د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني په یوه کلیسا کې په ډزو کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي او ټپي شوي


سمیه ایزو مطبوعاتو ویلي چې په ډزو کې ۷ تنه وژل شوي او تر لسو ډیر ټپي شويدي.
سمیه ایزو مطبوعاتو ویلي چې په ډزو کې ۷ تنه وژل شوي او تر لسو ډیر ټپي شويدي.

په جرمنې کې پولیس وایي په سیمه ایز وخت پنجشنبه مارچ ۹ (کب ۱۸) د هامبورګ ښار په یوې کلیسا کې په ډزو کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي او ټپي شویدي.

سره لدې چې پولیسو تر اوسه د Jehovah's Witnesses په مرکز کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو دقیق شمیر ندی اعلان کړی خو ګڼ شمیر سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي چې په ډزو کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او ۸ نور سخت ټپي شویدي.

ګمان کیږي چې برید کوونکی به هم په ډزو کې وژل شوی وي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز دا برید غندلی او هغه یې د "تشدد ناوړه کړنه" بللې. ښاغلي شولتز په پیښه کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د کورنیو غړیو سره خواخوږي ښودلې.

پولیسو ویلي چې برید Jehovah's Witnesses په مرکز کې داسې مهال وشو چې خلک د شپې لخوا د مذهبي مراسمو لپاره پدې ودانۍ کې راټول شوي و.

د مسیحانو دې ډلې په ۱۹ مې پیړۍ کې په متحده ایالاتو کې فعالیت پیل کړي او ګمان کیږي چې په جرمني کې به شاوخوا ۱۷۵ زره غړي ولري چې ۳۸۰۰ یې د هامبورګ په ښار کې دي.

دا ډله د عدم تشدد په هکله تبلیغ کوي او پدې شهرت لري چې د خلکو کورونو ته ورځي او د مسیحیت په هکله معلومات ورکوي.


پولیس وایي تر اوسه معلومه نده چې برید کوونکی څوک و او ګمان کیږي چې په ډزو کې به وژل شوی وي.
په جرمني کې پدې تیرو څو کالونو کې ګڼ شمیر بریدونه وشول چې جهادي ډلو او ښي اړخو سخت دریځو ډلو یې د کولو ادعاوې کړي.

تر ټولو خونړی برید د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په میاشت کې د برلین په ښار کې د کرسمس په مراسمو وشو چې ۱۲ تنه پکې وژل شوي و. د اسلامي دولت یا داعش ډلې د دې برید د کولو ادعا کړې وه.

XS
SM
MD
LG