د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې میشت د افغان کډوالو ماشومان په خپله ژبه زده کړې غواړي


د یو اېن اېچ سي ار د راپورله مخې د خېبرپښتونخوا په ۵۳ افغان پنډغالیو کې ۱۸۰ ښوونځي فعال دي چې پکې شاوخوا ۱۲۰ زره هلکان او نجونې زده کړې کوي.
د یو اېن اېچ سي ار د راپورله مخې د خېبرپښتونخوا په ۵۳ افغان پنډغالیو کې ۱۸۰ ښوونځي فعال دي چې پکې شاوخوا ۱۲۰ زره هلکان او نجونې زده کړې کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو په پنډغالو کې ځینې زده کونکي او ښوونکي وايي، په ښوونځیو کې د افغانستان تعلیمي نصاب پرتله د پاکستان تعلیمی نصاب ډېر ستونزمن دی او دوی یې په زده کولو کې ستونزې لري.

د افغان کډوالو زده کوونکو ته د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې "یو این اېچ سي ار" په ۲۰۱۹ کال د پاکستان تعلیمي نصاب پیل کړ. تر دې وړاندې هغوی ته تر شپږم ټولګې پورې د افغانستان تعلیمي نصاب له مخې د پښتو، اسلامیات، قران کریم، تاریخ او جغرافیه په ګډون ټول مضمونونه په پښتو ورښودل کېدل.

په هري پور کېمپ کې د افغان کډوالو یو ښوونکي محمد ظاهر وطنیار امریکا غږ ته وویل، ”د افغانستان نصاب ماشومانو ته ډېره اسانه وو. اوس خو ریاضي، عامه معلومات، انګلېسي ژبه، ساينس او داسې نور کتابونه ټول په انګلېسې ژبه دي نو ماشومانو ته ډېر مشکل دی، له دې امله په ښوونځیو کې د ماشومانو شمېره هم راټیټېږي یا خو څوک داخلېږي نه او که دا خل شي نو په دویم، درېم یا څلورم ټولګي کې ښوونځې پرېږدي.“

ښاغلی وطنیار زیاتوي، چې د دوی په سیمه کې د افغان کډوالو په شپاړس کېمپونو کې یوویشت ښوونځي دي چې پکې نېږدې یوولس زره هلکان او نجونې زده کړې کوي.

د کوهاټ د افغان پنډغالو په کیمپ کې د یو ښوونځي یو بل ښوونکي زیارت ګل هم امریکا غږ ته ورته ستونزه بیان کړه، ”په ټوله نړۍ کې او د ملګرو ملتونو په چارټر کې لیکل شوي چې ماشومانو ته به ابتدایي زده کړې په خپله مورنۍ ژبه ورښودل کېږي، نو موږ له یو اېن اېچ سي ار، څخه غوښتنه کوو چې موږ ته دې بیرته د افغانستان د نصاب ښودلو اجازت راکړي او یا دې د افغان کډوالو ماشومانو ته په پښتو ژبه د ښوونې اجازت راکړي.“

په کوهاټ کې د شپږم ټولګي یو افغان کډوال زده کونکي حضرت ګل امریکا غږ ته وویل: ”زه خو په کېمپ کې ژوند کوم، همدلته زیږېدلی یم، موږ په کور او بهر په لارو کوڅو کې، پښتو وایو، نو موږ ته په اردو یا بله ژبه زده کړې ترلاسه کول ډېر مشکل دي، موږ په مورنۍ ژبه پښتو کې زده کړو ته اړتیا لرو. “

په چارسده کې د باچاخان پوهنتون پخواني مشر او تعلیم پوه ډاکټر فضل رحیم مروت د افغانستان کډوالو ته د تعلیمي نصاب په اړه امریکا غږ ته وویل، ”افغانستان کې چې کله هم انقلاب راغلی دی نو خلک مهاجر شو‌ي دي، نو لومړی د هغوی ماشومانو ته د مجاهدینو نصاب ښودل کېدلو او بیا روستو نور خلک راغلل نو د هغوی نصاب افغانانو ته ښودل پیل شول او د افغانستان د نصاب پرتله بل رقم نصاب دلته ښودل کېدو. ما خپله هغه کتابونه کتلي وو او وروستو بیا هغه نصاب ختم کړل شو، چې پکې جنګي درسونه ختم کړل شول او دا نصاب څه لږ په دې ښه وو چې عامه مالومات پکې ورکړل شوي وو نو زما فکر دی چې باید افغان کډوالو ته داسې سبقونه وښودل شي چې خپل دود دستور ژبه او کلتور ترې هیر نه شي او بیا انګلیسي خو هم نن سبا د ژوند لپاره ضروري ده او که د پاکستان قامي ژبه اردو يې زده کړه نو دا هم ښه خبره ده خو دا د ابتدایي زده کړو وروستو خبره ده باید چې ابتدایي زده کړې که هغه د افغانستان ماشوم وي او که د خیبرپښتونخوا چې په مورنۍ ژبه ورته زده کړې ورکړي او په ټوله نړۍ کې هم دا رواج او دستور او یو قانون دی چې ابتددای زده کړې په مورنۍ ژبې ورکړل شي. “

د ملګرو ملتونو افغان کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار، وار له مخه په خپلو بیانونو کې ویلي دي چې په ۲۰۱۹ کال یې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره د ښوونځیو په نصاب کې بدلون ځکه کړی دی چې ماشومان یې په قامي بهیر کې شامل شي که په پاکستان کې بیا لوړې زده کړې ترسره کوي، چې په هغه هم ستونزې ورته نه وي.

د یو اېن اېچ سي ار د یو راپور له مخې د خېبرپښتونخوا په ۵۳ افغان پنډغالیو کې ۱۸۰ ښوونځي دي چې پکې نېږدې ۱۲۰ زره ماشومانو هلکانو او نجونو ته وړیا زده کړې ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG