د لاس رسي وړ اتصالات

'پېښور کې ژوند سخت و'؛ د سندرغاړي میرخان د ژوند کیسه


میرخان مقری
میرخان مقری

د افغانستان ځوان سندرغاړی میرخان مقری وايي ماشومتوب یې په پېښور کې له خپلې کورنۍ سره په ډیرو سختیو کې تیر کړی دی.

میرخان که څه هم لا ځوان شوی نه وو چې له خپلې کورنۍ سره له پېښوره متحده عربي اماراتو ته کډه شوی، خو وايي په پېښور کې یې د کډوالۍ سخت ژوند هېر نه دی.

هغه وايي: "که څه هم زه ډېر وړوکی وم، د شپږو اوو کالو او یاهم د اتو کالو به وم، چې موږ را کډوال شوو، نو دومره ډېر مې نه په یادېږي، خو ژوند سخت وو په یاد مې دي. کله به کمبله نه وه، کله به توشکه نه وه."

میرخان د افغانستان د فلکلور موسیقۍ د وتلي سندرغاړي ارواښاد عبدالله مقري زوی دی. خو ځان ته یې د عصري موسیقۍ لاره غوره کړې او پدې برخه کې یې د نویو سندرو ترڅنګ د خپل پلار ځینې فلکلوریکې سندرې په نوي انداز ویلي دي.

د ځوان سندرغاړي میرخان هنري فعالیتونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

د پښتونخوا مرکز پېښور د افغان کډوالو لپاره یو تر ټولو نږدې او لوی ښار دی، چې پکښې لاهم په سلګونو زره افغانان مېشت دي. میرخان وايي، وروسته له هغه چې له پېښور څخه یې کډه وکړه، مور او پلار یې بیا ورته هیڅ وخت په پېښور کې د ژوند د سختو شیبو کیسه نده کړې.

میرخان زیاتوي: "هغه شپې بابا او مور جاني هیڅ وخت موږ ته نه یادولې. چې موږ څه درلودل، څه مو نه درلودل، موږ څه کول او څه مو نه کول. تر کومه ځایه چې زما په یاد دي،‌ د ژوند سختي شپې وې، ډېري سختي شپې وې."

میرخان وايي، پېښور ته ستون شوی خو، خو دده په خبره اوس ښار بدل شوی دی. هغه وايي:"د هر څه نقشه بدله شوې ده. پخوا به په یوه منطقه کې بعضي دوکانونه وو، هغه اوس شته نه بیخي. د ښار ټوله نقشه بدله شوې ده،‌ پخوا پېښور ښایسته وو،‌ ارام وو، اوس ډېره ګڼه ګوڼه – بیرو بار پکښې زیات دی، نو ماته هم ډېر خوند نه راکوي. ځکه ډېر وخت په کوټه کې اوسم او بهر نه وځم."

له افغانستان څخه د راکډه شویو افغان کډوالو لپاره له تورخم سره نږدې همدا لوی ښار وو، چې دلته ورته د ژوند اسانتیاوې او د روزګار زمینه برابرېده. ځکه ډېری افغان کډوال د نورو سیمو پرتله همدلته مېشت شوو.

د پښتونخوا مرکز پېښور له تېرو څلورو لسیزو د افغانستان لپاره ځکه مهم پاته شوی، چې له افغان مجاهدینو نیولې بیا تر افغان کډوالو پورې دغه لرغوني ښار هم په افغان جګړه کې او هم د افغان کډوالو په کوربه توب کې مهم رول لوبولی دی.

XS
SM
MD
LG