د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: اوکراین لپاره بیلې شوې مرستې روانه میاشت ختمیږي


د اوکراین جمهور رئیس تیره اوونۍ واشنګټن ته د مرستو تر لاسه کولو په هیلې راغلی و.
د اوکراین جمهور رئیس تیره اوونۍ واشنګټن ته د مرستو تر لاسه کولو په هیلې راغلی و.

سپینې ماڼۍ دوشنبه ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۷) اعلان وکړ چې اوکراین ته د روسیې په خلاف جګړې کې په همدې روانې ډسمبر میاشت کې یو ځل بیا هم نظامي مرستې ورکوي خو نورې مرستې د کانګرس سره موافقې پورې اړه لري.

د جمهور رئیس جو بایډن حکومت خبرداری ورکړی و چې د روان کال تر پایه د اوکراین لپاره بیلې شوې پیسې ختمیږي خو د کانګرس سره لا هم د لګښتونو نوې بودجې په هکله موافقه نده شوې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په یو خبري کنفرانس کې وویل، " کله چې دا (پیسې) خلاصې شي، د بیرته پوره کولو اختیار یې نلرو او له کانګرس به وغواړو چې د ځنډ پرته عمل وکړي".

د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د دوشنبې په ورځ هم د لګښتونو په بودجې خبرې اترې روانې وي چې د اسرائیل او اوکراین سره د مرستو تر څګ د مکسیکو – امریکا په ګډې پولې کې د امنیتي چارو ښه کولو لپاره هم پیسې پکې غوښتل شویدي.

په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي پدې ټینګار کوي چې د اوکراین سره د مرستو لپاره د پیسو بیلولو هر ډول معاملې کې باید د سرحدي امنیت موضوع هم ګډه وي.

سپینه ماڼۍ داسې مهال اوکراین سره د مرستو ختمیدو خبر ورکړی چې ټاکل شوې د کانګرس غړي د کرسمس په رخصتیو ولاړ شي.

په سنا کې جمهوري غوښتونکو سناتورانو د همدې روانې میاشتې په سر کې د عاجلو لګښتونو بودجه رد کړله چې د اوکراین لپاره هم ۵۰ ملیارده ډالر په پام کې نیول شوي و. دوي د مکسیکو – امریکا په ګډې پولې کې د کډوالۍ جدي کنټرول لپاره د لا ډیرو اقداماتو غوښتنه کوله.

د سپینې ماڼۍ د بودجې مشرې شیلندا ینګ د ډسمبر په څلورمې د کانګرس د دواړو جرګو مشرانو ته په یوه لیک کې ویلي، "دا د راتلونکي کال مسله نه ده، همدا اوس د دې وخت دی چې د اوکراین د ډیموکراتیک جمهوریت سره د روسیې د یرغل په وړاندې مبارزه کې مرسته وشي. دا د کانګرس لپاره د عمل وخت دی."

ینګ زیاته کړه چې د اوکراین دپاره د ځانګړې شوې ۱۱۱ میلیارده ډالرو مرستې نږدې ټولې لګول شوې دي. د دې پیسو یوه زیاته برخه د پوځي مرستو په برخه کې او بله برخه یې اقتصادي، ملکي او بشري څانګو ته ځانګړې شوې ده.

د بایډن ادارې په کانګرس فشار راوړی چې د ۱۰۶ میلیارد ډالر نورې مرستې تصویب کړي چې پکې د اوکراین او اسرائیل سره د مرستو او ځینو نور برخو لپاره بودجه پکې شامله ده.

د امریکا د دفاع وزیر او نور مشرانو د اوکراین پایتخت کیف ته په وروستیو سفرونه کې ډاډ څرګند کړی دی چې په کانګرس کې له مخالفتونو سره سره به له اوکراین سره د امریکا مرستې دوام ولري.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي هم چې تیره اوونۍ واشنګټن ډي سي ته راغلی و، د کانګرس مشرانو سره یې پدې هیله وکتل چې د مرستو دوام ورکولو ته یې قانع کاندي.

د متحدو ایالتونو قانون جوړوونکي لا هم د سپینې ماڼۍ له لورې د ملي امنیت د ۱۰۶ میلیارد اضافي ډالرو د غوښتنې په اړه بحثونه کوي. په دې کې یې ۶۰ میلیارد ډالر له اوکراین سره پوځي او بشري مرستو او ۱۴ میلیارد ډالر له حماس سره په جګړې کې له اسرائیل سره مرستو ته ځانګړي شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG