د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم کې نوي فیصده ستنیدونکي سرپناه نلري – سروې


له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو په اړه د اسلامیک ریلیف (Islamic Relief)په نوم یوې غیر دولتي ادارې له خوا د یوې شوې سروې موندنې ښيي چې ستنیدونکي کډوال د سرپناه، خوړو، زده کړو، روغتیايي خدمتونو او د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسي په برخه کې د جدي ستونزو سره مخ دي.

دغه سروې چې د ننګرهار ولایت د تورخم په ښارګوټي کې د ۳۱۵ ستنوشویو کډوالو (۶۳ فیصده سړو او ۳۷ فیصده ښځو) سره د مخامخ مرکو پر بنسټ ترتیب شوې د یکشنبې په ورځ نومبر۱۹(لړم ۲۸) خپره شوې ده.

ددې سروې موندنې ښيي چې د ستنیدونکو کډوالو ۹۲ فیصده کورنۍ د څښلو پاکو اوبو ته په اسان ډول لاس رسی نلري، ۹۰ فیصده کورنۍ سرپناه نلري او ۷۱ فیصده یې د حفظ الصحې په برخه کې په ځانګړي ډول لاس مینځلو په برخه کې امکانات نلري.

په دغه سروې کې ویل شوي:" د کورنیو ۸۳ فیصدو چې مرکې ورسره شوي ویلي چې په ورځ کې له دوو وختو کم خوړو ته لاس رسی لري. نوي فیصدو ویلي چې بچیان یې زده کړو اود زده کړو وسایلو ته لاس رسی نلري".

همداشان د ستنو شویو کورنیو ۹۸ فیصدو یې ویلي چې د خوندیتوب په برخه کې اندیښنې لري، ددې له ډلې ۳۸ فیصدو ویلي چې د خپلو ماشومانو د ساتنې، ۳۱ فیصدو د عمر خوړلو کسانو د ساتنې، نهه فیصدو د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي او اوه فیصدو نورو د خپل شخصي امنیت په اړه اندیښنې لري".

په سروې کې ۶۲ فیصدو کورنیو چې ورسره مرکې شوي ویلي چې د حفظ الصحې په اړه اندیښنې لري او ددې ډلې ۳۹ فیصدو د نس ناستي او هاضمې د ناروغیو، ۳۳ فیصدو د تنفسي ناروغیو، ۲۵ فیصده د روحي ناروغیو او درې فیصدو د خپلو ټپونو په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.

د اسلامیک ریلیف ادارې ویلي چې ددې سروې هدف له پاکستان څخه د تورخم په سرحدي سیمه کې د ستنیدونکو کډوالو د اړتیاو معلومول و چې په راتلوونکي کې به د هغوی اړتیاو ته د اضطراري طرحو د برابرولو له لارې ملاتړ برابر شي.

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه او ویې ویل چې که قانوني اسنادو نلرونکي کډوال د نومبر تر لومړۍ ورځې په خپله خوښه له پاکستان لاړ نشي نو وبه نیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه کړای شي.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو د بهیر له پیل څخه د جمعې د ورځې نومبر۱۷ (۲۶) پورې ۳۵۰ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ د جیو په نوم د یو پاکستاني تلویزیونې شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو پر وړاندې باید سختې پریکړې وشي.

هغه ټینګار کړی چې هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسیدولو قانوني اسناد لري افغانستان ته به ونه شړل شي.

طالبانو غبرګون

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر د یکشنبې په ورځ نومبر۱۹(لړم۲۸) د کندهار – ارزګان د سړک د کار د پیل غونډې ته په وینا کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان حکومت د پریکړې په باب وویل چې په کوم ډول چې پاکستان افغان ګډوال له دغه هیواد څخه ایستلي د نړۍ په بل هیڅ کوم هیواد کې یې د کډوالو سره د چلند بیلګه نه ده لیدل شوې.

ښاغلي برادر وویل:" د نړۍ بل هېڅ هېواد کډوال دا ډول نه دي ایستلي".

ملابرادر وویل چې له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د اوسیدانې د کمپونو د جوړولو سربیره له ایران څخه هم ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو لپاره یې کمپونه جوړ کړي دي.

د یکشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملاعبدالسلام حنفي هم د کندهار ولایت د سپین بولدک په ښار ګوټي کې د ستنیدونکو افغان کډوالو د کمپ څخه د لیدنې پر مهال د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه د نړیوالو معیارونو په خلاف وبلله.

ښاغلي حنفي وویل:" زمونږ د ګاونډي له خوا په دغه ژمي کې د ټولو نورمونو په خلاف د مهاجرینو غیر قانوني اخراج شروع شو".

ملاعبدالسلام حنفي چې د طالبانو د مشر له خوا د ستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د جوړ شوي عالي کمیسیون مشري هم کوي وویل چې ددغه کمیسیون لومړنی لومړیتوب دادی چې ستنیدونکي کډوال خپلو سیمو ته ورسوي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرنو له مخې په پاکستان کې ۱.۳ میلیونه افغان کډوال د کډوالۍ په قانوني اسناد لري، ۸۴۰ زره نور پیژند پاڼې لري، چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې پر مهال د ساتنې په برخه کېورسره مرسته کوي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ اټکل کوي چې ددغه شمیر سربیره ۱.۵ میلیونه نور افغان کډوال پرته د قانوني اسنادو په پاکستان کې اوسیږي، چې شاوخوا ۶۰۰ زره یې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغه هیواد ته کډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG