د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ملي تلویزیون د کوټې هزاره ګانو لپاره خپرونې پیل کړې


د پاکستان ملي تلویزیون د بلوچستان مرکز کوټه کې د سه شنبې پر ورځ ډسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۸) د هزاره توکمو لپاره په "هزارګي لهجې" خپرونې پیل کړلې.

د دې اونیزې یو ساعته خپرونې "ودي آزرګي" پرانستنه د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ په کوټه کې د ملي تلویزیون بولان څانګې په ودانۍ کې وکړه.

دا خپرونې به د پاکستان ملي تلویزیون بولان څانګې لخوا خپریږي چې په ۲۰۰۵ کال کې یې د بلوچستان په ولایت کې په سیمه ایزو ژبو د لومړي ځل لپاره خپرونې پیل کړې.

دې تلویزیون په یوې اعلامیې کې د اطلاعاتو او خپرونو د سرپرست فدرالي وزیر مرتضی سولانګي له قوله ویلي چې ددې خپرونو په پیل سره د هزاره ټولنې یوه غوښتنه چې د پخوا راهیسې یې درلوده، پر ځای شوه.

ښاغلي سولانګي چې ددې خپرونو د پیل په مراسمو کې یې وینا کوله، د سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ څخه یې مننه وکړه چې د دې نوښت لپاره یې هغوي هڅولي و.

هغه وویل چې د پروګرام پیل کیدو هدف یې دا دی چې د پاکستان ملي تلویزیون بولان څانګې کې د سیمې ټولو ژبو ته برابر استازیتوب ورکړل شي.

د پاکستان ملي تلویزیون کوټه دا مهال په بلوچستان کې د میشتو ولسونو په مورنیو ژبو لکه پښتو، بلوڅي او براهوي خپرونې لري خو تر دې دمه یې پدې سیمې کې د میشتو هزاره توکمو لپاره په هزارګي لهجه خپرونې نه درلودې.

که څه هم د بلوچستان په ګڼو ښارونو او ښارګوټو کې هزاره ګان خال خال اوسېږي خو د دوی اکثریت د ایالت په مرکزي ښار کوټه کې میشت دی.

هزاره ګان په بلوچستان کې له سختو امنیتي ننګونو سره مخامخ دي. د دې ټولنې سلګونه غړي د تېرو څه باندې دوو لسیزو په اوږدو کې د کوټې په ګډون د ایالت په نورو سیمو کې په هدفي وژنو، ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو کې مړه او ژوبل شوي او لاهم د ویرې او ترهې په حالت کې ژوند تېروي.

د دې ټولنې مشرانو ویلي چې د همدې ګواښونو له کبله تر ۵۰ زرو ډیر غړي یې اروپایي هیوادونو، اسټرالیا او د نړۍ نورو هیوادونو ته کډه شویدي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم هم دا خبره د تلویزیوني خپرونې په پرانیست غونډه کې وکړله او زیاته یې کړه چې د هزاره ګي لهجې ترویج د پخوا راهیسې د هزاره ټولنې یوه غوښتنه وه.

د پاکستان ملي تلویزیون د هزاره ګۍ ژبې خپرونه د افغانستان د یوه سندرغاړي داود سرخوش په سندره پيل شوه.

په کوټه کې دا میشت هزاره ګان په خټه افغانان دي چې په نولسمې پیړۍ کې د له افغانستان څخه کډه شوي. د پاکستان په همدې سیمې کې یو شمیر افغان هزاره ګان هم ژوند کوي خو دقیق شمیر یې ندی معلوم.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG