د لاس رسي وړ اتصالات

ماشومانو ساتنې اداره: سیلاونو په بغلان کې ۳۰۰ زره ماشومان اغیزمن کړي


افغانستان لپاره د ماشومانو د ساتنې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان یو د بل پسې ټکانونه تجربه کوي، چې سیلابونه ددغې لړۍ وروستي ټکانونه دي چې په تیرو دوو میاشتو کې دغه هیواد ته زیانونه اړولي دي.
افغانستان لپاره د ماشومانو د ساتنې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان یو د بل پسې ټکانونه تجربه کوي، چې سیلابونه ددغې لړۍ وروستي ټکانونه دي چې په تیرو دوو میاشتو کې دغه هیواد ته زیانونه اړولي دي.

د افغانستان لپاره د ماشومانو د ساتنې ادارې ( سیف د چلډرن) د بغلان ولایت د تیرې جمعې د ورځې د سیلابونو په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه ولایت په پنځه ولسوالیو کې چې په وروستیو سیلابونو کې زیان لیدلی له ۳۰۰ زرو څخه زیات ماشومان هم زیانمن شوي دي.

دغې ادارې د شنبې په ورځ ناوخته، مۍ ۱۱ ( غويي ۲۲مه) په یو راپور کې د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي چې د افغانستان په شمال کې د بغلان په ولایت کې په سیلابونو کې د ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ۲۰۰ کسان مړه شوي دي او ډیر نور ټپیان شوي دي او هم په زرګونو کورونه ویجاړ شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې ۶۰۰ زره کسان چې ۳۱۰ زره یې ماشومان دي د بغلان ولایت په پنځه ولسوالیو کې چې په وروستیو سیلابونو کې ورته سخت زیان رسیدلی، ژوند کوي.

افغانستان لپاره د ماشومانو د ساتنې ادارې رئیس، ارشاد ملک ویلي:" ژوند او معیشت سیلابونو لاهو کړی دی. ناڅاپي سیلابونه کلیو ته ننوتي کورونه او څاروي یې له ځان سره وړي دي. ماشومانو هرڅه له لاسه ورکړي دي. کورنۍ چې لا هم د دریو کلنو وچکالۍ د اقتصادي اغیزو څخه کړیږي، په بیړني ډول مرستو ته اړتیا لري."

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې دا اداره د ماشومانو د ساتنې او کورنیو څخه د ملاتړ لپاره سیلاب ځپلو سیمو ته ګرځنډه تیمونه استوي.

د افغانستان یو شمیر شمالي او لویديځو ولایتونو کې د جمعې په ورځ ناوخته سختو سیلابونو د سیمې اوسیدونکو ته د سر او مال زیات زیانونه اړولي دي. په دغو ولایتونو کې ډیر ځاني او مالي زیان د بغلان او تخار کې خلکو ته رسیدلی دی.

د بغلان ولایت د برکه، مرکزي بغلان، نهرین او دغه ولایت د مرکز پلخمري ځینې برخې د جمعې د ورځې په سیلابونو کې تر اوبو لاندې شوې چې له امله یې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو پراساس له ۳۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي. همداشان د تخار ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې هم شل تنه په وروستیو سیلابونو کې مړه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د بغلان په ولایت کې په سیلابونو کې د مړو شویو کسانو شمیر ۳۱۵ تنه ښودلی او ویلي دي چې ۱۶۳۰ تنه نور په دغو سیلابونو کې ټپیان شوي دي. دغه وزارت ویلي چې په سیلابونو کې ۲۶۶۵ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې په راپور کې ویلي چې افغانستان یو د بل پسې ټکانونه تجربه کوي، چې سیلابونه ددغې لړۍ وروستي ټکانونه دي چې په تیرو دوو میاشتو کې دغه هیواد ته زیانونه اړولي دي.

دغې ادارې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه راهیسې نږدې ۱۳ زره کسان د سیلابونو او سختې سړې هوا په ګډون د طبیعي پیښو څخه زیانمن شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون تر سختو اغیرو لاندې دی چې په عین وخت کې اقلیم د بدلون د بحران د اغیزو د کمولو لپاره هیڅ ډول چمتوالی هم نلري. د ماشومانو د ساتنې ادارې د نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان سره ددغې ستونزې د اوږدې مودې د هواري او هم په بیړني ډول مرستې وکړي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې د ناورینونو د مخنیوي او پرخلکو باندې د اغیزو د کمیدو لپاره ډیر مالي ملاتړ ته اړتیا ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG