د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني چارواکي: یوه میاشت کې له ۳۰ زرو څخه زیات افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته شړل شوي


د ایران سرحدي چارواکي وايي، چې تیره میاشت یې له ۳۰ زرو څخه زیات افغان کډوال له دغه هیواد څخه بیرته خپل هیواد ته شړلي دي.

ایراني رسنیو د سیستان او بلوچستان د ولایت سرحدي ځواکونو قوماندان سردار رضا شجاعي له قوله ویلي، چې دا شمیر غیر قانوني افغان کډوال د ایران او افغانستان ترمنځ د نیمروز ولایت سره د میلک د سرحدي لارې دغه هیواد ته بیرته ستانه کړای شوي دي.

ښاغلي شجاعي ویلي: "بهرني وګړي ایران ته د ننوتلو، اوسیدلو اوستنیدلو لپاره باید د قانوني لارو اقدام وکړي ددې پرته هغوی سره به چلند د هیواد اړوندو ادارو ته د تحویلې وروسته (ایران) څخه شړل اوسي".

د ناروې د کډوالو د شورا د معلوماتو پر اساس ایران په دغه هیواد کې ۴.۵ میلیونو افغان کډوالو ته په پناه ورکولو سره په نړۍ کې دوییم هیواد دی، چې په کې په زیات شمیر افغان کډوال اوسیږي.

په عین وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ددې اونۍ په منځ کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان د عمومي منشي د مرستیال او افغانستان لپاره ددغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې د افغان کډوالو سره د نړیوالو بشري مرستو د برابرولو په اړتیا ټینګار کړی او د افغانستان د روان معیشتي او انساني وضعیت د هوارولو لپاره یې د هڅو زیاتیدو غوښتنه کړې ده.

په عین حال کې د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه د ۱۳ زرو افغان کډوالو د شړلو او ستنیدلو خبر ورکړی دی.

ددغه وزارت له خوا د خپرو شوو شمیرنو له مخې د اګست د لسمې څخه تر ۱۷ پورې ۱۲۶۵۲ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د هرات ولایت د اسلام قلعه په بندر کې افغان سرحدي چارواکو ویلي، چې یوازې د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۶( زمري ۲۵) ۲۲۷۸ افغان کډوال له ایران څخه وطن ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې ددغو ستنو شویو افغان کډوالو یو شمیر یې د خوراکي او غیر خوراکي مرستو لپاره د مهاجرت نړیوال سازمان ته معرفي شوي دي.

ددغه وزارت شمیرنې ښيي، چې په تیر یوکال کې ۹۵۲۵۸۹ افغان کډوال د ایران او پاکستان او ځینو نورو هیوادونو څخه خپل وطن ته راغلي دي.

د افغان مهاجرینو د ملاتړ ځینې ادارې وايي، چې د نورو کلنو په څیر په تیرکال کې د ستنو شویو افغانانو زیات شمیریې هغه افغان مهاجرین دي، چې د ایران د حکومت له خوا افغانستان ته شړل شوي دي. د دغو ادارو د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته په سلګونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران، پاکستان او ترکیې ته کډه شوي دي.

د نړیوالو موسسو د شمیر له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته له افغانستان څخه په سلګونو زره افغانان ایران او پاکستان ته کډه شوي دي

جنګ، بیکاري، ښه ژوند ته د رسیدلو لټه او د طالبان د غچ اخیستلو څخه فرار په هغو عواملو کې شمیرل کیږي، چې افغانان خپل هیواد پریښودلو ته اړباسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG