د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د هرات زلزله ځپلو اړتیاو پلان شاوخوا ۱۷۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" وايي، چې د هرات ولایت د تیرې میاشتې د زلزله ځپلو کورنیو د اړتیاو د پوړه کولو لپاره یې یو څو اړخیز پلان ترتیب کړی دی.

د ملګروملتونو دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ نومیر۱۶ (لړم ۲۵) په یو راپور کې ویلي چې ددې پلان له مخې د هرات ولایت زلزله ځپلو ته د ملاتړ د برابرولو لپاره ۱۷۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" ویلي چې دا پیسې په زلزله ځپلو سیمو کې د خلکو د فوري اړتیاو د پوره کولو لپاره اړیني دي.

اوچا ویلي چې په هرات کې د سختو زلزلو وروسته زلزله ځپلي د سرپناه، خوړو، نغدو مرستو، څښلو پاکو اوبو، حفظ الصحې موادواو بیړنیو روغتیايي خدمتونو ته په اضطراري ډول اړتیا لري.

په دې راپور کې ویل شوي:" د ژمي سختو میاشتو په نږدې کیدو کورنۍ د ژمي د یخنې څخه د بچ پاتې کیدو لپاره انتقالي سرپناه، ګرمو لباسونو، ګرمو کمپلو او د تودوخې لپاره نورو موادوته به اړتیا ولري".

اوچا ویلي چې په دغه پلان کې د زلزله ځپلو بشري اړتیاو ته د ۲۰۲۴ کال لپاره د نړیوالې ټولنې څخه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو غوښتنه کې ځای ورکړل شوی دی.

د اوچا د معلوماتو پراساس د اړتیاو د پوره کولو پلان به زلزله ځپلو ته د ملاتړ په چمتو کولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اکتوبر اووم (تلې ۱۵) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا (تلې ۱۹) او د اکتوبر۱۴ (تلې۲۲) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې د دغو زلزلو سربیره په زلزله ځپلو سیمو کې د زلزلو زیات ټکانونه هم احساس شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو زلزلو کې له ۱۵۰۰ څخه د زیات کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له ۳۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونه وايي، چې د هرات ولایت په اتو ولسوالیو کې تراوسه په زلزلو کې ۱۲۱۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمیر یې ۶۶۳۶۰ کسانو ته رسیږي په مخامخ ډول زیانمن شوي دي.

ملګري ملتونه وايي:" هغوی چې بچ پاتې په اساسي ډول په خیمو کې اوسیږي، په دوامدار ډول سړه هوا زغمي او اوبو، روغتیايی خدمتونو، خوړو او بشپړ ډول سرپناه ته اړتیا لري. ډیرو زلزله ځپلو هرڅه له لاسه ورکړي دي".

د هرات زلزله ځپلو سره د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو هیوادونو او موسسو څخه د ملګروملتونو له خوا ددغې تازه د مرستې د غوښتنې وړاندې دغې ادارې د زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ۹۶.۳ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG