د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني‌ په یو ښوونځي کې پر ماشومانو د چاقو برید شوی


د جرمني‌ رسنيو د امنیتي چارواکو له قوله ويلي چې بريد کوونکی د همدې ښوونځي یو زده کوونکی دی. (عکس ارشیف)
د جرمني‌ رسنيو د امنیتي چارواکو له قوله ويلي چې بريد کوونکی د همدې ښوونځي یو زده کوونکی دی. (عکس ارشیف)

د جرمني د لویدیځ ښار ووپرتال په یو ښوونځي کې د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب ۳) څو ماشومان په چاقو وهل شوي دي.

پولیسو وویل چې یو تن یې د دې برید په تړاو نیولی خو د نیول شوي کس هویت یې نه دی ښودلی.

ځايي رسنيو د امنیتي چارواکو له قوله ويلي چې بريد کوونکی د همدې ښوونځي یو زده کوونکی دی.

د ووپرتال پولیسو په ایکس ټولنیزه شبکه کې په بیان کې وویل: "زموږ ګڼ شمیر پولیس افسران د پېښې په ځای کې دي. د ښوونځي ماشومان ټپیان شوي دي."

سمدستي د ټپي شویو زده کونکو شمېر نه دی څرګند شوی خو پولیسو سیمه ایزو رسنیو ته ویلي چې د ګوتو په شمار زده کوونکي ټپيان دي.

د جرمني د بیلډ ورځپاڼې د راپور له مخې، برید کوونکی د ښوونځي زده کوونکی دی او په چاقو یې پر نورو زده کوونکو برید کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG