د لاس رسي وړ اتصالات

ژنیو کې د افغانستان نمایندګي نړیوالې ټولنې ته: افغان سیلاب ځپلو سره مرستې وکړئ


عکس: ارشیف - د افغانستان سیلابونه
عکس: ارشیف - د افغانستان سیلابونه

په ژنیو کې د افغانستان نمایندګۍ په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې او ټولو بشرپاله نړیوالو سازمانونو څخه په افغانستان کې سیلاب ځپلو ته د بشري مرستو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

دغې نمایندګۍ د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۲ ( ٍثور ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا سیلابونه په داسې حال کې راوتلي چې په افغانستان کې له وړاندې بشري وضعیت ښه نه دی چې له امله یې په بیړني ډول هر اړخیزو بشري مرستو ته د سیلاب ځپلو اړتیا ډیره شوې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "مونږ په خپلو نړیوالو همکارانو، بشرپاله سازمانونو او ښکیلو اړخونو غږ کوو چې هغو کسانو ته د مرستې د رسولو لپاره چې ډیر زیات مرستو ته اړ دي د لاس د غځلولو لپاره مونږ ته لاسونه راکړي. همداشان مونږ د نړیوالو مرسته کوونکو څخه غواړو چې افغانستان کې مصیبت ځپلو ټولنو سره د ناورین د لا پراخیدو د مخنیوي لپاره مرستې وکړي او د اقلیم د بدلون له بحران څخه د افغانستان زیانمنیدلو باندې غور وکړي".

په دې اعلامیه ویل شوي چې په ګډو هڅو سره د مصیبت ځپلو کورنیو کړوانه کمیدلی شي. په ژنیو کې د افغانستان ماموریت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ په څیر د افغانستان د جمهوري رژيم له خوا د ګمارل شویو دپلوماتانو له خوا اداره کیږي.

د بغلان ولایت د برکه، مرکزي بغلان، نهرین او دغه ولایت د مرکز پلخمري ځینې برخې د جمعې د ورځې مازیګر د مۍ لسم (ثور۲۱) د سختو سیلابونو د راوتلو شاهد وو، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۳۱۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی، خو ددغو سیلابونو شدت ته په پاملرنې په دغه شمیر کې د زیاتوالي احتمال لیدل کیږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې د انساني تلفاتو ترڅنګ په وروستیو سیلابونو کې له زرو څخه زیات اوسیدانې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۲۸۰۰ نورو ته یو څه زیان رسیدلی دي.

همداشان د تخار ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې د جمعې د ورځې په سیلابونو کې ۲۰ کسان مړه شوي او هم د هرات په ولایت کې د ځاني تلفاتو خبر ورکړل شوی دی. دغو سیلابونو، غور او هرات په ګډون په یو شمیر شمالي ولایتونوکې خلکو ته زیات مالي زیاونونه اړولي دي.

د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین رسنیو ته په یو استولي اعلامیه کې ویلي چې د بغلان ولایت په لس ولسوالیو کې خلکو ته د سر او مال زیانونه رسیدلي دي.

هغه په بغلان کې په سیلابونو کې د مړو شمیر ۲۳۴ تنه او د ټپیانو شمیر۲۴۸ تنه ښودلی دي.

سهیل شاهین ویلي چې په دې سیلابونو کې مجموعآ ۵۹۹۶ کورنیو ته زیان رسیدلی دی. هغه ویلي ۳۹۹۵ کورونه په بشپړ ډول او۲۱۰۰ نور په جزيي ډول ویجاړ شوي دي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ویلي چې تر ۱۹ زرو او ۷۰ هکتارو پورې کرهڼیزې ځمکې هم په سیلابونو کې ویجاړې شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د بغلان په ولایت کې په سیلابونو کې د مړو شویو کسانو شمیر ۳۱۵ تنه ښودلی او ویلي دي چې ۱۶۳۰ تنه نور په دغو سیلابونو کې ټپیان شوي دي. دغه وزارت ویلي چې په سیلابونو کې ۲۶۶۵ کورونه هم ویجاړ شوي دي

سیلاب ځپلو ته د مرستو رسولو ستونزې

د ملګر ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP ) د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (ثور ۲۳) د ایکس په پاڼه د بغلان په ولایت کې سیلاب ځپلو کورنیو ته د بشري مرستو د رسیدلو په برخه کې د ستونزو یادونه کړې او ویلي دي چې د لاریو له لارې دغه ولایت ته خواړه نشي انتقالولی ‎او د مرستو په انتقالولو کې د څارویو څخه کار اخلي.

دغه پروګرام ویلي: "د بغلان ولایت اکثریت سیمو ته د لاریو تګ راتګ ممکن نه دی. ډبلیو ایف پي د هرې ممکنې او بدیلې وسیلې څخه سیلاب ځپلو ته چې په سیلابونو کې یې هرڅه له لاسه ورکړي د مرستو د رسولو لپاره کار اخلي".

د بلې خوا د ژغورنې نړیوالې کمیټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې وروستیو سیلابونو کې د افغانستان په اوو ولایتونو کې زیات ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، چې له امله یې په زرګونو کسان بې کوره شوي او لومړنیو خدمتونو ته هم لاس رسی نلري.

دغې کمیټې ویلي چې په بغلان، کندز، بدخشان، سنمګان، بادغیس، تخار او غور ولایتونو کې د ځاني تلفاتو د رسیدلو ترڅنګ د زیربناو له منځه تللي په ځانګړي ډول سړکونو، بریښنا مزي خراب شوي دي. د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي چې سیلاب ځپلو سره د مرستو د چمتو کولو لپاره چمتوالی نیسي.

افغانستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمیټې مشرې سلما بن آیسا ویلي چې وروستي سیلابونه په افغانستان کې د یو ستر بیړنی انساني وضعیت رامخې ته کړی چې د خلکو د معشیت د کمزوري کیدو سبب شوی دی.

میرمن بن آیسا ویلي چې د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله رامخې ته شوې پیښې ډیرې د اندیښنې وړ دي ددې لپاره چې دا هیواد د څو لسیزو راهیسې په جګړو او بحرانونو کې ویجاړ شوی دی چې بیه یې عامو افغانانو پرې کړې ده.

میرمن بن آیسا ویلي: "دا باید د نړۍ مشرانو او نړیوالو مرسته کوونکو ته د خطر زنګ وهل اوسي، مونږ له هغوی غواړو چې په دغه ګډوډ نړیوال حالت کې افغانستان هیر نکړي. افغانان د بل هروخت پرتله زمونو ملاتړ ته اړتیا لري".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG