د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د غزې له ولسي خلکو سره ۵۰ میلیون یورو مرسته کوي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیره منځني ختیځ ته په سفر تللې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره منځني ختیځ ته په سفر تللې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې۲۷) د غزې تړانګې له ملکي خلکو سره د ۵۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې دا هېواد به یوه طبي ډله هم د غزې تړانګې ته استوي.

نالینا بیربوک منځني ختیځ ته په سفر تللې ده. هغې وویل چې د دغه سفر هدف یې «د قوي پیوستون ښودل» او دا اطمینان ترلاسه کول دي چې فلسطینیان به مرستې ترلاسه کوي.

هغې دا مرستې په اردن کې اعلان کړې. نوموړې به همدغه راز لبنان او اسرائیل ته هم ځي.

د دغه وزارت اعلامیه وایي چې وزیرې په یو خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ پیغام واضح دی. موږ بې فلسطیني میندې، پلرونه او ماشومان نه پرېږدو.»

فرانس پرس اژانس وايي‌ چې هغې منځني ختیځ ته تر روانېدو مخکې د «حماس په ضد جګړې کې له ځان څخه د اسرائیل د دفاع ننګه» کړې وه او د حماس ډله یې تورنه کړې وه چې له اسرائیل سره په جګړې کې ولسي خلک د سپر په توګه کاروي.

د حماس ډلې څو ورځې مخکې په اسرائیل باندې د هوا، ځمکې او اوبو له لارو بریدونه وکړل، شاوخوا ۱۴۰۰ تنه یې ووژل او ۱۹۹ نور یې ژوندي یرغمل کړل.

اسرائيل د غچ اخیستو په بریدونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ فلسطینیان وژلي دي، غزه یې محاصره کړې او هر څه یې پرې بند کړي دي. ملګرو ملتونو له اسرائیل څخه غوښتي دي چې غزې ته بشري مرستو لار پرېږدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG