د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له پاکستان څخه ستنیدونکې ښځې او نجونې ګڼو خطرونو سره مخ دي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان ایچ سي ار) افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې د ښځو او نجونو څخه ملاتړ د ستنیدونکو کډوالو په اړه د یوې اساسي اندیښنې په توګه همداسې پاتې دی.

دغې کمیشنرۍ د ستنیدونکو کډوالو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو ۸۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي چې ددغې ډلې ۴۸ فیصده یې ښځې او نجونې دي او ۱۳ فیصده یې هغه ښځې دي چې د خپلو کورنیو سرپرستې ورتر غاړې ده.

په دې راپور کې ویل شوي چې ستنیدونکي کډوال د یوې سختې اقتصادي سناریو سره چې د معیشت د فرصتونو کمښت او روحي ستونزې په کې شاملې دي مخ دي.

ددغه راپور له مخې په داسې حال کې چې ستنیدونکي کډوال د یوې لنډې مودې لپاره د خپلو خپلوانو سره پاتې کیږي، په دې اړه اندیښنې لري چې د هغوی پر کورنیو اضافي بار نشي او د منځنۍ او اوږدمهاله وخت لپاره د ډاډ وړ پروګرامونه نلري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ټینګار کړی، ددې لپاره چې ستنیدونکي کورنۍ په اوسط ډول شپږ بچیان لري، د ستنیدونکو او د کوربنو کورنیو ترمنځ د نجونو د ملاتړ په برخه کې خطرونه زیاتیږي.

په دې راپور کې ویل شوي: "دا خطرونه د ویده کیدو لپاره د ناکافي ځایونو او د حمام د نشتون په برخو کې دي چې د اوسنیو محدودیتونو سره چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حرکت او فعالیتونه د محدودویت په برخه کې شته یوځای شوي دي".

همداشان د ملګرو ملتونو ددغې ادارې موندنې ښيي چې ښځې او نجونې ترټولو زیانمنونکو کسانو کې شاملې دي چې افغانستان ته د ستنیدلو وروسته د چلند په برخه کې د پام وړ تغیرات ویني.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د موندنو پراساس اکثره کورنۍ په مختلفو سیمو کې د مختلفو خطرونو لکه فزیکي تاوتریخوالي، ځورونې، ګواښونو، خدمتونو څخه محرومیت، محدودو حقونو، تبعیض، کوچنیتوب کې ودونو او ورڅخه ناوړې استفادې د خطرونو سره مخ شوي دي.

په دې راپور کې راغلي: "د ښځو او نجونو ترمنځ د زیان سره د مخ کیدلو درک د ۲۷ او ۵۰.۸ فیصده دی په داسې حال کې چې د سړیو او هلکانو لپاره د زیان د رسیدلو د خطر دا اندازه ۲۱ او ۵۳ فیصده وه".

په دې راپور کې په افغانستان کې د راتلوونکی په اړه نه ډاډ، د ښځواو نجونو د نورو مشکلاتو په توګه یاد شوی، چې د بیرته ستنیدلو لپاره د وخیمو شرایطو له امله د ښځو او نجونو روحي سلامتیا هم تر اغیز لاندې راوستې ده.

په دې راپور کې ویل شوي: "د کډوالۍ د وضعیت اړوند خفګان برسیره، زیات شمیر ښځو ویلي چې ډیرې خواشینوونکي حالات یې تجربه کړي، چې د هغې له ډلې په پاکستان کې په غیر قانوني ډول د نیولو د قرباني کیدو، د میړه او یا د کورنۍ د غړو د نیولو شاهدانې وې او یا د کورنۍ د غړو پرته بیرته ستنیدلو ته اړ شوي دي".

د مرستې رسونې ادارې چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې له پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو ته خدمتونه وړاندې کوي وايي چې د تیر۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۱۵ څخه د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۸ پورې شاوخوا ۵۹۰ زره افغان کډوال له دغه هیواد څخه خپل وطن ته ستانه شوي.

په داسې حال کې چې د بې ځایه شویو کسانو د سمبالولو شبکې (ADSP) په یو راپور کې په افغانستان کې د ستنیدونکو کډوالو پر وړاندې شتو ستونزو ته په پاملرنې ویلي چې ددې احتمال شته چې د مختلفو دلایلو له مخې د هغې له ډلې په افغانستان کې د پایداره میشتیدو په برخه کې د امکاناتو د نه برابریدو له امله ستیدونکي کډوال یو ځل بیا کډوالۍ ته مخه کړي.

ددغې شبکې د وینا پراساس ستنیدونکي افغان کډوال په افغانستان کې د ساتنې په برخه کې د جدي ګواښونو سره مخ دي، ځکه چې هغوی د شتمنیو او معلوماتو ته د لاس رسي او یا د ستنیدلو د مودې لپاره د چمتوالي پرته او په تعقیب باندې یې د بیا میشت کیدوسره مخ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG