د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې د حماس د ملاتړو پرضد د لټون عملیات پیل شوي


جرمني کې له دې وړاندې د ایران پلوه حزب الله ډلې پرضد هم د لټون عملیات شوي دي.
جرمني کې له دې وړاندې د ایران پلوه حزب الله ډلې پرضد هم د لټون عملیات شوي دي.

د جرمني چارواکو په دغه هېواد کې د حماس او یو بل فلسطیني سازمان د غړو او ملاتړو په کورونو د چاپو خبر ورکړی چې په جرمني کې ورباندې بندیز لګول شوی دی.

د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دوهمه) په یوه خبرپاڼه کې وویل: "موږ د سخت دریځو اسلامپالو پر ضد عملیات کوو. په جرمني کې د حماس او صامدون [ډلې] باندې د بندیز په لګولو سره، موږ څرګنده کړې ده چې موږ به د اسرائیل پر وړاندې د حماس د وحشیانه ترور لپاره له هیڅ ډول نرمۍ او زغم کار وانخلو... اسلامپال او د یهودانو مخالفان باید په هیڅ ځای کې د خوندیتوب احساس ونه کړي."

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې ددغه هېواد په څلورو سیمو کې د محاکمو له حکم وروسته د پنجشنبې په ځايي وخت د سهار له شپږو بجو راهیسې تر اوسه په ۱۵ ځایونو چاپې وهل شوي دي.

جرمني د نومبر په دوهمه د حماس او صامدون پر ډلو بندیز ولګاوه. د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د حماس شاوخوا ۴۵۰ غړي شته.

وزارت وویل چې پداسې حال کې چې د حماس غړو تر دې دمه په جرمني کې "تاوتریخوالی" نه دی رامنځته کړی، خو دوی هڅه کړې چې په بهر کې د دې ډلې سره مرسته وکړي او "په جرمني کې ټولنیز او سیاسي بحثونه اغیزمن کړي."

خو د صامدون ډلې په اړه ویل شوي چې "له تاوتریخوالي څخه کار اخلي ... او د اسرائیل د شتون حق ردوي."

د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د حماس د برید په پایله کې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، نږدې ۱۲۰۰ اکثره ملکي خلک ووژل شول او ۲۴۰ تنه یرغمل ونیول شول.

به ځواب کې اسرائیل د حماس تر کنټرول لاندې غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د حماس د چارواکو په خبره، تر ۱۴۰۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي او زرګونه یې ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG