د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان حزب الله: 'په مناسب وخت' کې د اسرائیل پر ضد له حماس سره یوځای کیږو


په لبنان کې د حزب الله ډلې مرستیال، نعیم قاسم
په لبنان کې د حزب الله ډلې مرستیال، نعیم قاسم

د لبنان حزب الله ډلې چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ده، د جمعې په ورځ، اکتوبر۱۳ (تلې۲۱مه) وویل، چې د اسرائیل پر ضد په جګړه کې له حماس سره یوځای کېدو ته بشپړ چمتووالی لري.

په لبنان کښې د حزب الله ډلې مرستیال، نعیم قاسم د دغه هېواد د پلازمینې بیروت په جنوب کې د فلسطین د ملاتړو یوې غونډې ته په وینا کې وویل: "مونږ پوره چمتووالی لرو او په یو مناسب وخت کې به اقدام وکړو." خو نوموړي په دې اړه چې د لبنان حزب الله ډله به کله د حماس سره یوځای شي، جزئیات ورنکړل.‌

نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي، چې د جرمني صدراعظم اولاف شولتز، د لبنان حزب الله ډلې ته د اسرائیل پر ضد د بریدونو له امله خبرداری ورکړ.

حماس د ایران او د لبنان د حزب الله ډلې ملاتړ لري او د دې ډلې (حماس) له خوا پر اسرائیل له بریدونو وروسته، د ایران او د لبنان د حزب الله چارواکو د دغه بریدونو ستاینه وکړه.

د ایران او د لبنان د حزب الله د چارواکو د دریځ په تعقیب، د امریکا ولسمشر، جوبایډن، د اکتوبر په لسمه نېټه، په سپینه ماڼۍ کې، د ایران او د لبنان د حزب الله ډلې د نومونو له یادولو پرته، هغو هیوادونو او سازمانونو ته چې غواړي له رامنځته شوی حالت څخه ناوړه ګټه واخلي، خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې د هغوی لپاره یو څرګند پیغام لري او هغه دا چې:" داسې کار ته هیڅ وخت زړه مه ښه کوي."

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، امیرحسین عبداللهیان چې د لبنان پلازمېنې بیروت ته تللی، له امریکا غوښتي چې په سیمه کې له حماس سره د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره اسرائیلو کنټرول کړي.

نوموړي وویل: "امریکا غواړي اسرائیلو ته د غزې د ویجاړولو موکه ورکړي او دا..... یوه لویه تېروتنه ده. که امریکا غواړي په سیمه کې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي، باید اسرائیل کنټرول کړي."

که څه هم ایران له ډېرې مودې راهیسې د حماس د سخت دريځې ډلې ملاتړی دی، خو ایراني‌ چارواکو ټینګار کړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت، د حماس لخوا پر اسرائیلو د تېرې شنبې ورځې په برید کې لاس نه درلود.
خو بلخوا، بیا دغه ایراني چارواکو د حماس پر اسرائیلو د حماس د بریدونو ستاینه کړې ده.

عبداللهیان چې د پنجشنبې په ورځ بیروت ته رسیدلی، د لبنان له صدراعظم نجیب میقاتي سره له کتنې وروسته وویل، چې "د لبنان امنیت او سوله موږ ته ډیره مهمه ده."

دغه لوړ رتبه ایرانی دپلومات همداراز خبرداری ورکړ، "که چیرې د صهیونیسټي رژیم پوځي جنګي جنایتونه سمدستي بند نه شي، نو هرډول احتمال شونې دی."

د لبنان حزب الله ډله چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ده، په ۲۰۰۶م کال کې د ۳۴ ورځو لپاره د اسرائیل سره په جګړه کې ښکیل وه.

په همدې حال کې، د لبنان حزب الله‌ ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې امیر عبداللهیان د جمعې په ورځ (اکتوبر ۱۳مه) د حزب الله له مشر، حسن نصرالله سره وکتل او د اسرائیلو او حماس ترمنځ د وروستیو پرمختګونو، د "احتمالي پایلو" او د ګډ دريځ په اړه بحث او خبرې وکړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG