د لاس رسي وړ اتصالات

کرسمس کې د ترهګریزو بریدونو ویره؛ 'اترېش او جرمني ځینې مشکوک کسان' نیولي 


په اترېش کې چارواکي وايي چې د کرسمس او نوي کال د مراسمو په درشل کې یې د امنیتي اندېښنو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر کلک کړي دي.

د اترېش د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومې درېیمه) په یوې اعلامیې کې وویل چې «په یوې اسلامي شبکې کې یې مداخله کړې او څلور تنه یې نیولي» دي.

د وزارت یو ویاند ویلي دي چې د څلورو نیول شویو کسانو له ډلې څخه یې درې تنه د نورو تحقیقاتو لپاره نیول شوي دي. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي: «په ویانا کې د اوس لپاره د کوم برید ګواښ نه شته.»

په اترېش کې مقامات وايي چې د کرسمس لپاره یې په کلیساو او نورو مذهبي ځایونو کې هم امنیتي تدابیر قوي کړي چې څوک کوم ناوړه کار ونکړي.

د اترېش د کورنیو چارو وزارت همدغه راز ویلي دي: «تروریست فعالان په ټولې اروپا کې په مسیحي غونډو باندې د بریدونو غوښتنه کوي، په ځانګړي ډول د ډسمبر په ۲۴ نېټه.»

بل لوري ته فرانس پرس اژانس د جرمني د بېلډ ورځپاڼې د راپور په اساس لیکلي دي چې په جرمني کې هم ځینې مشکوک کسان نیول شوي دي. ویل کېږي چې نیول شوي کسان تاجیکان دي او د داعش خراسان ډلې غړي دي. دې ډلې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د یو شمېر بریدونو مسئولیت هم منلی دی.

د جرمني او اترېش تر څنګ، هسپانیا کې هم مقامات وایي چې ځینې داسې نښې نښانې یې موندلې چې «یوه اسلامي ډله» د کرسمس او نوي کال په مراسمو کې په اروپا کې د بریدونو پلان لري. دوی په دې اړه نور جزیات نه دي ‌ورکړي.

د جرمني د بېلډ ورځپاڼې د راپور په اساس، ممکن د دغو بریدونو هدفونه په کولن، ویانا او مادرید کې د کرسمس لویې غونډې وې.

دا په داسې حال کې ده چې مقامات وايي د جولاۍ په میاشت کې یې په جرمني او هالنډ کې د داعش خراسان ډلې یوه شبکه ړنګه کړه. په جرمني کې نیول شویو کسانو ویلي وو چې د بریدونو پلان یې لره.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG