د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی د دوحې غونډه کې ګډون کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف دراني ددغه هیواد استازیتوب وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف دراني ددغه هیواد استازیتوب وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۸ (چنګاښ اووم) په یوه بیان کې ویلي چې اصف درانی به د دې اونۍ په پای کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړېدونکې غونډه کې برخه واخلي.

بیان زیاتوي چې د لوېديځې اسيا لپاره د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال احمد نسيم وړايچ او په کابل کې د پاکستان استازی عبیدالرحمن نظاماني به هم له اصف دراني سره په دې پلاوي کې شامل وي.

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د جون پر ۳۰مه په دوحه کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پيل کړي.

د افغانستان په اړه د دوحې لومړۍ غونډه د ۲۰۲۳ز کال په مې مياشت کې جوړه شوې وه او دویمه هغه يې د روان ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې وشوه چې طالبانو پکې ګډون نه وو کړی. خو دا ځل د ملګرو ملتونو پر بلنه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی د دوحې په درېيمه غونډه کې ګډون کوي.

پاکستانی پلاوی به په داسې حال کې په دوحه غونډه کې ګډون کوي چې اسلام اباد په وار وار د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان خلاف کارېدو ته نه پرېږدي او د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې خلاف دې اقدامات وکړي.

دا چې د دوحې په غونډه کې به د پاکستاني پلاوي ګډون څه اغېز ولري، په اسلام اباد کې د افغان چارو کارپوه سمیع یوسفزی وايي، د پخوا پرتله د پاکستان رول محدود شوی دی: ”پخوا به یې د افغانستان پر طالبانو نفوذ درلود، لکه د دوحې په مخکینیو غونډو کې به یې دا خبره په خپله ګټه کاروله چې دا موږ یو چې طالبان مو خبرو اترو ته راوستي دي‌، خو اوس نړۍ ورته وايي، دا موږ یو چې ته [پاکستان] مو له طالبانو سره مذاکراتو ته کېنولی یې. نو اصف درانی صیب په دې غونډه کې ګدون کوي خو په دې غونډه کې حالات تراخه ښکاري، ډېر خوندور نه دي، دا پاکستاني ډپلوماټان چې افغانستان ته ځي بیا بیرته راځي، نو هغوی هم داسې ښې خاطرې نه لري. ”

د پاکستان پوځ هم څو ځلې ويلي چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په پاکستان کې بريدونه کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستانيو چارواکو دا ډول تورونه په وار وار رد کړي او ټينګار يې کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان هم په خپلو بيانونو کې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د حملو دعوې رد کړې دي. دغې ډلې زياته کړې چې وسلوال یې په پاکستان کې پراته دي او هم هلته پر پوځ او امنیتي ځواکونو حملې کوي.

دا چې د دوحې په غونډه کې به د پاکستان پلاوی له نړيوالو سره د خپلو اندېښنو په شريکولو او د خپل دريځ په منلو کې تر کومه حده بريالی شي، د سياسي چارو پوه شمیم شاهد وايي: ”پاکستان خو په وخت د افغانستان له لوري د وسله والو دې غاړې ته د راننوتلو په اړه خپلې ادعاوې کوي، خو خبره دا ده چې نړیوال څومره پر دې باور کوي، یا یې نه کوي. خو زما اندازه ده چې د پخوا پرتله اوس حالات بدل شوي دي. اوس پاکستان د افغانستان په معامله کې بېخي یوازې پاتې دی، د پاکستان په ادعا نړۍ اوس باور نه کوي. نو زما په خیال که پاکستان په دوحه کې منفي کردار لوبولو کوښښ وکړي نو د دې به ورته ډېر نقصانات وي، پکار دا چې پاکستان هلته مثبت کردار ادا کړي نو دا به ورته ښه وي. “

په ۲۰۲۱م کال کې په افغاسنتان کې واک ته د طالبانو له راتګ راهیسې تر اوسه د نړۍ هېڅ يو هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني. د دې يو عمده لامل په افغانستان کې د طالبانو د سختدريځو تګلارو عملي کول دی چې پر ښځو د کار کولو محدوديتونه او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیزونه پکې شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG