د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: وروستیو سیلابونو کې ښځې او ماشومان تر نورو ډیر زیانمن شوي


د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په دغه راپور کې ویلي چې ډیرو زیانمن شویو ښځو د کرهڼې او مالدارۍ له لارې ژوند تیروه چې سیلابونو د هغوی د معیشت دغه یوازینۍ وسله هم ورڅخه اخیستې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په دغه راپور کې ویلي چې ډیرو زیانمن شویو ښځو د کرهڼې او مالدارۍ له لارې ژوند تیروه چې سیلابونو د هغوی د معیشت دغه یوازینۍ وسله هم ورڅخه اخیستې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د افغانستان شمال ختیځ کې په وروستیو سیلابونو کې خلکو ته د اوښتي زیان په اړه یو راپور کې ویلي چې دغې پېښې په نامناسب ډول ښځې او ماشومان اغیزمن کړي، ځکه چې د اورښت پر مهال هغوی خپلو کورونو کې وو، په داسې حال کې چې سړیو جوماتونو او نورو عمومي ودانیو ته پناه وړې وه.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ددغه راپور پر اساس چې د دوشنبې په ورځ، مۍ ۲۰(غويي ۳۱مه) خپور شوی ښځې په دغو سیلابونو کې زیاتې زیانمنې شوي او په ټپیانو کې هم د ښځو شمېر تر نورو زیات دی، چې اوس د ۱۴ ګرځنده ټیمونو له خوا یې درملنه کیږي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د روغتیايي مرکزونو معلومات ښيي چې د ټپیانو ۷۴ یې ښځې او ۵۱ نور یې د پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومان دي، ۲۲۰ تنو نورو هم چې ۷۹ یې ښځې، ۷۴ سړي او ۶۷ یې ماشومان وو هم روغتیايي مرستو ته اړتیا لرله."

په دې راپور کې په بیړني ډول د تروما (ټکان خوړل) په برخه کې روغتیايي خدمتونو، سرپناه، مالي او نغدې مرستې، خوراکي توکي او د حفظ الصحې د اسانتیاو برابرول د سیلاب ځپلو د اساسي اړتیاو په توګه په ګوته شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "ښځې او نجونې په ځانګړي ډول روغتیايي کڅوړو او روغتیايي موادو او هم پرتین لرونکي خواړو ته د میندواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکو میندو لپاره اړتیا ده."

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په دغه راپور کې ویلي چې ډیرو زیانمن شویو ښځو د کرهڼې او مالدارۍ له لارې ژوند تیروه چې سیلابونو د هغوی د معیشت دغه یوازینۍ وسله هم ورڅخه اخیستې ده.

ددې راپور له مخې ښځینه سیلاب ځپلو ته د مرستې د برابرولو لپاره د مرستې رسونې ښځینه کارکوونکي ګمارل شوي ترڅو ددې ډاډ ترلاسه شي چې ښځې مرستو ته لاس رسي پیداکړي. ملګرو ملتونو ویلي ښځې د مرستو رسولو لپاره په داسې کال کې ګمارل شوي چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې ۶۹ سلنه ښځو د ددغو سیلابونو د راوتلو دمخه د بشري مرستو د ترلاسه کولو په برخه کې ستونزې لرلې.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي:" افغانستان کې فرهنګي معیارونه او پر ښځو او نجونو باندې اوسني محدودیتونه د هغې له ډلې د حرکت په برخه کې [محدودیتونه]، د زده کړو او کار په برخو کې [محدودیتونه] ممکن ښځو ته د معلوماتو د لاس رسي او د خبرداري لومړنیو منابعو او په چټک ډول د کورونو د تخلیه کیدو توان د خنډ سره مخ کړي."

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې همکارو ادارو له قوله ویلي چې ښځې او ماشومان لومړني کسان دي چې د ناروین تر اغیز لاندې راځي، خو د هغوی د خوندیتوب په برخه کې یو نامتناسب بار د ښځو او نجونو پر اوږو پروت دی.

وړاندیزونه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي ددې لپاره چې ښځې او نجونې وکولی شي په سیلاب ځپلو سیمو کې مرستې ترلاسه کړي او د مرستې رسونې ښځینه کارکوونکو ته د کار لپاره زمینه برابره شي وړاندیز کړی چې باید د اړتیاو د ارزونې او بشردوستانه ځواب ویلو برخه کې د ښځو خوندي ګډون ډاډ ورکړل شي چې له خپلو کورونو بهر ماشومانو او ښځو ته د خوندي ځایونو یا سرپناه چمتو کول او هم د محرم د شتون په برخه کې مصارفو اړتیا په پام کې ونیول شي.

د افغانستان یو شمیر شمالي او لویديځو ولایتونو کې د جمعې په ورځ ناوخته سختو سیلابونو د سیمې اوسیدونکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي. په دغو ولایتونو کې ډیر ځاني او مالي زیان د بغلان او تخار کې خلکو ته رسیدلی دی.

د بغلان ولایت د برکه، مرکزي بغلان، نهرین او دغه ولایت د مرکز پلخمري ځینې برخې د جمعې د ورځې په سیلابونو کې تر اوبو لاندې شوې چې له امله یې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو پراساس له ۳۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي. همداشان د تخار ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې هم شل تنه په وروستیو سیلابونو کې مړه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG