د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د ستنیدونکو افغان کډوالو او زلزله ځپلو سره ۶۰ میلیونه یورو مرسته کړې


افغانستان لپاره د جرمني سفارت ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام سره د ۶۰ میلیونو یورو له دې مرستې به دا اداره په افغانستان او په ګاونډیو هیوادونو کې د خپلې بودیجې د تمویل لپاره کار واخلي.

د جرمني سفارت د پنجشنبې د ورځې ناوخته نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددغو پیسو څخه به د هرات ولایت زلزله ځپلو او له پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو ته د مرستو د برابرولو لپاره کار واخیستل شي.

دغه سفارت لیکلي: "دا به د بشري اړتیاو په برخه کې د ځواب ویلو بهیر پیاوړی کړي او د هرات زلزلې د قربانیانو کورنۍ او له پاکستان څخه ستنیدونکي افغان کډوال به په سرحد کې ترې ګټه پورته کړي".

جرمني د خوړو نړیوال پروګرام سره ددغو پیسو برابرولو ژمنه په داسې حال کې کړې چې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له پاکستان څخه د افغانستان سرحد ته د ستنیدونکو یو میلیون افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د څه باندې ۲۷ میلیونو ډالرو د بودیجې د کمبود سره مخ دي.

دغه پروګرام د نومبر۲۳ ( لیندۍ دوییم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې له پاکستان څخه د افغانستان سرحد ته اکثره ستنیدونکي کورنۍ په ډیرې بې وزلۍ او ناامیدۍ کې ستنیږي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ددې اعلامیې له مخې د نومبر میاشت کې د خوړو نړیوال پروګرام په سرحدي سیمو کې شاوخوا ۲۵۰ زرو کسانو سره د خوړو د چمتو کولو په برخه کې مرسته کړې ده.

د بودیجې د کمبود له امله د روان ۲۰۲۳ کال د تیر اګست په میاشت کې د خوړو نړیوال پروګرام دې ته اړ شو چې په افغانستان کې د لسو میلیونو مرستو ته اړو افغانانو باندې خپلې مرستې بندې کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د یوې خوا افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي او د بلې خوا د دریو پرله پسې کلنو وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله په دغه هیواد کې اقتصادي بحران پراخه شوی دی.

ددغو ستونزو ترڅنګ د هرات ولایت کې دریو پرله پسې زلزلو او د زلزلو وروسته له پاکستان او ایران څخه په زیات شمیر د افغان کډوالو شړلو افغانستان کې بشري ناورین لا پراخه کړی دی.

هرات ولایت کې د اکتوبر اووم (تلې ۱۵) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا ( تلې ۱۹) او د اکتوبر۱۴ (تلې۲۲) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې د دغو زلزلو سربیره په زلزله ځپلو سیمو کې د زلزلو نور زیات ټکانونه هم احساس شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو زلزلو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له۳۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

همداشان د پاکستان حکومت د اکتوبر د میاشتې په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه او دغو کډوالو ته یې د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې خپلو هیوادونو ته ستانه شي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به ونیول شي او وبه شړل شي.

د طالبانو حکومت وايي چې ددغې پریکړې د اعلان وروسته له ۴۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال د پاکستان څخه د تورخم او چمن – سپین بولدک او نورو سرحدي له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

همداشان د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ایراني رسنیو ته ویلي چې تر ۴۰۰ زرو پورې قانوني اسنادونلرونکي افغان کډوال له خپل هیواد څخه افغانستان ته استولي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۹ (لیندۍ اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددغو ۴۰۰ زرو شړل شویو افغان کډوالو څخه یو شمیر یې بیرته دغه هیواد ته تللي دي.

ښاغلي وحیدي ویلي: "مونږ د هغوی [افغان کډوالو] د بیرته ستنیدلو د مخنیوي لپاره قوانین نلرو. باید دا مسله حل شي او دا کار قانون ته اړتیا لري".

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې له اوو میلیونو څخه زیات افغان کډوال په بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې دیره دي.

خو ایراني چارواکي وايي چې یوازې پنځه میلیونه افغان کډوال په دغه هیواد کې اوسیږي. پاکستان هم ویلي چې له ۳.۵ میلیونو څخه زیات افغان کډوال چې ۱.۴ میلیونه یې قانوني اسناد نلري په دغه هیواد کې اوسیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG