د لاس رسي وړ اتصالات

ملالې یوسفزۍ د دوحې د غونډې پر جوړښت انتقاد کړی دی


د نجونو لپاره د تعلیم د حقوقو مدافع او ملګرو ملتونو د سولې سفیرې ملالې یوسفزۍ په تیرو دریو کلنو کې په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د لومړنۍ دورې څخه په پورته درو کې د نجونو د زده کړو د بندیدو پرخلاف خپل غږ اوچت کړی دی.
د نجونو لپاره د تعلیم د حقوقو مدافع او ملګرو ملتونو د سولې سفیرې ملالې یوسفزۍ په تیرو دریو کلنو کې په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د لومړنۍ دورې څخه په پورته درو کې د نجونو د زده کړو د بندیدو پرخلاف خپل غږ اوچت کړی دی.

د نجونو د تعليم نړيوالې مبارزې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د افغانستان په اړه په دوحه کې پر کېدونکې غونډې انتقاد کړی دی.

نوموړې د جون پر ۲۶مه پر خپله اېکس پاڼه په خپور شوي بيان کې ويلي چې په دې اړه يې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش سره خپله اندېښنه شريکه کړې ده.

ملالې يوسفزۍ زياته کړې ده: "زه اندیښمنه او خواشینې یم چې طالبانو ته د ملګرو ملتونو له استازو سره د لیدو بلنه ورکول کیږي خو افغان میرمنې او د بشري حقونو مدافعین [د دوحې غونډې] له اصلي خبرو څخه ایستل شوي دي."

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د جون پر ۳۰مه او د جولای پر لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه درېيمه غونډه وکړي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د شته ننګونو د هواري او د بشري حقونو د تامين لپاره دوه ځلې په دوحه کې غونډې کړې دي.

د افغانستان په اړه د دوحې لومړۍ غونډه د ۲۰۲۳ کال په مې مياشت کې جوړه شوې وه او دویمه هغه يې د روان ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې وشوه چې طالبانو پکې ګډون نه وو کړی.

خو دا ځل د ملګرو ملتونو پر بلنه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی د دوحې په درېيمه غونډه کې ګډون کوي.

ملالې یوسفزۍ زیاته کړې ده چې دا د منلو وړ نه ده چې ملګري ملتونه دې داسې يوه غونډه د افغان ښځو له مرکزي رول پرته وکړي. "دا ټول [عمل] غلط پيغام لېږدوي چې د نړۍ مشران د طالبانو غوښتنو ته غاړې ایښودلو ته لیواله دي او دا چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه لومړیتوب نه لري."

ملګري ملتونه وايي چې د دوحې د لومړۍ ورځۍ په مرکزي غونډه کې افغان مېرمنې نه وي البته د غونډې دريمه ورځ یې د ښځو د حقونو فعالانو او د بشري حقونو ملاتړ ته ځانګړې کړې ده.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د شته چیلېنجونو د هواري او د یوې حللارې د موندلو لپاره، چې پکې د یوه ځانګړي استازي ټاکل هم د بحثونو یوه برخه جوړوي، دوه ځلې په دوحه کې د افغانستان په اړه ناستې ترسره کړې دي.

تر دې وړاندې، د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړې استازې رينا اميري ويلي وو، په افغانستان کې به د جګړې دوره تر هغه پای ته ونه رسېږي تر څو چې بشري حقونه د افغانستان د راتلونکي په اړه په فورمونو کې شامل نه شي.

ميرمن امیري د جون پر ۲۶مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي وو چې د افغانستان د اوسني رژیم په ګډون "په تېرو ۵۰ کلونو کې بې شمېره بې ګناه افغانان له وحشت سره مخ شوي دي."

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر کابل له واکمنېدو وروسته په ټول افغانستان کې سخت دریځې تګلارې عملي کړي چې عمده يې پر ښځو د کار کولو محدوديتونه او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیزونه شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG