د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني درې تنکي ځوانان 'د اسلامپاله بریدونو' تنظیمولو په تور نیولي


د راپورونو له مخې، د درې نیول شويو کسانو هدف عیسویان او د پولیسو افسران وو.
د راپورونو له مخې، د درې نیول شويو کسانو هدف عیسویان او د پولیسو افسران وو.

د جرمني‌ امنیتي مسئولینو د جمعې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۴) وویل چې ددغه هېواد په لویدیځ کې د اسلام په نوم د بریدونو د تنظیمولو په شک یې دوه نجونې او یو تنکی ځوان نیولي دي.

څارنوالانو په یوه خبرپاڼه کې وویل، پر دغو درې واړو، چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۱۶ کلونو دي، "په کلکه شک کیږي چې د اسلامپاله ترهګریز برید پلان یې درلود او د ترسره کولو ژمنه یې کړې وه."

د دوسلدورف څارنوالانو په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې دغو دریو تنو "د جرم ترسره کولو او عمدي وژنو تابیا" کړې وه.

څارنوالانو د ادعا شوې توطیې په اړه نور جزئیات ورنکړل او ویې ویل چې تحقیقات لاهم روان دي.

خو د جرمني د بیلډ ورځپاڼي راپور ورکړی چې دغو کسانو د اسلامي دولت (داعش) ډلې په نوم د لاسي بمونو او چاقو په واسطه د بریدونو پلان درلود.

د راپور له مخې، د دوی هدف عیسویان او د پولیسو افسران ښودل شوي او د وسلو ترلاسه کولو په لټه کې وو.

جرمني د اکتوبر په میاشت کې د اسرائیل او حماس د جګړې له پیل راهیسې، د اسلامپالو بریدونو څخه په وېره کې دی. د دې هیواد د استخباراتو مشر خبرداری ورکړی چې د دې ډول بریدونو خطر "د پخوا په پرتله ریښتینی او لوړ دی."

جرمني په داسې حال کې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښنه ښيي چې دغه هیواد د جون له نیمایي څخه د جولای تر نیمایي پورې د اروپا فوټبال جام د سیالیو کوربه توب کوي.

د جرمني پولیسو د جنورۍ په میاشت کې درې کسان په دې تور ونیول چې د نوي کال په ماښام یې په کولون ښار کې پر یوې کلیسا باندې د برید پلان جوړ کړی و.

د بیلډ ورځپاڼې راپور ورکړ چې نیول شوي کسان تاجیکان وو چې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې لپاره یې فعالیت کاوه. پر دغې څانګې شک دی چې د مارچ په میاشت کې د مسکو د کنسرت په تالار کې د خونړي برید کې یې لاس درلود.

د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر هغه مهال د داعش خراسان څانګه "په جرمني کې تر ټولو ستر اسلامپاله ګواښ" وباله او ویې ویل چې "د اسلامپاله تروریزم خطر لا هم جدي دی."

اسلامپالو افراطیانو په وروستیو کلونو کې په جرمني کې یو شمېر بریدونه کړي دي چې تر ټولو خونړی یې د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کې د برلین د کرسمس په یو مارکیټ کې د موټر بم برید و چې ۱۲ کسان پکې ووژل شول.

په دې وروستیو کې، دوه افغانان چې له داعش سره یې تړاو درلود، د مارچ په میاشت کې په جرمني کې د قران د سوځولو په غچ کې د سویډن پر پارلمان د برید د پلان په تور ونیول شول.

د اکتوبر په میاشت کې، د جرمني څارنوالانو دوه سوریایي وروڼه د داعش څخه د الهام اخیستلو په نتیجه کې په سویډن کې پر یوې کلیسا باندې د برید د پلان کولو په تور ونیول.

د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې یو سوریایي الاصله اسلامپال په باویریا کې په یو ریل ګاډي کې د چاقو په برید کې د څلورو کسانو د ټپي کولو په جرم په ۱۴ کاله بند محکوم شو.

د جرمني د داخلي استخباراتي ادارې د یو راپور له مخې، په دغه هېواد کې د هغو کسانو شمیر چې اسلامپال افراطیان ګڼل کیږي، په ۲۰۲۱ کې له ۲۸۲۹۰ څخه په ۲۰۲۲ کې ۲۷۴۸۰ ته راټیټ شوی دی.

خو له دې سره سره، د کورنیو چارو وزیرې نانسي فریزر ویلي په جرمني کې اسلامي افراطیت "خطرناک پاتې دی."

جرمني په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد په ایتلاف کې د ګډون او افغانستان ته د ځواکونو د لیږلو راهیسې د جهادي ډلو هدف ګڼل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG