د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له پاکستان څخه په جبري ډول د کډوالو ستنول افغانستان کې بحران لا پراخوي


د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (UNHCR) وايي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ژمي د موسم د پیل سره سم په ناڅاپي ډول د سلګونو زرو افغان کډوالو ستنیدل به په دغه هیواد کې بشري بحران لاپراخه کړي.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د جمعې د ورځې ناوخته نومبر۱۷ (لړم ۲۶) په یو راپور کې ویلي چې د تازه ستنیدونکو کډوالو د ستنیدلو وروسته به افغانستان د سرپناه، روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي او کارو کسب موندنې په ګډون د کمو سرچینو د ترلاسه کولو په لټه کې د لا زیاتې سیالۍ شاهد اوسي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رئیس لیونارډ زولو په دې اړه ویلي: "دغه ډله ییز ستنیدل له دې څخه په بل بد وخت کې نشو ترسره کیدلی. اوس مهال مونږ په ډیر زیات شمیر ستنو شویو کسانو ته په پاملرنې ډیرو انساني اړتیاو سره مخ یو،د هغوی زیات شمیر پرته د کورنیو د هر ډول ملاتړ او یا هم د وضعیت سره د مقابلې لپاره د چمتووالي پرته ستنیږي. ډیر سوړ ژمی او سخت وخت په مخ کې لرو".

دغې کمیشنرۍ اندیښنه ښودلې چې افغانستان کې د مرستې رسونې ادارې له وړاندې د بودیجې د کمبود سره مخ دي او ددې ستونزې سربیره د کمې بودیجې په لرلو سره د هرات ولایت زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هم هڅې کوي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پریکړه وکړه او د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ته یې د نومبر تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړی و چې په خپله خوښه له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه کړای شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په دې راپور کې ویلي چې د پاکستان د حکومت د اکتوبر د درییمې ورځې د پریکړې له اعلان وروسته له دغه هیواد څخه ۳۵۰ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. دغې ادارې ویلي چې هغه ستړي افغان کډوال چې د خپل هیواد سرحدونو ته راځي اضطراري مرستو ته اړتیا لري او د دغسې کسانو شمیر هم مخ په زیاتیدو دی.

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د نومبر۱۴ (لړم ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له نیمايي څخه تر تیرې ورځې پورې ټول ۳۲۷ زره او ۴۰۰ قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال له پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي: " دغې ناڅاپي هجوم له وړاندې د سرپناه، او اساسي خدمتونو په ګډون تر فشار لاندې سرچینو باندې لا فشار راوړی دی. اضافي ملاتړ ته په بیړني ډول اړتیا ده".

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې ویلي چې وطن ته د ستنیدونکو کډوالو ۸۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي او د هرې ستنیدونکی کورنۍ له څلورو څخه یو یې د پنځه کلنو څخه ښکته عمر لري.

همداشان د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې د معلوماتو پراساس د ۶۰ فیصدو څخه زیات ستنیدونکي کډوال د ۱۷ کلنو څخه ښکته عمرونه لري.

ددغې ادارې د معلوماتو پر اساس په پاکستان ۱.۳ میلیونه د کډوالۍ ثبت شوي کارتونه لري او هم ۸۴۰ زره نور په دغه هیواد کې پیژندپاڼې لري چې ورڅخه ساتنه کوي.

خو د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د اټکل له مخې وايي چې ۱.۵ میلیونه نور افغان کډوال په پاکستان کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو پرته اوسیږي، چې ددې ډلې ۶۰۰ زره یې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته دغه هیواد ته کډه شوي دي.

د راپورونو له مخې په وروستیو کلنو کې د پاکستان څخه خپل هیواد ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د ستنیدلو د پروګرام په ترڅ کې د ستنیدونکو افغانانو شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. تیر ۲۰۲۲ کال کې یوازې ۶۴۲۴ تنو د ستنیدلو لپاره غوښتنه کړې وه، خو سږکال د ستنیدونکو لپاره کډوالو شمیر زیات شوی دی.

د راپور له مخې د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د ستنیدلو لپاره د کډوالو غوښتنلیکونو کې څلور برابره زیاتوالی راغلی دی او د پاکستان د حکومت له خوا ددغه هیواد څخه د نومبر د لومړۍ ورځې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو د مهلت د پوره کیدو وروسته د نومبر تر نیمايي ۲۴ زرو ته لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري ویلي چې د دغې ادارې کارکوونکي او د نورو هغو موسسو کارکوونکي چې دغې ادارې سره کارکوي د ننګرهار ولایت په تورخم او د کندهار په سپین بولدک کې د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو له بهیر څخه نږدې څارنه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG