د لاس رسي وړ اتصالات

شولتز: افغان او سوري جنایتکاره پناه غوښتونکي دې له جرمني ووځي


د جرمني صدراعظم اولاف شولتز
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د پنجشنبې په ورځ جون شپږمه (غبرګولي ۱۷) وویل چې هغه افغان او سوریايي کډوال چې مجرم ګڼل کېږي له جرمني څخه دې وایستل شي.

شولتز دا خبره پوره یوه اونۍ وروسته له هغې وکړه چې یو ۲۵ کلن افغان کډوال سلیمان عطايي د جرمني په مانهایم ښار کې یو پولیس منصبدار او څلور نور کسان په چاقو ووهل او بیا ټپي شوی جرمني پولیس د ټپونو له امله ساه ورکړه.

اولاف شولتز چې د جرمني په پارلمان کې یې د هیواد د امنیتي حالاتو په اړه وکیلانو ته په خطاب کې وویل: "دا ما په غوسه کوي چې یو څوک دلته د پناه اخیستلو هڅه کوي، د تر ټولو جدي جرم مرتکب کیږي. دا ډول مجرمین باید وشړل شي، حتی که هغه د سوریې او یا هم افغانستان وي...دلته جدي جنایتکاران او تروریستي ګواښونه ځای نه لري."

د جرمني صدراعظم په مانهایم کې پر افغان کډوالو برید ته په ځانګړې توګه په اشارې سره، دا د "افراطي اسلامي ایډیالوژۍ" زیږنده وباله او ویې ویل: "ددې د تشریح کولو لپاره یوازې یوه کلمه شته: ترهګري. راځئ چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه اعلان کړو."

جرمني چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره هیڅ ډول دپلوماټیکې اړیکې نه لري، دا مهال افغان کډوال حتی د هغوی د پناه غوښتنې د درخواست له ردیدو سره سره افغانستان ته نه استوي. خو بیا هم شولتز وویل چې د جرمني حکومت د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د جرمونو په تورنو د افغانانو د ایستلو لپاره د یوې حل لارې په موندلو کار کوي.

شولتز زیاته کړه: "د جرمني د کورنیو چارو وزارت افغانستان ته د خطرناکو مجرمینو د استولو په برخه کې په کار بوخت دی. دغه وزارت لا دمخه د دغه پلان د پلي کیدو په اړه د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره تماسونه نیولي دي. نور به د تروریستي بریدونو ستاینه او نمانځنه ونه زغمو. دا د قربانیانو، د هغوی د کورنیو او زموږ د دموکراټیک نظم پر مخ یوه سپیړه ده."

په همدې حال کې د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر خبریالانو ته ویلي چې مقامات له څو میاشتو راهیسې افغانستان ته د مجرمینو او خطرناکو کسانو د استولو موضوع څېړي. هغې وویل: "زه په کلکه وایم چې موږ به هره ممکنه هڅه وکړو چې خطرناک کسان چې د سوریې او افغانستان اتباع دي خپلو هیوادونو ته ستانه کړو."

له بلې خوا د جرمني د پارلمان غړې بریټا هیسلمن چې ګوند یې د شولتز د ایتلافي حکومت برخه ده، د افغان مهاجرینو د بیرته ستنیدو په اړه یوې موافقې ته د رسیدو لپاره له طالبانو او یا د افغانستان له ګاونډیانو سره خبرې اترې ستونزمنې وبللې. هغې وویل: "کوم دریم هیواد به د ترهګرو یا جدي مجرمینو د منلو سره دلچسپي ولري؟"

په ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کلونو کې د کډوالۍ د کړکېچ په اوج کې، جرمني یو له هغو اروپايي هېوادونو څخه و چې تر یو میلیون ډېر سوري، افغان او عراقي کډوال یې منلي وو. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد لسګونه زره افغانانو ته پناه ورکړې ده.

په جرمني کې مېشت افغان خبریال حسن حسیني وايي، د مانهایم له پېښې وروسته یې د "شرم او ډار د یو ترکیب" احساس کړی. هغه وويل، کله چې د جرمني او نورو هېوادونو اتباع ورته د يو افغان په سترګه ګوري، نو دا ویره لري چې دوی ورته کومه پیښه ونشي او دا د ده لپاره د شرم خبره ده.

په جرمني کې میشت یو شمیر افغانان، په تیره بیا هغه کسان چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې تر اوسه په بهیر کې دي، اندیښنه لري چې په جرمني کې به د افغان پناه غوښتونکو د منلو زمینه نوره هم ټنګه شي.

د ښځو د یووالي او پیوستون د غورځنګ غړې ازیتا نظیمي چې په افغانستان کې یې د طالبانو پر ضد په مظاهرو کې برخه اخیستې او بیا جرمني ته تللې، په دې اړه اندیښنه څرګندوي. هغه وایي، چې د مانهایم پېښه ښايي افغانستان ته د يو شمېر افغانانو د ورسپارلو لامل شي، چې يو شمېر يې ښایي په افغانستان کې له ګواښ سره مخ شي.

په جرمني کې میشت یو شمیر افغانان په دې باور دي چې په مانهایم ښار کې د یو افغان مهاجر وروستي برید د جرمني د خلکو او حتی د نورو هیوادونو لکه ترکیې او ایران د مهاجرو په وړاندې د افغانانو چلند بدل کړی دی.

د جرمني پولیسو د سلیمان عطايي په اړه نوي معلومات خپاره کړي دي. د دې معلوماتو له مخې، عطايي هغه مهال ١٣ کلن و، چې له خپل ورور سره جرمني ته ولاړ. لومړی، د هغه پناه غوښتنه رد شوه. خو له یوې ترکۍ ښځې سره تر واده وروسته یې دوه ماشومان پیدا شول او د کډوال په توګه ومنل شو.

د جرمني پولیسو ویلي چې سلیمان هیڅ جرمي ریکارډ نه لري او هغه د انټرنېټ له لارې له افراطي مسلمانو ډلو سره یوځای شوی و او په یوټیوب کې یې د افراطي اسلامپالو ځینې ویډیوګانې شریکې کړې وې. د جرمني پولیسو ویلي چې دا برید پلان شوی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG