د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښور عالي محکمه: پولیس دې افغان هنرمندان نه ځوري


په پیښور کې د افغان هنرمندانو مظاهره
په پیښور کې د افغان هنرمندانو مظاهره

د پېښور عالي محکمې په خیبر پښتونخوا کې پولیسو او د پاکستان نورو امنیتي ادارو ته امرکړې چې تر هغه دې د افغان پناه غوښتونکو هنرمندانو په اړه هېڅ قانوني اقدام نه کوي تر څو چې د هغوی د سیاسي پناه اخیستنې د درخواستونو په هکله وروستۍ پرېکړه نه وي شوي.

د پېښور عالي محکمې قاضیانو وقار احمد او اعجاز انور د جون پر ۲۰ (غبرګولي ۳۱) د یو شمیر افغان هنرمندانو د پناه غوښتنې قضسې واوریدې چې په پاکستان کې یې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده. دغو دواړو قاضیانو د دې هېواد امنیتي ادارو او پولیسو ته امر وکړ چې د محکمې تر بلې اورېدنې پورې دې دغه افغان هنرمندان له هېواده نه ایستل کېږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته ګڼ شمېر افغان هنرمندان د پاکستان په ګډون د نړۍ ګنو هېوادونو ته پناه یوړه، دا ځکه چې د طالبانو رژیم پر هرډول موسیقۍ بندیز لګولی دی. طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې ځینې هنرمندان وهل شوي او ټکول شوي هم وو او د موسیقۍ الات یې مات کړي وو.

په پېښور کې د افغان هنرمندانو وکیل ممتاز خان د جون پر ۲۱ امریکا غږ ته وویل، د پروسږ کال د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه یې د ۱۲۷ هنرمندانو په اړه چې زیات شمیر یې نارینه او یو شمیر یې ښځینه هنرمدان دي، عدالت ته درخواست کړې وو چې هغوی په خپل هېواد کې له خطر سره مخامخ دي او هلته یې پر موسیقۍ بندېزونه لګېدلي دي نو باید چې دوی ته په مستقیمه توګه پاکستان کې د اوسېدو حق ورکړل شي.

ممتاز خان وویل: ”له دې وړاندې هم اورېدنې شوي دي خو د نن په اورېدنه کې قاضیانو له ما وپوښتل چې دې افغان هنرمندانو سره څه ثبوت شته چې دوی خپلځانونه ثبت کړي دي، نو ما ورته په دلایلو کې وویل چې له دوی سره د یواین اېچ سي ار د راجسټر کېدو ثبوتونه شته دی نو له هغې وروسته يې اړونده چارواکو ته امر وکړو چې دا افغان هنرمندان دې نه ویستل کېږي او نه ځورول کېږي. “

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې افغان کډوالو ته د روانې میاشتې جون تر دېرشمې د پاته کېدو وخت ورکړی دی.

په پېښور کې افغان کډوال هنرمند احمدګل امریکا غږ ته وویل، ”کله چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم راغلی دی نو موسیقي تر خاورو لاندې شوې ده او هلته له هنر سره تړلي د هر یوه هنرمند ژوند ته خطر وو نو موږ په کال ۲۰۲۱ کې د اګست د میاشتې نه وروسته پاکستان ته کډه شو خو دې وروستیو کې د پاکستان دولت امر وکړو چې افغان کډوال به باسي نو موږ خو افغانستان کې د مرګ له ګواښ سره مخامخ یو نو د پېښور عالي محکمې ته مو خواست وکړو چې دلته راته سرپناه راکړي او له دې هیواده مو دې نه باسي. “

په پېښور کې د افغانستان د ډرامو اداکارې او سندرغاړې شکیبې افغان له امریکا غږ سره په خبرو کې د پېښور عالي محکمې په پرېکړه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، کله چې یې هېواد پرېښودلو نو په پېښور کې یې د کډوالو نړیوالې ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ته د سرپناه درخواست ورکړ. هغه وایي: ”که څه هم دلته مې د هنر کارونه ډېر نه دي خو کله کله د افغان ټي وي په شيشه راشم، سندرې ووایم او یو ځای راډیو کې کار کوم او دا رنګ د پاکستان د ټي وي په ډرامو کې کار کوم نو د ژوند هغه معاش مو پرې روان وي، ژوند دې دلته يې په څه ډول تېروو ځکه چې خپل هېواد ته هم نه شو ستانه کېدای، ژوند مو له خطر سره مخامخ دی. “

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار په وینا په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر او هم دومره ناراجسټر افغان کډوال میشت دي.

بل پلو د پاکستان حکومت وايي له دې پرته یوڅو لکه افغان کډوال د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ورکډه شوي دي، چې په دې سره د بې اسنادو افغان کډوالو شمېره ۱۷ لکو ته رسېدلې ده.

د پاکستان حکومت د پروسږ کال د نومبر له میاشتې راهیسې څه باندې پینځه لکه (نیم میلین) بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG