د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو ۶ میاشتو کې په خپله خوښه ستنیدونکو افغان کډوالو ته ۲.۲۳ میلیونه ډالر ویشلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي، چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه یې د جون د تیرې میاشتې تر پای پورې ۲.۲۳ میلیونه ډالره هغو افغان کډوالو ته، چې په خپله خوښه وطن ته ستانه شوي ویشلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنري "یو این ایچ سي ار" په یو تازه راپور کې ویلي، چې د ستنیدونکو افغان کډوالو سره د نغدو پیسو مرستې ۱.۷ میلیونه ډالر یې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې او پاتې ۵۳۰ زره ډالر د همدې کال د اپریل، مۍ او جون په میاشتو کې شوي دي.

یو این ایچ سي ار ویلي: "ستنیدونکی کورنۍ ۷۰۰ ډالر(د هرې دوه کسیزې یا له دوو کسانو څخه د زیاتو کسانو کورنۍ ته) یا ۳۵۰ مجردو کسانو او یا که د کورنۍ د غړو د یوې برخې سره وطن ته ستانه شوي وي ورکول کیږي او پاتې ۳۵۰ ډالر د کورنۍ د نورو غړو د ستنیدلو په صورت کې هغوی ته به ورکړل شي".

په دې راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال د اکسټ د لومړۍ ورځې را وروسته یې په افغانستان کې د ژوند د تیرولو توکو د مصرف د بیو لوړیدلو ته په پاملرنې په خپله خوښه ستنیدنکو افغان کډوالو ته د ستنیدلو پر مهال د پیسو د مرستې اندازه د ۲۵۰ ډارو څخه ۳۷۵ ډالرو ته لوړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې د نغدو مرستې سربیره ستندیدونکو کورنیو سره د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې خپلو سیمو ته د ستنیدلو درې میاشتې وروسته په ټولنه کې د بیا ادغام لپاره یو ځل اضافي مرسته هم کیږي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې ستنیدونکي کډوال به د "یو این ایچ سي ار" له خوا ترسره کیدونکو پروژو کې د بیا ادغام په موخه لومړیتوب ولري.

په دې راپور کې ویل شوي: "د نغدي مرستو سربیره ستانه شوي کډوال د اړتیا په صورت کې د حفظ الصحې د لومړنیو خدمتونو او د شپې د اوسیدلو د ځای څخه هم برخمن کیدلی شي. همداشان هغوی کولی شي، چې د مرستې رسونې د نورو شریکانو له خوا د نغدو پیسو د مرستو د ترلاسه کولو په مرکزونو کې نور خدمتونه ته هم لاس رسی پیدا کړي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیر له مخې په روان ۲۰۲۳ کال کې ۵۸۰۰ افغان کډوال افغانستان ته په خپله خوښه ستانه شوي، چې زیات شمیر یې له پاکستان او ایران څخه دغه هیواد ته ستانه شوي دي.

له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنیدونکي افغان کډوال په دغو هیوادونو کې د اړتیا وړ موادو بیو لوړیدل د کار او کسب نشتوالی ، افغانستان کې د امنیتي وضعیت ښه کیدل او خپلو کورنیو سره یو ځای کیدل ښيي.

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي و، چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د مۍ ترمیاشتې د ایران او پاکستان څخه ۲۹۹ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. اوچا ویلي، چې اکثره دا ستانه شوي افغان کډوال د هغوی د خوښې په خلاف افغانستان شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي و، چې په دغه شمیرکې ۲۶۶ زره یې د ایران او ۳۴ زره نور د پاکستان ته خپل وطن ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG