د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني صدراعظم: ایران د حماس د بریدونو مسئولیت پر غاړه لري


د جرمني صدراعظم اولاف شولتز
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز، د اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰مه) وویل، له حماس سره د ایران مرستې دغه ډله ددې جوګه کړه چې پر اسرائیلو د تېرې اوونۍ بریدونه ترسره کړي.

شولتز وویل: "په داسې حال کې چې موږ د دې ډارن برید په موخه د ایران د عملیاتي ملاتړ کره شواهد نه لرو، خو بلخوا موږ ټولو ته جوته ده، چې د ایران له ملاتړ پرته، حماس ډلې ته د داسې بریدونو ترسره کول ناشونې وو.‌"

د جرمني صدراعظم زیاته کړه: "د ایران د رژیم د مشرتابه او په سیمه کې د ځینو نورو حکومتونو د چارواکو د خوښۍ څرګندونې، هیښوونکې دي. د ایران مشرتابه له شرمه پرته خپل رښتیني رنګ او څیره ښيي او په دې توګه په غزې کې خپله ونډه تاییدوي."

د ایران حکومت له ډېرې مودې راهیسې له حماس سره مالي او پوځي مرستې کوي، خو د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، د سه شنبې په ورځ (اکتوبر لسمه) هغه "اوازې" رد کړې، چې ګواکې پر اسرائیلو د حماس په برید کې ایران لاس لري. خو هغه له ټولې اسلامي نړۍ څخه وغوښتل چې د فلسطينيانو او د هغوی د داعیې ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرحسین عبداللهیان، د پنجشنبې په ورځ، اسرائیل پدې تورنه کړه چې د غزې په محاصرې سره د "نسل وژنې" په لټه کې دی.

هفه وویل:"نړۍ د هغو زړه بوږنونکو صحنو شاهده ده چې صهیونیسټي رژیم په وروستیو ورځو کښې د غزې د بې دفاع او د عامو خلکو په عام وژنې سره نندارې ته وړاندې کړه.‌"

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "دغه رژیم [د اسرائیلو دولت] په سلګونو زره فلسطینیان شهیدان کړی دی او د شته نړیوالو احصایو له مخې، یوازې د صهیونیسټانو له خوا ۳۳ زره کمکي ماشومان وژل شوي دي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل:" نن سبا د غزې د خلکو په خلاف د نتنیاهو او صهیونیسټانو د جنګي جنایتونو دوام، د اوبو او بريښنا او د درملو او خوراکونو بندول، د صهیونیسټانو لخوا د غزې د ټولو خلکو دعام وژنې لپار شرايط برابر کړي دي."

امیر عبداللهیان زیاته کړه:" بې له شکه چې نن ورځ، په غزه کښې له یوې‌ ډلې سره د صهیونیسټانو د جګړې شاهدان نه یوو، بلکې د ټولو فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونیسټانو د جګړې شاهدان یوو."

خو بلخوا د جرمني‌ صدراعظم ،‌ددغه هیواد پارلمان ته په خپله وینا کې وویل، چې د هغه حکومت به د حماس په ملاتړ د مالي مرستو او نورو فعالیتونو مخه ونیسي.

هغه د "صامدون" په نوم پر یوې نړیوالې فعالې ډلې هم بندیز اعلان کړ چې وايي، د اسرائیلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو ملاتړ کوي. د جرمني چارواکي همدراز وايي چې دغه ډله، کرکې ته لمن وهي او د اسرائیلو د ورکیدو غوښتونکي دي.

د حماس او اسرائیلو ترمنځ په نښتو کې چې له شنبې (اکتوبر اوومې) راهیسې دوام لري، دواړو خواوو ته درانه مرګ ژوبله اوښتې ده. د حماس جنګياليو د اسرائيلو خاورې ته له ننوتلو وروسته، پر پوځيانو او ملکي‌ وګړو بريدونه وکړل. اسرائيلي ځواکونو يې په ځواب کې د غزې په تړانګه کې مرګوني هوايي بريدونه ترسره کړل.

تر یادو نښتو وروسته، جرمني له فلسطینیانو سره مرستې بندې کړې، د یهودي بنسټونو ملاتړ یې چټک کړ او د فلسطین په پلوۍ مظاهرې باندې یې چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۱مه) په برلین کې ترسره شي، بندیز ولګاوه.

در جرمني صدراعظم همداشان، د اسرائیلو ملاتړ د خپل هیواد تاریخي دنده وبلله او د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس پر "شرمونکې" چوپتیا یې نیوکه وکړه.

هغه زیاته کړه، چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د لا زیاتیدو د مخنیوي لپاره هڅې مهم دي. نوموړي‌ همدارنګه د ایران له ملاتړه برخمنه بلې وسله والې ډلې "حزب الله" ته چې په لبنان کې ځواکمنه ده، پر اسرائیلو د برید کولو له امله خبرداری ورکړ.‌

د جرمني صدراعظم وویل: "زه د مصر ولسمشر عبدالفتاح ال سیسي سره چې په غزه کې شبکې لري، له نږدې په تماس کې یم. همداراز، نن به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د قطر له امیر سره خبرې وکړم. دوی درې واړه په سیمه کې د تاوتریخوالي په کرارولو کې مهمه ونډه لوبولی شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG