د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان جرمني ته: د کډوالو د شړلو مسله د دوه اړخیزې هوکړې پر اساس حل کیدلی شي


د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه افغان او سوریايي کډوال چې مجرم ګڼل کېږي له جرمني څخه دې وایستل شي.
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه افغان او سوریايي کډوال چې مجرم ګڼل کېږي له جرمني څخه دې وایستل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له جرمني څخه د هغو افغانانو او سوریايي وګړو د شړلو په باب چې مجرم ګڼل کیږي د جرمني د صدراعظم اولاف شولتز څرګندونو ته په غبرګون کې ددغه هیواد څخه د دپلوماتیکو چینلونو له لارې ددې مسلې د هوارولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جمعې په ورځ جون اووم ( جوزا ۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر جرمني چارواکو غږ کړی چې دا موضوع دې د نورمالو قونسلي تعاملاتو او معقول میکانیزم له مخې د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ حل کړي.

ښاغلي بلخي ویلي: "د بهرنیو چارو وزارت له المان څخه د افغان اتباعو د اخراج پریکړه څاري او هیله څرګندوي چې د اتباعو د حقونو خوندیتوب په موخه دواړه هیوادونه وکولای شي د دپلوماتیکو چینلونو له لارې یاده موضوع په داسې شکل مدیریت کړي چې افغان اتباع په یوه یا بله پلمه له نامعلوم برخلیک سره مخ نه شي او یو درېیم هیواد ته د منلو شویو کنوانسیونونو خلاف ونه سپارل شي".

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د پنجشنبې په ورځ جون شپږمه (غبرګولي ۱۷) وویل چې هغه افغان او سوریايي کډوال چې مجرم ګڼل کېږي له جرمني څخه دې وایستل شي.

اولاف شولتز چې د جرمني په پارلمان کې یې د هیواد د امنیتي حالاتو په اړه وکیلانو ته په خطاب کې وویل: "دا ما په غوسه کوي چې یو څوک دلته د پناه اخیستلو هڅه کوي، د تر ټولو جدي جرم مرتکب کیږي. دا ډول مجرمین باید وشړل شي، حتی که هغه د سوریې او یا هم افغانستان وي...دلته جدي جنایتکاران او تروریستي ګواښونه ځای نه لري."

شولتز دا خبره پوره یوه اونۍ وروسته له هغې وکړه چې یو ۲۵ کلن افغان کډوال سلیمان عطايي د جرمني په مانهایم ښار کې یو پولیس منصبدار او څلور نور کسان په چاقو ووهل او بیا ټپي شوی جرمني پولیس د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د جرمني صدراعظم په مانهایم کې پر افغان کډوالو برید ته په ځانګړې توګه په اشارې سره، دا د "افراطي اسلامي ایډیالوژۍ" زیږنده وباله او ویې ویل: "ددې د تشریح کولو لپاره یوازې یوه کلمه شته: ترهګري. راځئ چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه اعلان کړو."

جرمني چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره هیڅ ډول دپلوماټیکې اړیکې نه لري، دا مهال افغان کډوال حتی د هغوی د پناه غوښتنې د درخواست له ردیدو سره سره افغانستان ته نه استوي. خو بیا هم شولتز وویل چې د جرمني حکومت د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د جرمونو په تورنو د افغانانو د ایستلو لپاره د یوې حل لارې په موندلو کار کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نورو اروپايي هیوادونو پرتله په زیات شمیر افغان کډوال جرمني ته تللي او په دغه هیواد کې دیره شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG