د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: هره ورځ تر ۲۰۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان شړل کېږي


افغان مهاجر
افغان مهاجر

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس هره ورځ تر ۲۰۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته په جبري توګه ستنول کېږي.

دغه وزارت ویلي چې ۱۶۴۰ افغان کډوال د پنجشنبې په ورځ له ایران څخه او څه باندې زر تنه نور د جمعې په ورځ له پاکستان څخه شړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په وینا له دې شمیرې څه باندې ۸۰۰ افغان کډوال د تورخم او له ۲۰۰ څخه زیات د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستنول شوي دي.

طالبانو په جبري‌ توګه له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو انديښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د شمیرو له مخې په تیره یوه اونۍ کې شاوخوا ۱۴زره کسان له دغو دوو هیوادونو څخه ستانه شوي‌ او یا شړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په وینا اکثر هغه افغانان چې له پاکستان څخه راستانه شوي‌ دي د دغه هیواد د پولیسو له خوا په جبري‌ توګه شړل کیږي. دغه وزارت همداشان ویلي‌ چې له ایران او پاکستان څخه په راستنول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

یاد وزارت ویلي‌ چې مرستندویو سازمانونو په ځانګړې توګه د کډوالو په چارو کې نړیوالې ادارې له زیات شمیر راستنول شویو کډوالو سره مرستې کړې دي.

خو یو شمیر راستانه شوي‌ کډوال وايي چې تر اوسه یې مرستې نه دي‌ ترلاسه کړي.
مصطفی (مستعار نوم) چې د خپلې کورنۍ سره له پاکستان څخه د تورخم له لارې افغانستان ته ستون شوی امریکا غږ ته وویل نه د طالبانو د حکومت او نه هم د مهاجرت کومې نړیوالې ادارې ورسره مرسته کړې ده.

هغه وویل: ”موږ ډیرو مرستو ته اړتیا لرو او تر اوسه هیچا زموږ پوښتنه نه ده کړې، لږې پیسې مې چې درلودلې هغه هم په ختمیدو دي او د کارو بار درک مې هم نشته.“

په ایران او پاکستان کې زیاتره هغه افغان کډوال په جبري‌ توګه بیرته افغانستان ته ستنول کیږي چې په دغو هیوادونو کې د کډوالۍ قانوني‌ اسناد نه لري.

د راپورونو په اساس زیات شمیر دغه کډوال یا د کار او یا هم د طالبانو دغچ اخیستلو له ویرې ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شوي‌ دي.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې د معلوماتو په اساس د تیر عیسوي‌ کال له نومبر څخه چې پاکستان په جبري‌ توګه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی دی د روان عیسوي‌ کال د فبروري تر ۲۴ پورې شاوخوا ۵۲۵ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړي‌ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG