د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې سیلابونو په یوه ورځ لسګونه کسان مړه کړل


عکس: ارشیف - افغانستان کې سیلابونه
عکس: ارشیف - افغانستان کې سیلابونه

په بغلان ولایت کې د طالبانو حکومتي چارواکو د جمعې په ورځ مۍ ۱۰ (ثور ۲۱) وویل چې په دغه ولایت کې د سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۷۲ کسان مړه شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د بغلان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس هدایت الله همدرد امریکا غږ ته وویل چې سیلاب په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې راغلی دی. نوموړي مخکې د روغتون د چارواکو په حواله د مړو شمېر ۵۰ تنه ښودلی و، او زیاته کړې یې وه چې ښایي دا شمیر زیات شي.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر د بغلان ولایت د سيلابونو په اړه وویل: "د بغلان ولايت د سيلابونو څخه په متضرره شوې سيمه کې زمونږ د ژغورنې او روغتيايي ټيمونه شته، له سيمې ځينې ټپيان او د شهيدانو جسدونه چې ښځينه، ماشومان او نارينه په کې شامل دي مرکزي روغتون ته انتقال شوي، خو دا چې سيلاب په زياته اندازه دی تلفات لا دقيق نه دي او د ژغورنې چارې د رهبرۍ په لارښوونه او نظارت لاندې له نورو ادارو سره په ګډه جريان لري."

ښاغلي همدرد ویلي چې سخت موسمي باران سیلابونه راوپارول، او اوسیدونکي د ناڅاپه اوبو په وړاندې چمتو نه وو.

هغه د جمعې په ورځ ناوخته وویل، بیړني پرسونل، د ملي اردو او پولیسو د امنیتي ځواکونو په مرسته "د خاورو او خټو لاندې د احتمالي قربانیانو په لټه کې دي. کلیوالو مرسته غوښتې او د زیاتو تلفاتو د پیښیدو ادعاوی شوي دي."

د بغلان برسېره د تخار، بدخشان، غور او هرات په ولایتونو کې هم د سیلابونو راوتلو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې د سیلاب له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: "د حوادثو په وړاندې د مبارزې وزارت، د دفاع او کورنیو چارو وزارت او همدا از د ولایتونو مسئولینو ته لارښوونه کیږي چې هرڅه ژر د خلکو د ژغورنې، د شهیدانو د رایستلو او د ټپيانو د معالجې لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي."

د اپریل د میاشتې له نیمایي راهیسې، د سیلابونو ناڅاپه راوتلو له کبله، د مقاماتو په وینا، د افغانستان په لسو ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۰ کسان مړه کړي دي.

د کرنې ځمکې په داسې یو هیواد کې په جبه اوښتي چې د څه دپاسه ۴۰ میلیون نفوس ۸۰ سلنه یې د ژوند کولو لپاره په کرنې تکیه لري.

افغانستان چې نسبتا وچ ژمی یې درلود، دې کار په ځمکه کې د باران جذبیدل ستونزمن کړي او دا هیواد د اقلیم د بدلون په وجه زیانمنونکی ښودل شوی دی.

افغانستان چې د څلورو لسیزو جګړو له امله ځپل شوی، د نړۍ یو له خورا بې وزلو هیوادونو څخه شمېرل کیږي او د ساینس پوهانو په وینا، د نړۍ د تودوخې د پایلو سره د مخ کیدو لپاره هیڅ چمتووالی نلري.

کارپوهان وايي، افغانستان چې د نړۍ د شنو خونو د ګازو د اخراج یوازې ۰.۰۶ سلنه مسوول دی، د هغو هېوادونو په لست کې شپږم ځای لري چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډېر له ګواښ سره مخ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG