د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ډېر نرښځیان د پاکستان کراچۍ ښار ته کډه شوي


پاکستان کې د نرښځیانو ټولنې لاریون (عکس ارشیف)
پاکستان کې د نرښځیانو ټولنې لاریون (عکس ارشیف)

په خیبر پښتونخوا کې میشت د افغانستان ځینې نرښځیان وايي، په پېښور کې د ځايي نرښځیانو ژوند ته د ورپېښو ګواښونو له امله دوی اړ شول چې د پاکستان صنعتي ښار کراچۍ ته کډه وکړي.

د دغو نرشځیانو په وینا په خیبر پښتونخوا کې نرښځیان پرله پسې تر بریدونو لاندې دي چې پکې یو شمېر یې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د افغانستان یو کډوال نرښځي حوریه امریکا غږ ته وویل له نورو ملګرو سره یوه اوونۍ وړاندې له پېښور څخه کراچۍ ته کډه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، «په پېښور کې به چې پروګرامونو ته ولاړ نو نه یوازې دا چې پیسې به یې نه ورکولې بلکې د جنسي تېري هڅې ورباندې کېدلې او چې انکار به يې کولو نو بیا به يې ورسره وهل ټکول کول او د مرګ دړکې به يې ورکولې نو د خپل ځان د خوندي کولو او د معاش له امله کراچۍ ښار ته کډه شوي دي.»

د افغانستان یو بل نرښځي چاندي امریکا غږ ته وویل، دوی یو وارې د ښادۍ یو پروګرام ته تللي وو او چې د شپې تر درېو بجو پورې يې د نڅا پروګرام وکړ او د ښادۍ کوربه ته يې د پیسو وویل، نو هغوی پرې تشدد وکړو. د دوی په وینا چې په پښتونخوا کې یې ژوند له کړاونو سره مخ وو نو ځکه ترې ووتل.

د چاندي په وینا دوی خو په ټولنه کې هغه خلک دي چې هېچا ته زیان نه رسوي او د خلکو په ښادۍ ته خوښي بښي، خو دا ټولنه يې بیا هم په هوسا ژوند ته نه پرېږدي نو د ژوند کولو ورسره بله هېچاره نشته او نه دوی داسې سازمان لري چې د دوی لپاره غږ پورته کړي او ژوند يې خوندي شي.

د یادولو ده چې په پېښور او یا د خیبر پښتونخوا په نورو ښارونو او سیمو کې په نرښځیانو بیا بیا بریدونه کېږي چې يا پکې یوشمېر وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.

د پولیسو په وینا د سږني ۲۰۲۴ په مۍ میاشت کې د پېښور په کوهاټ سړک پر یو موټرسایکل سپرو کسانو دوه نرښځيان په ډزو ووژل چې یو پکې بجلي نومېده او بل عاصمه شاه نومېدو، تر دې وړاندې د سږ کال په مارچ میاشت کې هم دوه نرښځیانو باندې ډزې شوې وې چې پکې دواړه ژوبل شوي وو.

په پېښور کې د نرښځیانو د حقونو لپاره کارکونکي قمرنسیم امریکا غږ ته وويل، په پاکستان کې پر نرښځیانو د بیا بیا بریدونو له کبله نرښځیانو د نڅا کار پرېښی دی او اکثره پکې د معاش په خاطر خیرات غوښتو ته اړ شوي دي چې په لارو کوڅو یا په څلور لارو کې ولاړ وي او خیراتونه غواړي.

د نوموړي په وینا د افسوس خبره دا ده چې د پاکستان حکومت د نرښځیانو د ساتنې لپاره هېڅ کړنلاره نشته خو یوه مسله دا هم ده، چې ”دلته که زموږ خلک دا نه قبولوي یا نورو علتونه وي خو یوه وجه پکې دا ده چې ۹۰ فیصده هغه نرښځيان وژل شوي دي چې له خلکو سره يې دوستۍ کړي وي او بیا هغوی نه شي زغملې چې ملګری يې د خلکو پر وړاندې نڅا وکړي نو دا ډېره عجبه ستونزه ده. “

د یادولو ده چې د سږ کال د فبرورۍ میاشتې پر شپاړسمه نېټه د خیبرپښتونخوا عالي محکمې د افغانستان نږدې ۱۶ نرښځیانو په باب د پاکستان حکومت ته امر کړی وو چې هغوی دې په زوره نه ویستل کېږي ځکه چې افغانستان کې د دوی ژوند د مرګ له ګواښ سره مخامخېدای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG