د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه او کوریا د مسلکي کارونو لپاره ۵۰۰ افغانان روزي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) او د کوریا جمهوریت په ګډه په پاکستان کې میشت افغان کډوالو او د هغوی کوربه ټولنو ته د مسلکي کارونو د روزنې لپاره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.

ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې امریکا غږ ته په یو لېږلي بیان کې ویلي چې دوی دغه مرسته د مۍ په ۱۴ (غوايي۲۵) په اسلام اباد کې د یوې دستورې په مهال د پاکستان ملي مسلکي روزنیز کمیسیون چارواکو ته وسپارلې. بیان وايي چې دا پیسې به د افغان کډوالو د ځوانانو او نجونو د مسلکي کارونو په زده کولو لګېږي.

د بیان له مخې په دې یو کلن روزنیز پروګرام کې به د افغان کډوالو د ځوانانو او نجونو تر څنګ پاکستانیانو ته هم د کار، درزیتوب (کالي ګنډل)، د موبایل ترمیمول، د کمپیوټر ګرافکس په ګډون یو شمېر نور مسلکي کارونه ورښودل کېږي. خو زیاتوي چې په دې روزنیز پراګرم کې یوازې هغه افغان کډوال برخه اخیستلای شي چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ولري او د روزنې پر مهال به تر شپږو یا دریو میاشتو پورې شپږ-شپږ زره کلدارې میاشتنی معاش هم ورکول کېږي.

په دې روزنیز پروګرام کې به ۵۰۰ افغان کډوال او همدومره شمېر به پاکستانیان وي. دغه بیان وايي چې دا روزنیز پروګرامونه به په اسلام اباد، پېښور، ډېره اسماعیل خان، کوز دیر، صوابۍ، لاهور، میاوالي، کراچۍ او کوټه کې ترسره کېږي.

د ننګرهار د شېنوارو ولسوالۍ محمد خالد امریکا غږ ته وویل چې ده د دې پروګرام په مرسته په اسلام اباد کې د کمپیوټر ګرافیک هنر زده کړی دی او زښت خوشاله دی چې هنر ورته په لاس ورغلی دی.

نوموړی زیاتوي:"که دا پروګرامونه هم داسې روان وساتل شي نو دلته به افغان کډوال هنرونه زده کړي او بیا به د خپل ملت او وطن خدمت په ښه ډول کولی شي، ځکه چې دلته اکثره افغان کډوال بې هنره لوی شي او په ټولنه کې هېڅ خپله ونډه نه شي اچولی."

په کوهاټ کې میشته افغان کډوالې تاج بي بي امریکا غږ ته وویل، دې د کوهاټ روزنیز مرکز کې د ښځینه کالیو ګنډلو هنر زده کړی او اوس نوموړې په خپل کور کې کالي ګنډي او ښه خبره دا ده چې د تربیې ترلاسه کولو روسته دغې ادارې دې ته د ګنډلو ماشین هم ورکړی.

وايي اوس یې روزګار روان دی او په خبره یې له دې سره د افغانستان کډوال ځوانان هلکان او نجونې په خپلو پښو درېدای شي او په ټولنه کې یو ښه ژوند کولی شي.

بل پلو د هري پور د افغان کډوالو د کمپ یو غړي سېد رحیم بهیر امریکا غږ ته وویل په پاکستان کې څه د پاسه ۵۰ د افغان کډوالو کمپونه دي نو باید چې د پاکستان چارواکي دغه د روزنیزې ادارې تر کمپونو راورسوي ځکه چې اصل ضرورت د کېمپونو د کډوالو دی او دا ځکه چې په کمپونو کې کوم افغان کډوال اوسېږي هغه ډېر غریبانان دي او نه شي کولای چې خپلو بچیو ته داسې تربیې وربرابر کړي.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې یو غړي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي امریکا غږ ته وویل د دوی پروګرام دی چې تر څو افغان کډوال دلته پاکستان کې مېشت دي تر هغه ورته د زده کړو او د دا رنګ هنري پروګرامونو لپاره زمینه برابر کړي او په دې "یو اېن اېچ سي ار" غور کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG