د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو سازمان: جرمني د افغانانو منلو برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي، چې جرمني او څو نور لویدیځ هیوادونه په خپلو هغو ژمنو کې پاتې راغلی، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یې له افغانستان څخه د طالبانو تر ګواښ لاندې افغانانو د تخلیې لپاره کړې وې.

د بشري حقونو سازمان (HRW) د اسیا د څانګې مرستیالې میرمن پیټریشیا ګاسمن په یو راپور کې، چې جمعې د ورځې ناوخته اګست ۱۸ (زمري ۲۷) ددغه سازمان په انټرنیټي پاڼه خپور شوی ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو ګواښونو د دوام له امله ډیر افغان فعالان او خبریالان د ځان د ژغورنې لپاره په پټو ځایونو کې ژوند تیرولو ته اړ شوي دي.

میرمن ګاسمن، ویلي، چې په کندهار یا کابل کې د بند پاتې افغانانو د واټس اپ پیغامونو لړۍ ورو شوې خو نه ده دریدلې کوم چې دا یې ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې ترلاسه کوي.

میرمن ګاسمن ویلي، چې شرافت، یوې پخوانې خبریالې، د ښځو د حقونو فعالې او د جرمني د یوې پرمختیايي ادارې کارکوونکې څخه له اتو میاشتو راهیسې د زیاتې مایوسۍ پیغامونه ترلاسه کوي او دا ځکه، چې د میرمن ګاسمن په وینا د هغوی پرمخ یو په بل پسې د خوندیتوب لارې تړل شوي دي.

میرمن کاسمن ویلي: " کله چې کابو دوه کاله وړاندې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د شرافت ورور یې وروسته له هغه وواژه چې پر فیسبوک یې انتقادي تبصره وکړه. بیا دوی د شرافت تعقیب پیل کړ، کوم چې په یو ځای کې پټ شوی و. پروسږکال طالبانو هغه وموند، هغه یې ووهلو او د قتل په موخه هغه يې په چړو ووهه. هغه ژوندی پاتې شو ځکه چې یو شمیر کلیوالو هغه یو کلینیک ته یوړ، چیرې چې ډاکټرانو د هغه ژوند وژغوره".

میرمن ګاسمن وايي، له هغه وخت راهیسې هغه بېلابېلو ځایونو کې ځان پټ ساتلی دی، او پوهیږي چې که بل ځل د طالبانو لاس ته ورشي، ښايي ژوندی پاتې نه شي.

میرمن ګاسمن وايي، ځکه چې هغه د جرمني پراختیایي ادارې (GIZ) لپاره کار کاوه، شرافت د جرمني د فدرالي استوګنې د پروګرام لاندي د بیا میشتیدنې غوښتنه وکړه.

دا پروګرام د هغو افغانانو لپاره په لاره اچول شوې دې کوم چې د بهرني حکومتونو سره د خپلو اړیکو له امله په خطر کې دي.

میرمن ګاسمن ویلي، چې له څو میاشتو انتظار وروسته، شرافت د پروګرام سره تړلي یو رسمي حساب څخه یو پیغام ترلاسه کړ چې د هغه غوښتنلیک یې رد کړ او ویې ویل چې هیڅ داسې شواهد شتون نلري چې په جرمني کې د هغه دندې "په افغانستان کې د عمومي خطر څخه بهر" خطر رامنځته کړی وي.

د طالبانو له خوا پر هغه تورونه چې هغه د بهرنیو ګټو لپاره کار کوه، ظاهرا د دغه پروګرام له خوا کافي نه دي بلل شوي.

د بشري حقونو د سازمان د اسیا د څانګې مرستیالي زیاته کړې، چې وروسته شرافت ورته ولیکل: "زه له ژونده مایوسه یم، نور ژوند نه غواړم." هغه ماته د سیاري ځمکې ویډیو لینک واستاوه چې څو کاله دمخه په پراخه توګه خپور شوی و. په دې ویدیو کې، یوه ځوانه څرمښکۍ هڅه کوي د لسګونو وحشي مارانو څخه ځان وژغوري کوم چې د هغې د وژلو نیت لري. دغې ویدیو لیدل کیدای شې زړه راښکونې وی، خو، لکه څنګه چې شرافت ما ته وویل، هغه صحنه دومره زړه راښکونکی نه ده که چیری دا ستاسو ژوند منعکس کړي".

میرمن ګاسمن وايي د جرمني له خوا د شرافت د غوښتنلیک د ردیدو په اړه ویل شوي دا د هغه "سیاسي څرګندونې" وې، نه د هغه دنده، چې هغه یې د طالبانو په څار کې واچاوه.

د شرافت څرګندونو د بشري حقونو دفاع کوله — د خطر فکتور د جرمني حکومت د فدرالي استوګنې پروګرام د دوهم پروګرام له لارې د تخلیي او بیا میشتیدنې لپاره د معیارونو په توګه پیژندلی دی، کوم چې د افغان بشري حقونو مدافعینو، ژورنالستانو او نورو لپاره چې د طالبانو له خوا ګواښل کیږي په لاره اچول شوې دی.

د فدرالي استوګنې پروګرام، چې د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې پیل شوی و، ټاکل شوې وه چې په میاشت کې تر ۱۰۰۰ پورې افغانان جرمني ته ولېږي. خو دا پرواګرام له ستونزو سره مخ دی.

جرمني لا دمخه یو شمیر پخواني محلي کارکونکي او نور افغانان چې په ځانګړې توګه له تخليي سمدستي وروسته له خطر سره مخامخ وو، په دغه هیواد کې استوګن کړي دي.

خو د می میاشتې راهیسې، یو افغان هم د نوي پروګرام له لارې جرمني ته نه دی تللی، او په زرګونو د بشري حقونو فعالان ژورنالیستان او نور په افغانستان یا ګاونډیو هیوادونو کې بند پاتې دي، یا په ناڅرګند ډول د هغو غوښتنلیکونه رد شوي دي.

د مارچ په میاشت کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دا پروګرام ددې ویرې له امله ودروه، چې د اسنادو د څیړلو اقدامات کافي نه وو.

د جون په نیمایي کې، دا پرورام بیا پیل شو. د کورنیو چارو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت په منظمه توګه د جرمني غیر دولتي موسسو ته د دې پروګرام په اړه تازه معلومات ورکوي، خو نور دې پروسې ته لږ لاس رسی لري.

میرمن ګاسمن ویلي، "نو یوازینۍ لار چې زه کولی شم د دغه پروګرام په اړه معلومات ترلاسه کړم چې دوی څنګه د بشري حقونو مدافعینو او ژورنالیستانو قضییو ته رسیدګې کوي، په برلین کې زموږ د بشري حقونو د څار دفتر له لارې ده. که زما لپاره د یادو معلوماتو ترلاسه کول ګران وي، دا د یو افغان لپاره چې ۰۰۰ ۸کیلومتره لیرې وي، د لږو پیسو او انټرنیټ ته محدود لاسرسی سره نږدې ناممکن دی چې دغو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي".

د بشري حقونو سازمان ویلي، چې البته، جرمني یوازینی هیواد نه دی چې په ۲۰۲۱ کال کې یې له افغانانو سره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی، بریتانیا ډیر کم هغه افغانان منلي، چې د برتانیې له حکومت سره یې مستقیم کار نه دی کړی، او هغه کسان چې بریتانیا ته انتقال شوي وو، لازمې مرستې یې نه دي ترلاسه کړي.

شاوخوا ۹۰۰۰ افغانان چې هلته په موقتي استوګنځایونو کې بند پاتې دي اوس د اخراج سره مخ دې او بل ځای د تللو لپاره نلري.

دغه سازمان ویلي، چې امریکا په زرګونو ژباړونکي، عادي کارکونکي او نور شاته پریښودل کوم چې باید د ځانګړو ویزو لپاره وړ وي، سره له دې چې دا پروګرام اوس د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې تمدید شوی دی.

د ناټو غړو هیوادونو چې د افغانانو د بیا میشتیدنې ژمنه يې کړې وه خورا ورو روان دي. او د هغو افغانانو په تخلیه باندې تمرکز کوي چې په پوځي هڅو کې یې برخه اخیستې وه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک ویلي دي، چې د جرمني د پروګرام موخه دا ده چې هغو کسانو ته چې د طالبانو له خوا ځورول کیږي، د آزاد، پر ځان بسیا او خوندي ژوند چانس ورکړي.

د دې په منلو سره چې دنده به پراخه وي، هغې ژمنه وکړه، او ویې وویل "موږ به دغه پروګرام ترپایه رسوو." د هغو زرګونو افغانانو لپاره لکه شرافت چې په دغو الفاظو چې له ژوند او مرګ پر پوله خپلی شپې او ورخې تیروي، دا خبرې د هغو لپاره هسي پلمې ښکاري.

د طالبانو حکومت د بشري حقونو سازمان دغه راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې افغانستان کې د هیچا ژوند ته ګواښ نشته او افغانان کولی شي په پوره ډاډ سره په خپل هیواد کې ژوند وکړي. د طالبانو حکومت یو شمیر چارواکو د مدني فعالانو ژوند ته د ګواښ په اړه راپورونه یوازې تبلیغاتي راپورونه ګڼلي او رد کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG