د لاس رسي وړ اتصالات

ترکيې د هرات زلزله ځپلو سره د ۵۰۰ ټنو توکو نوره مرسته کړې


د هرات ولایت د وروستیو زلزلو څخه د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو په لړ کې ترکیې د خپلو مرستو اتمه جوپه دغه ولایت ته د اورګاډي له لارې استولې ده.

په کابل کې د ترکیې سفارت د شنبې په ورځ ناوخته نومبر۲۵ (لیندۍ څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د مرستو دغه تازه جوپه تیره ورځ د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د تورغونډۍ سرحد له لارې دغه هیواد ته رسیدلې ده.

د ترکیې سفارت ویلي: "د هرات ولایت زلزله ځپلو او افغانستان ته د ستانه شویو کډوالو د اړتیاو د پوره کولو لپاره نن مو د تورغونډۍ په سرحدي دروازه کې په بشرپاله مرستو بار د اورګاډي د اتمې جوپې هرکلی وکړ".

د افغاني سرې میاشتې ټولنې چې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کیږي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د ترکیې ددغو تازه مرستو په اړه لیکلي چې دغې ټولنې ته په سپارل شویو ۵۰۸ ټنه خوراکي او غير خوراکي توکو کې د غير خوراکي توکو ترڅنګ ۲۲۲ ټنه خوراکي توکي چې په کې اوړه، غوړي، وريژې، لوبيا، دال، نخود، بوره، روب، زيتون، مکروني، تور چای، د سوپ اوړه، مربا او بسکيټ شامل دي.

د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې دا مرسته به د هرات ولايت په زلزله ځپلو کورنيو او له پاکستان څخه په راستنو شويو ګډوالو ووېشل شي.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اکتوبر اووم (تلې ۱۵) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا ( تلې ۱۹) او د اکتوبر۱۴ (تلې۲۲) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې د دغو زلزلو سربیره په زلزله ځپلو سیمو کې د زلزلو نور زیات ټکانونه هم احساس شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو زلزلو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له۳۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د هرات ولایت په اتو ولسوالیو کې تراوسه په زلزلو کې ۱۲۱۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمیر یې ۶۶۳۶۰ کسانو ته رسیږي په مخامخ ډول زیانمن شوي دي.

د هرات ولایت د زلزله ځپلو کورنیو سره د ترکیې د مرستو سربیره د امریکا د متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، ایران او د یو شمیر نورو هیوادونو د خوراکي توکو او طبي توکو د مرستو په ګډون د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې مالي مرستې هم شوي دي. خو اکثره زلزله ځپلې کورنۍ لا هم د ژمي په سړه هوا کې د خیمو لاندې اوسیږي.

ملګري ملتونه وايي هغوی چې بچ پاتې په اساسي ډول په خیمو کې اوسیږي، په دوامدار ډول سړه هوا زغمي او اوبو، روغتیايی خدمتونو، خوړو او بشپړ ډول سرپناه ته اړتیا لري. ډیرو زلزله ځپلو هرڅه له لاسه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي چې د ژمې په موسم کې د ډیرو زیاتو ځپل شویو کورنیو سره د وخت د حساسو اړتیاو د پوره کولو لپاره په عاجل ډول ۶۹.۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG