د لاس رسي وړ اتصالات

تازه سیلابونو په فاریاب کې '۶۶ تنه مړه' کړي


سږکال د نورو کلونو په پرتله بارانونو او سیلابونو په افغانستان کې ډېر زیانونه اړولي
سږکال د نورو کلونو په پرتله بارانونو او سیلابونو په افغانستان کې ډېر زیانونه اړولي

د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې د طالبانو سیمه ییز مقامات وايي چې په تازه سیلابونو کې لږ تر لږه ۶۶ تنه مړه شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو ویاند عصمت الله مرادي د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «د سیلابونو له کبله ۶۶ تنه مړه شوي دي. پنځه تنه ژوبل دي او یو شمېر نور ورک دي.»

مرادي وویل چې په دغو سیلابونو کې ۱۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي، ۱۰۰۰ هکتاره زراعتي ځمکه خرابه شوې او یو شمېر څاروي هم مړه شوي دي.

سیمه ایزو خلکو رسنیو ته ویلي دي چې د تلفاتو او زیانونو شمېر تر هغه زیات دی چې مسئولین یې وایي.

د فاریاب تر سیلابونو مخکې د افغانستان د غور په ولایت کې هم سیلابونو ۵۰ تنه مړه کړي وو.

ملګري ملتونه وايي چې تېره اوونۍ په بغلان کې هم سیلابونو څه باندې ۳۰۰ تنه مړه کړل.

د روان کال د اپریل له نیمايي د مۍ تر لومړیو پورې سیلابونو د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې ۱۰۰ تنه مړه کړي دي.

په افغانستان کې په تېرو کلونو کې هم د بارانونو او سیلابونو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو،‌ خو سږکال دا تلفات زیات بلل کېږي.

د افغانستان په شاوخوا ۴۰ میلیون نفوس کې یې اتیا فیصده په زراعت او مالدارۍ پايي. دا بارانونه له یوې اوږدې وچکالۍ وروسته شوي دي، افغانستان یو بې وزله هېواد دی او د داسې وضعیت د کنترول لپاره پوره چمتوالی نه لري.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د ملي تلویزیون د یو راپور له مخې ددغه حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ملګرو ملتونو او مرستې رسونې د نړیوالو ادارو د استازو سره په ګډه غونډه کې سیلاب ځپلو سره د مرستې د برابرولو په لارو چارو خبرې کړي دي.

طالبانو ویلي‌ دي چې سیلاب ځپلو سره دې د هغوی د کورونو په جوړولو کې مرسته وشي.

ملګري ملتونه وايي چې دا ډول بارانونه او سیلابونه د اقلیم بدلون له کبله دي، وايي افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره په داسې حال کې چې په وړاندې یې هیڅ چمتوالی نلري مخامخ دی.

ملګرو ملتونو د نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو لپاره د لنډې او اوږدې مودې د پروژو په پلي کولو کې له دغه هیواد سره مرسته وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG