د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني افغان پناه غوښتونکو ته: هېڅ فردي غوښتنلیک نه منو 


له افغانستان څخه د استخراج بهیر
له افغانستان څخه د استخراج بهیر

د جرمني د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو په یوې تازه اطلاعیې کې ویلي دي چې له افغانستان څخه د اسیب پذیره افغانانو د اېستلو په بهیر کې هېڅ ډول فردي‌ او نوي غوښتنلیکونه نه مني.

په دغې اطلاعیې کې راغلي دي چې د جرمني حکومتي ادارې هېڅ ډول غوښتنلیکونه نه مني، بلکې هغه با صلاحیته ادارې او سازمانونه چې د جرمني له حکومت سره کار کوي، د واجد شرایط کسانو اسناد چې له مخکې ورسره دي، حکومت ته سپاري چې نوره پروسه مخې ته یوسي.

د جرمني حکومت د اکتوبر په ۱۷ نېټه (تله ۲۵)‌ اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په هره میاشت کې ۱۰۰۰ هغه افغانان، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، جرمني ته انتقالوي.

د جرمني حکومت ویلي دي: «اوس هېڅ ډول نوی غوښتنلیک نه منل کېږي آن که د جرمني د حکومت د رسمي ادارو لکه د فدرال وزارتونو، په کابل کې د جرمني سفارت یا د جي آی زي موسې لوري‌ هم وي.»

په اطلاعیې کې همدغه راز خلکو ته ویل شوي چې جرمني ته د راتلونکو واجد شرایط کسانو د ا نتقال لپاره هېڅ پېسې نه اخیستل کېږي‌ او خلک دې خبر وي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته جرمني لږ تر لږه ۲۶زره افغانان، چې اکثریت یې هغه کسان وو چې د جرمني له عسکرو او ادارو سره یې کار کړی و او ژوند یې په خطر کې و، له افغانستان څخه واېستل.

د جرمني حکومت ویلي دي چې په دغه نوي پروګرام کې لومړیتوب هغوی خلکو ته ورکول کېږي چې د خپلې کاري سابقې، د ښځو د حقونو لپاره د ژمنتیا، د بشري حقونو، په عدلي او قضايي بنسټونو کې د کار کولو، سیاست،‌ رسنیو، پوهنې او فرهنګ له کبله له مجازاتو او خطر سره مخامخ دي.

د حکومتي چارواکو په خبره د دې پروګرام په دویمې مرحلې کې هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې د خپل جنسیت او مذهب له کبله له خطر سره مخامخ دي.

د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه په دې اړه په خپل جوړ شوي ویسبایټ کې تازه او هر اړخیز معلومات خپروي.

XS
SM
MD
LG