم چې د افغانستان له ښځو او نارینه‌و سره د مذاکرې میز کې کښیني،‌ نه له طالبانو سره.“

دغو اعتراض‌کوونکو خبرداری ورکړی که د افغانستان د خلکو په ځانګړی توګه د معترضو ښځو غوښتنو ته پاملرنه ونشي‌ افغانستان به ژر د نړیوال تروریزم د قوماندې په مرکز بدل شي.

دوی همداشان ویلي چې د خپلو اعتراضونو لمن به اروپا،‌ کاناډا او نورو هیوادونو ته هم وغځوي.

د طالبانو حکومت چې د دوحې په تېرو دوو غونډو کې ګډون نه درلود،‌ په دې غونډه کې یې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو له بلنې هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې یادې غونډې ته به خپل یو پلاوی واستوي.

روزا اوتونبایوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي‌ استازې او د یوناما مشرې تائید کړې ده چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د افغانستان د ښځو استازې ګډون ونلري، خو په وینا یې دوی به د یادې غونډې په مقدماتي غونډو او له هغې وروسته غونډو کې ګډون وکړي.

د اوتونبایوا په وینا د دوحې په درېیمې غونډه کې به له نشه‌يي‌ موادو سره د مبارزې،‌ اقتصادي‌ او مالي چارو لکه د بانکدارۍ سیستم او خصوصي‌ سوداګرۍ او نورو مسلو پر سر خبرې وشي او په سولې او سیاسي‌ چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزماري دي‌کارلو به د دې دوه ورځینۍ غونډې مشري وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG