د لاس رسي وړ اتصالات

مرستې رسونې ادارې: شاوخوا ۵۹۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه وطن ته ستانه شوي


له پاکستان څخه ستنیدونکي افغان کډوال په سرحدي سیمو کې د موقتي اوسیدانې پر مهال د څښلو د پاکو اوبو په ګډون د ګڼو ستونزو څخه شکایت کوي
له پاکستان څخه ستنیدونکي افغان کډوال په سرحدي سیمو کې د موقتي اوسیدانې پر مهال د څښلو د پاکو اوبو په ګډون د ګڼو ستونزو څخه شکایت کوي

د مرستې رسونې ادارې چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې له پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو ته خدمتونه وړاندې کوي وايي چې د تیر۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۱۵ څخه د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۸ پورې شاوخوا ۵۹۰ زره افغان کډوال له دغه هیواد څخه خپل وطن ته ستانه شوي.

د مرستې رسونې د ادارو کنسرسیوم د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۲ (غبرګولي دوییم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه موده کې ۳۷۶ زره افغان کډوال د تورخم د سرحدي لارې او له ۱۹۶ زرو څخه زیات نور د سپین بولدک – چمن له لارې خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان، د ډنمارک د کډوالو شورا، د ناروې د کډوالو شورا، د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیون او ځینې نورې ادارې په دغه کنسرسیوم کې غړیتوب لري.

ددغې اعلاميې له مخې ددغه شمیر سربیره په یو کم شمیر افغان کډوال له پاکستان څخه د خرلاچې او غلام خان له سرحدي لارو هم خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

دغه کنسرسیوم ویلي چې د تیر کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې یې د شاوخوا ۵۲۹ زره افغان کډوالو سره په سرحدي سیمو کې مرستې کړي دي.

د دغې اعلامیې له مخې د مرستې رسونې د ادارو له خوا دغو ستنو شویو کډوالو سره د خوراکي توکو د مرستې سربیره د طالبانو د حکومت له خوا هم هرې کورنۍ سره د لس زره افغانیو مرسته کیږي او هم د تیلیفوني اړیکو د نیولو لپاره ورته د افغانستان د مخابراتي شبکو یو سیم کارت ورکول کیږي.

ددغه کنسرسیوم معلومات ښيي چې ستنو شویو کډوالو ته د برابرې شوې مرستې ۶۲ فیصده یې ماشومان او تنکي ځوانانو ته او۲۰ فیصده نورد پنځه کلنو څخه کم عمر لرونکي ماشومانو او ۴۸ فیصده یې ښځو ته برابرې شوي دي.

د مرستې رسونې د ادارو دغه کنسرسیوم ویلي چې د تورخم او سپین بولدک په سرحدي سیمو کې ثبت شوي معلومات ښيي چې ۸۷ فیصده ستنیدونکو ویلي چې خپلو ولایتونو ته د ستنیدلو نیت لري او تر ۸۲ فیصدو پورې په خپلو سیمو کې د بیا مشتیدو لپاره تبیاه هم نیولې ده.

ددې سره سره له پاکستان څخه د ستنو شویو کډوالو اکثرو یې ویلي چې غواړي په ننګرهار، کندهار، کونړ، کابل او کندز ولایتونو کې بیرته میشت شي.

له پاکستان څخه افغانستان ته د نږدې شپږ سوو زرو افغان کډوالود ستنیدلو په اړه دغه کنسرسیوم دا راپور په داسې حال کې ورکړی چې د بې ځایه شویو کسانو د سمبالولو شبکې (ADSP) په یو راپور کې په افغانستان کې د ستنیدونکو کډوالو پر وړاندې شتو ستونزو ته په پاملرنې ویلي چې ددې احتمال شته چې د مختلفو دلایلو له مخې د هغې له ډلې په افغانستان کې د پایداره میشتیدو په برخه کې د امکاناتو د نه برابریدو له امله ستیدونکي کډوال یو ځل بیا کډوالۍ ته مخه کړي.

ددغې شبکې د وینا پراساس ستنیدونکي افغان کډوال په افغانستان کې د ساتنې په برخه کې د جدي ګواښونو سره مخ دي، ځکه چې هغوی د شتمنیو او معلوماتو ته د لاس رسي او یا د ستنیدلو د مودې لپاره د چمتوالي پرته او په تعقیب باندې یې د بیا میشت کیدوسره مخ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG