د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان کمپونو کې میشت افغان کډوال د مسلکي او حرفه یې روزنې غوښتنه کوي


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

د خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو په پنډغالو (کمپونو) کې میشت ځینو وګړو د پاکستان د ملي تخنیکي ادارې له چارواکو غوښتي چې د دوی په پنډغالو کې دې د تخینکي او حرفه یې زده کړو مرکزونه پرانیزي چې نجونې او هلکان پکې بېل بېل مسلکونه او حرفې زده کړي.

په روانه م‍ۍ میاشت کې د پاکستان ملي روزنیز کمیسیون د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار په مرسته د دغه هېواد په بېلا بېلا ښارونو لکه پېښور، کوټه او نورو هغو کې نږدې ۵۰۰ افغان کډوالو نجونو او هلکانو ته وړیا مسلکي روزنه اعلان کړه. خو افغان کډوال بیا وايي، چې د روزنیزو پروګرامونو دغه لړۍ دې د دوی تر کېمپونو وغځول شي.

د کوهاټ د افغان کډوالو د کېمپ یو اوسېدونکی حضرت میر امریکا غږ ته وویل،”زموږ د کېمپ یوه نجلۍ په کوهاټ کې د پاکستان ملي روزنیز کمیسیون په روزنیز مرکز کې درزیتوب زده کړی دی او اوس یې په دغه هنر د ژوند معاش ډېر ښه روان دی، موږ له دغه ادارې غوښته کوو چې په کېمپونو کې مېشت افغان کډوالو ته دغه روزنیز مرکزونه پرانیستل شي “.

د هري پور څوارلسم نمبرکېمپ کې افغان کډوالې ښاپېرۍ له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل،”پلار مو په مشکله په دې ګرانۍ کې د کورنۍ لپاره ګوله ډوډۍ پیدا کوي او زما د کالیو ګنډولو او پر دې د ګلدوزۍ کولو سره ډېره مینه ده خو وس نه لرو چې زده يې کړم نو زه خبره شوې یم چې د پاکستان ملي روزنیز کمیسون د افغان کډوالو نجونواو هلکانو ته هنرونه ښيي او د ښودلو پر مهال میاشتنی معاش هم ورکوی او بیا وروسته د هنر په پوره کېدو د کالیو ګنډلو ماشینان هم ورکوي نو که دا مرکزونه زموږ کېمپونو ته راوغځول شي نو ارمان به مې هم پوره شي او کور ته به معاش هم پیدا کوم. “

د هري پور د شپاړسم نمبر افغان کډوالو کېمپ یو اوسېدونکی خطاب خان هم له امریکا غږ سره په خبرو ورته غوښتنه کوي.”که مو په کېمپونو کې تربیتي مرکزونه خلاص کړل شي، نو هلکان به مو د کمپویټر، موبایل ترمیمولو، د بجلۍ کارونه زده کړي او نجونې مو د کالیو ګنډلو او په کالیو د ګلدوزۍ هنرونه زده کړي. “

امریکا غږ ته د پاکستان ملي تخنیکي روزنیز کمیسیون مشرې ګل مینه بلال احمد وویل، د افغان کډوالو دا غوښتنه چې روزنیزه لړۍ دې د دوی تر کېمپونو وغځول شي، یو اېن اېچ سي ار ته رسوي. د دې په وینا چې دا ښه وړاندیز دی او د عملي کولو لپاره به یې هڅې کوي.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلا بېلا برخو کې په نږدې ۵۳ کېمپونو کې په لسګونه زره افغان کډوال میشت دي چې د ژوند بنیادي اسانتیاوې نه لري، د ښوونځیو نه لرلو له کبله ډېری نجونې او هلکان یې له زده کړو بې برخې دي. د افغان کډوالو په وینا که دوی ته هنري کارونه وښودل شي نو زښته ډېرې اقتصادي ګټې به ورته ورسوي.

د افغان کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن اېچ سي ار روانه مۍ میاشت په یوه خپور شوي بیان کې ویلي ول چې د سږني کال د مسلکي هنرونو یو کلن پروګرام کې به پینځه سوه د افغان کډوالو او په همدومره شمېر کې به د پاکستان ځوانانو او نجونو ته د برقي کار، درزیتوب، د موبایل ترمیمولو، د کمپویټر ګرافیکس په ګډون یوشمېر نور هنرونه ورښودل کېږي. په بیان کې راغلي هغه افغان کډوال چې، پي او ار یا ای سي سي کارتونه لري، هغوی له دې روزنیز پروګرام څخه ګټه پورته کولی شي، دوی ته به د روزنې پر مهال شپږ زره روپۍ میاشتنی معاش هم ورکول کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG