د لاس رسي وړ اتصالات

د متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوی د امریکایي مقاماتو سره د خبرو لپاره قطر ته ځي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزات وايي، چې ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې په پای کې ددغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره د قطر پاتخت دوحې ته لاړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري پنځم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا پلاوی به د قطري چارواکو سره هم په دوو اړخیزو مسلو خبرې وکړي.

ښاغلي بلخي ویلي: "د افغانستان لپاره په دې خبرو کې به د بنديزونو او تور ليستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه لومړيتوب ولري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري څلورم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټام ویسټ او په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري به په روانه اونۍ کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له استازو او د "افغانستان د مهمو وزارتونو له مسلکي تکنوکراتانو" سره لیده کاته کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي : "دوی به په دوحه کې د طالبانو د استازو او د افغانستان د مهمو وزارتونو له مسلکي تکنوکراتانو د یو پلاوي سره د افغانستان اړوند اساسي مسایلو باندې خبرې وکړي."

د بحث په اصلي موضوعاتو کې به د افغانانو لپاره بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او د نشه يي توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې هڅې شاملې وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کوم طالب چارواکي یا "مسلکي تکنوکرات" نوم نه دی اخیستی چې ټاکل شوې له امریکایي چارواکو سره وګوري.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه دوه امریکايي چارواکي به د جولای له ۲۶ تر ۳۱ پورې قطر او قزاقستان ته هم سفر وکړي او هلته به په افغانستان کې د امنیت، له نشهيي موادو سره د مبارزې او د ښځو پر حقونو خبرې وکړي.

امریکا متحده ایالاتو یو شمیر چارواکو دمخه د طالبانو د مشرانو سره په پرله پسې ډول کتلي دي، خو دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي پلاوی د طالبانو د حکومت د لوړو چارواکو ترڅنګ د ځینو وزارتونو د تکنوکراتانو سره هم خبرې کوي.

د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ دا کتنه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې پر افغانستان باندې د طالبانو بیا واک ته د رسیدلو دوو کلنو پوره کیدو ته له شلو ورځو کمې ورځې پاتې دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندلو لپاره د طالبانو له خوا د ښځو او د مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی او د القاعده ډلې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کولو شرطونه ایښي دي.

طالبانو په دغو نږدې دوو کلنو کې په نجونو او ښځو باندې د تعلیم، کار او د ژوند په نورو برخو کې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز سربیره د تیر۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د نجونو او ښځو په تعلیم هم بندیز ولګوه او هم يې په غیرحکومتي موسسو او د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان میرمنو په کار بندیز لګولی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ وروسته په دولتي ادارو کې له وړاندې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پریکړې له مخې د جولای ۲۵ (زمري درییم) په افغانستان کې ښځینه سینګارتونونه وتړل شو. د ښځینه سینګارتونونو د ټولنې د چارواکو د وینا له مخې د طالبانو د حکومت ددې پریکړې له امله د ۶۰ زرو څخه زیاتو ښځو خپل کار له لاسه ورکړ.

طالبانو حکومت په پرله پسې ډول ویلي، چې د ښځو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ژمن دي. د طالبانو حکومت ویلی، چې د ښځو په زده کړو باندې محدودیتونه دایمي نه دي. د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د کوم بل هیواد پرخلاف کار واخلي.

د ملګروملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې له خوا د جون د تیرې میاشتې په خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې کابل کې د طالبانو د میشتو مشرانو ترمنځ د پالیسو د بدلون په برخه کې هیڅ کومه نښه نه لیدل کیږي او په لنډه موده کې د بدلون لپاره کومه هیله هم نه شته دی.

په دې راپور کې ویل شوي: "په افغانستان کې طالبان د ملا هبت الله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې په واک کې د حاکمې ډلې په توګه د ۹۰ لسیزې په څیر د پښتنو په محوریت استبدادي پالیسو ته ستانه شوي دي".

په دې راپور کې ویل شوي، چې افغانستان کې تروریستي ډلې د پخوا په پرتله د ډیرې ازادۍ څخه برخمنې دي او په افغانستان او سیمه کې تروریستي ګواښونه مخ په زیایدو دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې طالبانو د امریکا متحده ایالاتو سره په دوحه کې شوی تړون نه دی عملي کړی.

دا راپور وايي، چې د القاعده ډله په افغانستان کې بیرته د سر د پورته کیدو په حال کې ده او د تحریک طالبان پاکستان ډلې پاکستان کې بریدونه زیات کړي دي.

ددغه راپور له مخې داعش ډلې هم په افغانستان کې خپل بریدونه د پخوا پرتله لا زیات سخت کړي دي.

XS
SM
MD
LG