د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کډوال: د خیبر پښتونخوا کېمپونو کې بنیادي اسانتیاوې نه لرو


پر افغانستان باندې د ۱۹۷۹ کال په وروستیو کې د پخواني شوروي اتخاد د ځواکونو د یرغل وروسته په سلګونو زره افغان پاکستان ته کډه شوي چې یو زیات شمیر یې لا هم په دغه هیواد په کېمپونو کې ژوند کوي.
پر افغانستان باندې د ۱۹۷۹ کال په وروستیو کې د پخواني شوروي اتخاد د ځواکونو د یرغل وروسته په سلګونو زره افغان پاکستان ته کډه شوي چې یو زیات شمیر یې لا هم په دغه هیواد په کېمپونو کې ژوند کوي.

په خیبر پښتونخوا کې میشت افغان کډوال په خپلو پنډغالو کې د بنیادي اسانتیاو نه لرلو شکایت کوي. له څه باندې څلور لسیزو راهیسې د افغانستان اوږدې جګړې د هغه هېواد په میلیونونه وګړي د پاکستان بېلا بېلو ایالتونو ته کډوال کړل چې نږدې اته لکه یې لاهم د خیبر پښتونخوا په ۵۳ پنډغالو کې هستوګن دي.

افغان کډوال وايي، دوی ته یوازې ټاکلې سرکاري (دولتي) ځمکه ورکړل شوې خو پر هغې د خټو کورونه یا جونګړې دوی خپله ودانې کړي دي چې په وینا یې د ژوند هېڅ سهولتونه پکې نشته.

سمیع الله چې په ۱۹۷۹ کال له افغانستانه کډوال شوی او د کوهاټ په ګمکول پنډغالي کې یې اړولې، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، ”دلته په لارو کوڅو کې ناولې اوبه بهېږي او د صفايي نشتوالي له وجې مو اکثر وخت بچي د خارښ او د پوستکي ناروغه لري. په کېمپونو کې مو ژوند له کړاونو سره مخ دی. “

د چکدرې په شمشتو کېمپ کې هم د بنیادي اسانیتاوو د نشتوالي شکایت کېږي، د دې پنډغالي اوسېدونکي زیارت ګل امریکا غږ ته وویل، ۸۰ سلنه کډوال یې برېښنا نه لري.”ډېر ستړی ژوند مو دی، پاکې اوبه نه لرو. روغتون نشته، ناروغان د تیمرګرې شخصي شفاخانو ته وړو چې د پیسو وس یې نه لرو. “

د کډوالو په خبره، په کېمپونو کې یوازې روغتیايي مرکزونه او ښوونځي شته چې هغه هم د نفوسو د شمېر په اندازه لږ دي خو هلته کې برېښنا، ګاز، پاخه سړکونه، د نل اوبه او د بدرفت نظام په ګډون د دولتي سیسټم نورې هېڅ اسانتیاوې نشه.

د پېښور پوهنتون د سیاسیاتو څانګې مشره ډاکټر شاهده امان چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این اېچ سي په ګډون له نورو غېر دولتي نړیوالو سازمانونو سره افغان کډوالو ته د ورپېښو ستونزو په باب کار کوي، وايي، چې”په پاکستان کې د افغان کډوالو تر ټولو لویه ستونزه د زده کړو هغه ده. “

له امریکا غږ سره په خبرو کې هغې وویل، د هري پور په کېمپ کې تر یو لک زیات کډوال اوسېږي خو هلته د نجونو لپاره نه ابتدایي ښوونځي شته او نه هم پوهنځي. ”د ښوونځیو د نشتوالي له کبله نجونې زده کړې نشي کولای. “

ډاکټر شاهده امان زیاتوي چې په کېمپونو کې د صحي مرکزونو د نشتوالي له کبله پر هغوی ډېر لوی اقتصادي بوج راځي، ځکه چې هغوی اړ دي چې خپل ناروغان شخصي روغتونونو ته یوسي چې”هلته ترې غټ غټ فیسونه اخیستل کېږي. “

دا وايي چې د افغان کډوالو په کېمپونو کې د بدرفت نظام نشته، او نه هم هغوی پاکو اوبو ته لاسرسی لري، چې له دې وجې ګڼې ناروغیانې ورته لګېږي. او بله غټه مسله په کېمپونو کې د برېښنا او پرمختیايي کارونو نشتون دی.

ډاکټر شاهده امان دا هم وویل،” افغان کډوال ځوانان چې زده کړې وکړي نو کارونه نه ورته ملاوېږي، هغه ځکه چې نوکرۍ یوازې پاکستانیاتو ته ورکول کېږي، بله دا چې افغان کډوال د هنر له کمي سره هم مخ دي، هغوی یوازې د دوو لاسو مزدورکاره دي. هغوی په ورځیني معاش کار کوي. دا زیاتوي، د پاکستان دننه غیردولتي تنظیمونه او یو این اېچ سي ار دې د افغان کډوالو ستونزو ته پام واړي.

د ۲۰۲۳ د جولای په ۱۸مه نېټه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په خپل په بیان کې ویلي ول چې دوی د افغان کډوالو لپاره د صحت او د ژوند د نورو اسانتیاو لپاره هلې ځلې کوي او کوم افغان کډوال چې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان ګاونډي هیوادونو ته کډه شوي دي هغوی ته به د صحت له اسانتیاو سره سره د نغدو پیسو مرستې هم کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG