د لاس رسي وړ اتصالات

مدني فعالان: امریکا طالبانو سره خبرو کې د افغانانو غوښتنو ته پاملرنه نه کوي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت

د ښځو د ملاتړ په لسګونو بنسټونو د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ته په یو سرخلاصي لیک کې په دوحه کې د طالبانو د حکومت د استازو سره د امریکایي چارواکو په خبرو انتقاد کړی او ادعا یې کړې، چې امریکا په دغو خبرو کې د افغانانو غوښتنو ته پاملرنه نه کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته د نږدې ۶۰ بنسټونو په دغه سرخلاصي لیک کې طالبانو سره د امریکا د متحده ایالاتو د دپلوماتانو خبرې د طالبانو د نړیوال مشروعیت لپاره د یوې هڅې په توګه یادې کړي او په اړه اندیښنه ښودلې ده.

په دغه لیک کې راغلي دي: "موږ په دې چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د افغانستان د ښځو او خلکو په هغو غوښتنو سترګې پټوي چې د جنګي جرمونو او جنایتونو د سمدستي مخنیوی، د یو مشروع او ټولشموله حکومت جوړول او د بشری حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو درناوی او تضمین او د زیانمنونکو خلکو خوندیتوب په کې شامل دي، په ژوره توګه خواشیني یو".

دغو ائتلافونو او د ښځو شبکو انتقاد کړی، او ادعا یې کړې، چې متحده ایالات د دوحې د سولې د هوکړې په څیر یو ځل بیا د افغانستان د مدني ټولنې او د ښځو د استازو او سیاسي ډلو سره د تعامل پرته د رسنیو له نظر پټې د طالبانو سره د باور د جوړولو هڅې پیل کړي دي.

په دغه لیک کې ازادۍ د کور (Freedom House) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي راپورونو، بخښنې نړیوال سازمان او د نورو بشري حقونو د ملاتړ بنسټونو راپورونو ته اشاره شوې او ویلي دي، چې طالبان په افغانستان کې د جنیستي تبعیض د پلي کولو په حال کې دي.

په دې لیک کې ویل شوي: "مونږ په دې باور یو چې د افغانستان تل پاتې سیاسي هواري په اړه باید د امریکا د متحده ایالاتو او نور اغیز لرونکي هیوادونه شفاف او ځواب ویونکي اوسي او زمونږ له غوښتنو څخه د تحریف د وسیلې په توګه استفاده ونکړي".

د مدني ټولنې دغو بنسټونو د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ته دغه لیک په داسې حال کې استولی، چې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په ګډون افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي توماس ویسټ سره یوځای د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوي سره په دوحه کې د بشري حقونو د مسلو په ګډون په يو لړ موضوعاتو په دوه ورځینو غونډو کې خبرې کړي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغو کتنو د بحث په اصلي موضوعاتو کې د "افغانانو لپاره بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او د نشه يي توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې هڅې شاملې وي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دوحه کې په دې خبرو کې "د دواړو خواو ترمنځ د باور جوړول، د بنديزونو او تور ليستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه شامل و."

د بشري حقونو دغو فعالانو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څخه غوښتی، چې په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو د پلاوي سره په خبرو کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو له خوا د شویو ژمنو په اړه دې معلومات ورکړي او هم د باور جوړولو او د اقتصادي ودې په برخه کې د شویو پریکړو په اړه دې دغو فعالانو ته معلومات ورکړي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دوحه کې امریکايي پلاوي په افغانستان کې د بشري بحران په اړه خپله ژوره اندیښنه ښودلې ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي: "امریکايي چارواکو له طالبانو وغوښتل، چې خپلې پالیسۍ دې معکوسې کړي چې د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو او ګواښ سره مخ ټولنو لپاره د وضعیت د لا خرابیدو سبب نشي".

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې امریکايي چارواکو طالبانو ته د مدني فعالانو د نیولو، د رسنیو د ځپلو او مذهبي مراسمو باندې د محدودیتونو د لګولو له امله اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي، چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د خلکو د غوښتنو څخه چې د خپلو حقونو ته د درناوي په برخه کې لري ملاتړ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG