د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو په پنډغالو کې په لوی شمیر نجونې ښوونځي نه بهر دي


پاکستان کې د افغان کمیشنرۍ چارواکو د معلوماتو له مخې د افغان کډوالو په کېمپونو کې د هلکانو پرتله د نجونو د زده کړو کچه ډیره ټيټه ده.
پاکستان کې د افغان کمیشنرۍ چارواکو د معلوماتو له مخې د افغان کډوالو په کېمپونو کې د هلکانو پرتله د نجونو د زده کړو کچه ډیره ټيټه ده.

د خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو په پنډغالو کې اوسېدونکي شکایت کوي چې زیات شمېر نجونې یې د ښوونځيو د کمښت له کبله له زده کړو بې برخې دي.

په افغانستان کې د اویامې لسیزې په پای کې د ثور د کودتا څخه وروسته د اوږدې جګړې په ترڅ په میلیونونو افغانان، ایران او پاکستان ته کډه شول او هلته ورته د نړیوالې ټولنې په مرسته پنډغالي جوړ شو. که څه هم زیات شمیر کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي، خو لوی شمېر یې لاهم په ایران او پاکستان کې میشت دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کمشنرۍ د تعلیم برخې رئیس احسان خان له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د دوی د معلوماتو له مخې د افغان کډوالو په کېمپونو کې د هلکانو په پرتله د نجونو د زده کړو کچه راټيټه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې په خېبرپښتونخوا ایالت کې د افغان کډوالو په کېمپونو کې د ښوونځیو د کمي له کبله اتیا سلنه نجونې له ښوونځیو بهر پاته شوي دي.

هغه وايي، ”دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې په دومره لوی شمېر کې د کوچني عمر نجونې له بنیادي تعلیمه څخه محرومه دي.“

په خیبرپښتونخوا کې په کیمپونو کې میشت افغان کډوال شکایت کوي چې د ښوونځيو د کمښت له کبله یې لوڼه نشي کولای چې زده کړې وکړي. د دوی په وینا په پنډغالیو کې د نجونو ښوونځي د نشت سره برابر دي.

په کوهاټ کې د افغان کډوالو د یو پنډغالي اوسېدونکي میرویس ګل امریکا غږ ته وویل، ”په څلور لوڼو کې یې یوازې یوه په ښوونځي کې ده. سږ کال چې مه یوه بله لور داخلې لپاره ښوونځي بوتله، نو راته وویل شو چې په ښوونځي کې د داخلو شمېره پوره شوې ده نور ځای نلري.“

نوموړی زیاتوي، چې په کوهاټ کې د افغان کډوالو درې پندغالي دي او د نجونو لپاره پکې هم یوازې درې ښوونځي دي چې د دې کېمپونو د اوسېدونکیو ماشومانو لپاره لږ دي او بله دا چې دا ښوونځي د ابتدایي زده کړو لپاره دي، تر پنځم پورته تعلیم پکې نشته.

د شنونکو په اند په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو په پنډغالیو کې د ښوونځيو نشتوالی د دې سبب کېږي چې نجونې پر کور ناستې وي او ژر واده شي. د دوی په خبره د کم عمر ودونه د نجونو پر روغتیا او د هغې د ماشومانو پر روزنه هم ناوړې اغېزې کوي.

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کېمپ کې د افغان کډوالو درې کېمپونه دي چې نږدې ۵۵ زره نفوس لري. په دې پنډغالیو کې څلور ابتدايي ښوونځي دي چې دوه یې د نجونو او دوه یې د هلکانو لپاره دي.

په کوهاټ کې یو کډوال افغان الله میر چې مدني فعال دی او وړیا شخصي ښوونځی چلوي، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، ”هر کال د افغان کډوالو یوازې پنځه سلنه نجونو ته د زده کړو ترلاسه کولو فرصت په لاس ورځي نو ځکه مې خپله یو وړیا ښوونځی خلاص کړو، خو زه یوازې یم او نشم کولی چې په دومره لوی شمېر نجونو ته په یوازې سر درس ورکړم، موږ افغان کډوال د انجونو د ښوونځیو زښته اړتیا لرو.“

د خیبر پښتونخوا په هري پور کې هم د افغان کډوالو د یو پنډغالي اوسېدونکی جمعه ګل چې درې زامن او درې لوڼې لري، د نجونو د ښوونځیو له نشتوالي شکایت کوي: ”د لوڼو د زده کړو راته ډېره ستونزه ده. یوازې یوه لور مې په پینځم ټولګي کې زده کړې کوي. موږ غواړو چې زموږ لوڼو ته په کېمپونو کې د زده کړو بندوبست وشي. “

دی زیاتوي که څه هم له کېمپونو بهر شخصي ښوونځي شته خو له کیمپ څخه لېرې دي او دوی وس نه لري چې د ښوونځیو لګښت پوره کړي.

له کېمپونو سرکاري (دولتي) ښوونځي هم ډېر لیرې دي، چې د افغان کډوالو ماشومان زده کړې پکې وکړي.

په اسلام اباد کې د یوې غېردولتي ادارې”الف اعلان“ چې د تعلیم په برخه کې کار کوي، یو سلاکار عمر اورکزي امریکا غږ ته وویل، ”د نړیوال قانون له مخې د نړۍ په هر هېواد کې تر ۱۸ کلنۍ لاندې نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمه واري د دولت وي، دلته هم د افغان کډوالو د نجونو د تعلیم مسلې د هواري لپاره باید یواین اېچ سي ار او پاکستان خپلو کې کښېني، ځکه چې دا د دوی بنیادي حق دی.“

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادار یو این اېچ سي ار د ۲۰۲۰ کال په اګست میاشت کې په خپل خپور شوي بیان کې ویلي چې دغه اداره د افغان کډوالو له مشرانو سره په ګډه کار کوي چې هر کال ۳۰ سلنه افغان کډوالې نجونې په ښوونځیو کې داخلې کړي او تر ۲۰۲۵ کال پورې به دا شمېره نوره هم زیاته کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG