د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله ډلې سره د تړاو په تور پر یو شمېر ودانیو د پولیسو چاپې


جرمني پولیسو د هامبورګ اسلامي مرکز په ګډون په دغه هېواد کې د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله ډلې سره د تړاو په تور پر یو شمېر‌ ودانیو چاپې ووهلې.  
جرمني پولیسو د هامبورګ اسلامي مرکز په ګډون په دغه هېواد کې د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله ډلې سره د تړاو په تور پر یو شمېر‌ ودانیو چاپې ووهلې.  

په داسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه روانه ده او په برلین کې امنیتي چارواکې هڅه کوي چې پدغه هېواد کې د یهوادنو پر ضد د تاوتریخوالي مخه ونیسي، د جرمني سلګونو پولیسو د پنجشنبې په ورځ، نومبر ۱۶( لړم ۲۵مه) د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله ډلې سره د تړاو په تور پر یو شمېر‌ ودانیو چاپې ووهلې.

د جرمني پولیسو لخوا دغه چاپې پداسې حال کې وهل کیږي، چې برلین پر اسرائیل د حماس د اکتوبر د اوومې نېټې وژونکي برید وروسته، په دغه هېواد کې د حماس او د هغه اړوندو سازمانونو فعالیتونو باندې بندیز ولګاوه.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر وویل: " اسلامپاله ډلې زموږ تر څارنې لاندې دي. په داسې حال کې چې ډیر شمیر یهودیان د ګواښ احساس کوي" جرمني به نه " د اسلامپالو پروپاګند او نه به د اسرائیل په وړاندې د یهودو ضد دښمني وزغمي."

جرمني د حزب الله ډله یو "شیعه ترهګر سازمان" ګڼي او په ۲۰۲۰م کال کې یې په خپله خاوره کې دغه ډله له فعالیتونو منع کړ.

د فرانس پرس خبري اژانس په حواله، د جرمني پولیسو د پنجشنبې په ورځ د دغه هیواد د ۱۶ ایالتونو له جملې څخه په شپږو ایالتونو او د هامبورګ اسلامي مرکز په ګډون په هامبورګ، ساکسني، هېسه، برلین، باډنوورتمبرګ او نارد راین ویسټفالیا کې د تلاشۍ عملیات تر سره کړل. خو په دې عملیاتو کې څوک نه دي نیول شوي.

د هامبورګ اسلامي مرکز چې د امام علي یا د "نیلي جومات" چارې پر مخ وړي، په وروستیو کلونو کې د ایران سره د اړیکو د لرلو د ادعاو امله یې د چارواکو څخه د تړلو غوښتنه زیات شوي دي.

د هامبورګ اسلامي مرکز چې په ۱۹۵۳ کال کې د ایراني کډوالو له خوا جوړه شوې، د څه مودې لپاره د جرمني د کورنیو استخباراتو تر څارنې لاندې و.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وړاندې ویلي و، چې دغه وزارت په دې اند دی، چې د هامبورګ د اسلامي مرکز فعالیتونه "د (ایران) د مشرانو د انقلابي مفکورې خپرول دي، کوم چې د جرمني د اساسي قانون څخه سرغړونه ګڼل کیږي".

د جرمني پولیسو په وینا، د دغو عملیاتو په ترڅ کې هیڅوک نه دي نیول شوي، خو بلخوا چارواکو ویلي دي چې دغه عملیات د دې شک له امله شوي، چې د هامبورګ اسلامي مرکز او ورسره تړلې ډلې د حزب الله د فعالیتونو ملاتړ کوي.

بلخوا د هامبورګ د کورنیو چارو وزیر انډي ګروټ د پنجشنبې د عملیاتو څخه په هرکلی کولو سره، وویل، چې هغه په دې باور دی چې د هامبورګ اسلامي مرکز به "په نږدې راتلونکي کې وتړل شي".

جرمني د نورو لوېدیځو قدرتونو په څېر هڅه کوي چې د حماس پر وړاندې د اسرائیل د جګړې د پراخیدو او پدغه جګړې کې د لبنان د حزب الله ډلې د ښکیل کېدو مخه ونیسي.

د اکټوبر د اوومې نیټې راهیسې چې په غزه کې د حماس د بریدونو له امله د اسرائیل او حماس جګړه پیل شوه، اسرائیل هم نږدې هره ورځ د لبنان په سویل کې د حزب الله په ګډون د اورپکو ډلو سره نښتې کوي.

پر اسرائیل د حماس له برید وروسته چې د اسرائیلي چارواکو په وینا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل، اسرائیل د حماس د له منځه وړلو ژمنه وکړه.

د حماس د بریدونو په ځواب کې اسرائیلي پوځ په تېرو شپږو اونیو کې پر غزې چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، هوايي او ځمکني بریدونه کړي چې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، له ۱۱۵۰۰ ډېر کسان یې وژلي دي چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي، خو تر اوسه کومې خپلواکې ادارې د غزې د چارواکو له خوا ورکړل شوي احصایې نه تائید کړي او نه هم رد کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG